۱ـــ د وينو تږي هر ځای وي، زموږ په وطن کې بېخي د وينو جل وهلي ډېر دي، لامل یې څه دی؟

۲ـــــــــ لا تر څو به همداسې وينې بهيږي، او موږ به ورته په رڼو سترګو ګورو؟

۳ــــــــــ موږ خپلې وينې په خپله څښو، که نور زموږ وينې څښي؟

پورته پوښتنې باید په تفصيل سره هر یوه داسې ځواب شي:

لومړی به دې ته را شو، چې زموږ په هېواد کې ولې د وينو تږي نه بلکې جل وهلي ډير دي؟ ستر لامل یې دادی، چې زموږ خلک یو بل سره نه مني، هر څوک وایي چې  زه يم   بل هم دا کيدای شي، چې دلته هر څوک خپل سري کارونه کوي، دولت ته ټول د نه دولت په سترګه ګوري، هر څه یې چې زړه و غواړي کوي یې. نو، هر څوک چې هر څه و غواړي و یې کړي، نو ضرور ده چې وينې به په ارزانه کيږي، ځکه داسې وګړي هم لرو، چې د یو چا مرګ ورته د یوه ويښته اهميت هم نه لري، ځکه دوی تل ارتې تڼۍ کرځيدلي دي. نه یې چا مخه نيولې ده او نه یې هم نيولی شي. تر شا یې لوی، لوی ستر لاسونه دي . هغوی یې ملاتړ کوي. نو دلته ضرور داده، چې د چارواکو د ناکاره کارونو مخه باید ونيول شي.

د دوهمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، چې تر څو مو یو بل زغملي نه وي، او له خپل دوست او دښمن څخه مو پوره تعريف نه وي کړی، وينې به لا هماغسې روانې وي، د وينې لښتي به وچ نه شي، ځوانې دنګې ځوانۍ به مو په ثمر نه رسيږي.

دښمن ډېر مکار، فريبکار دی. تل یې د شا لخوا ګذار کړی دی، د شا لخوا مانا دا چې خپل ورور یې راته وسله ګرځولی دی، او زما لاس او پښې پرې غڅوي. دا دښمن داسې یو فضول او ويرس لرونکی دښمن دی، چې د پښتنو په کلیو او بانډو کې څو لسېزې د ننه شوی دی ټول یې ښه پېژني هم چې دښمن مې یې، د ښوونې حق دې رانه اخيستی دی، کاربار ستا د لاسه نه شم کولای، ټول وخت دې په سر، سر وهلی یم، خو بیا هم زما پښتون ولس ورته جانان وایي.

بلاخره درييم دا چې، ایا موږ خپلې وينې په خپله څښو او که نور زموږ وينې څښي؟ تر ډېره پورې ددې پوښتنې ځواب باید داسې ور کړم، چې دلته