دا پخه خبره مې له وړاندې وختونو اورېدلې چې وايي، عدالت په مزل کې لږ ټکنی دی، خو ځان خپل منزل ته رسوي.
افغانان له کلونو په دې تمه دي، چې عدالت د دوی په ځمکه کله ځان منزل ته رسوي او د هغو بې ګنا افغانانو کسات په کله واخلي، چې د څو غټ خېټو او ځان غوښتونکو رهبرانو په خپلمنځي جګړو کې دل، نېست او نابود شول.
په تېرو دوولسو کلونو کې چې د نړۍ زبرځواکونه په دې ځمکه دېره وو، هيلې دا وې، چې د دوی په موجوديت کې به هغو افغان انسانانو ته حق ورکړل شي، چې ترې اخستل شوی دی، خو د دوی په موجوديت کې لا ورسره نادودې وشوې، داسې نادودې چې تر پخوا هم وځورول شول.
په تېرو ۱۲ کلونو کې بېرته همغه انسانان پرې مسلط شول، چې هرڅه يې ترې چور کړي وو، همغه بيا ورباندې راتاو شول، چې د ژوند له خوښيو يې بې برخې کړي وو.
دوی وپنځېدل او ددې خاورې د ناچاره انسانانو په هډوکو او ارواوو يې ځانونه ماړه کړل، په دې ولس يې داسې عذابونه را نازل کړل، چې نسلونه به يې هم په خورا سختۍ ترې ځانونه وژغوري.
دې وږو انسانانو په تېره لسيزه کې ټولې هغه تورې شتمنۍ سپېنې کړې او يا يې په کورنيو او بهرنيو بانکونو کې خوندي کړې، چې ددې مظلوم ولس په سر يې درې لسيزې راټولې کړې وې، په بالښتونو او د ښځو د ګاڼو به بڼه يې خوندي کړې وې.
په تېره يوه لسيزه کې يې کار د ځمکو غصب، د نشه يي توکو او وسلو سوداګرۍ، د جګړې د غځولو ټیکه، د بهرنيو مرستو فساد، د يو شمېر ادارو ټیکداري ، نړيوالو ځواکونو ته د تېلو او نورو لوجستیکي توکو اکمالات. … هغه وو. دوی ددې ترڅنګ چې په دې لويو کارونو يې بسنه ونشوه او ځانونه يې له عدالت او محکمې په امن کړل، سترګې يې نورې هم خلاصې شوې، په ولس يې خپل راج او باج ژوندی وساته، په ولس يې خپله باچاهي روانه وساتله، په ولس يې خپل رعب و داب داسې وغورځاوه، لکه د فرعوانانو په شان. ځانونه يې سپين مرغان کړل او له ګناه پاک شول.
په تېره يوه لسيزه کې دوی ته ددې تر څنګ چې د قانون منګلو ته کش نشول، اعزازي ربتې او منصبونه ورکړل شول. بهرنيانو او د ډيموکراسۍ چیغې وهونکو، هغه ادارې چې دوی سره يې بايد حساب کتاب کړی وای، د دوی او يا هم د دوی بړيڅو په واک کې ورکړې.
دغه ولسي ټیکدارانو د ځانونو د خوندي کولو لپاره خپلې ملېشې سره منسجمې کړې، په هر ولايت او سيمه کې يې په ولس (جزيه!)کېښوده.
يوه ورځ مې له يوه قومي مشر وپوښتل، چې دا ولسونه ولې له دې جګړه مارو انسانانو نه ستړي کېږي، ولې يې د دوی شاه نيولې؟ حال دا چې هېڅ ډول کار يې ورته نه دی کړی، خپل بچيان يې د نړۍ په تر ټولو مډرن ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړو ته استولي، خو له يوه کليوال فقير سره يې د يوه خس قدرې مرسته نه ده کړې، په کور دننه او بهر يې د ځانونو لپاره جنتي ماڼۍ جوړې کړې، خو ګاونډی او هغه کونډه مېرمن يې لا د خسپوشې توان نلري، چې بچی او خاوند يې دده د دفاع په لار کې قرباني شوي دي. ده وويل، دغو واکمنو خپل ولس په دومره تيارو کې ساتلی، چې په دې ۲۱ مه پېړۍ کې يې په اړه فکر هم نشي کېدلای. په دوی يې دومره رعب و داب اېښی، چې د دوی له اجازې پرته له خپلې مېرمنې سره کورواله لا نشي کولی، ځکه چې په هغو سيمې کې اصيل واکمن دوی دي.
د بشري حقونو په نوم چې کوم کمېسيون جوړ شوی، د افغان انسان په نوم يې د زړه له تله غږ نه دی پورته کړی، ټول کار يې تر پروژو پورې منحصر دی، ځکه چې دغه کمېسيون هم همدا ډول کسانو ته په واک کې ورکړل شوی دی.
دغه کمېسيون يوازې د ډایکنډي، باميان، غور او څو نورو ولسواليو لپاره جوړ شوی، خو کله يې هم د بدخشان د واخان په اړه څه ونه ويل، کله يې هم د تخار په خواجه بهاءوالدين کې د هغو کورنيو په تړاو غږ پورته نه کړ، چې د نامسوولو وسله والو له لوري يې عزت او عفت تر خاورو لاندې کېږي، کله يې هم په کندهار او هلمند کې د انساني جينو سايټ په اړه راپور خپور نه کړ.
په تېرو کلونو کې پکار وه، چې د بشري حقونو کمېسيون دغه څېرې او د لسيزو خونکاران ولس او نړۍ ته په ډاګه کړي وای، خو دوی د ولس له سترګو داسې الونيا کړل، چې تر ننه يې درک ونه لګېده، لايې تر سر وړۍ ورتاو کړې.
اوس اصلي خبره داده،چې لاهم د همغو ډلو ټپلو سره په دې ځمکه او ولس د واک چلولو خيالونه شته، لاهم دې وطن ته ښه نيت نلري او لاهم په داسې دسيسو لګيا دي، چې ګويا څنګه ددې خاورې جرړې وباسي او څنګه يې و وېشي.
همدا اوس چې کوم نامسوول وسله وال فعاليتونه کېږي، د خلکو او ولسونو عفت لوټل کېږي، ځمکې يې غصبېږي، د نشه يي توکو سوداګرۍ کېږي، ټول هغه کسان کوي، چې رېښه يې په کابل کې په لوړو څوکيو تر ناستو يو شمېر لوړ پوړو پورې رارسېږي.
وړمه ورځ مې د يوې رسنۍ له لارې د يوه نوماند د وياند هغه خبرې اورېدې، چې ويل يې که زموږ نوماند د ولسمشرۍ څوکۍ ونه ګټي، نو په افغانستان کې به د وينو سېندونه وبهېږي، حک حيران شوم، چې ګويا لا هم ددې خيالونو خاوندان په دې ډول شومو خبرو او اهدافو نه شرمېږي.
دا خبره ددې لپاره د مکس وړ ده، چې دوی لاهم د وينو بهولو خوبونه ويني لاهم جګړې او سنګر ته د ختلو په فکر کې دي.
ددې ښاغلي د خبرو تر شاه يو عالم پټې دسيسې او افغانستان د ويجاړولو فورمولونه پراته دي، خو کاشکي داسې څوک وای، چې ترې پوښتلي يې وای، ولې؟ د څه لپاره؟ په کوم جرئت؟
د دغو ډول څېرو په دې مه تېروځئ، چې د ګرد وهلو څڼو په ځای يې اوس پوجي ګټېنګ وهلی، د چلتار او …. په ځای يې ښکلې دريشي او نېکټايي په غاړه کړې، دوی نه په ډيموکراسۍ باور لري او نه هم ددې ولس په رايه او اراده، دوی د واک تږي دي او داسې واک چې نه ملي يووالی پېژني او نه هم د هېواد د راتلونکي غم ورسره دی.
پکار ده، هغه څېرې، چې هېواد ته ښه نيت او اراده نلري، له صحنې څنډې ته شي، ددې پر ځای، چې ورته اعزازي رتبې ورکړل شي، د محکمې مېز ته راکش کړل شي، د ولس د عام وژنې، تباهۍ او ورانيو، چور تالان حساب کتاب ورسره وشي، چې دا کار يوازې ولس کولی شي، هغه اولس چې حق يې تروړل شوی دی.
Muhtaram, Gharghakht Khan,
Da 10 kala hamda seri dee the chana ba yee pora kry Na ba Ghani ki sa badlon shata na abullah Hisab Zara pa zara dy, the cha na tama makawa,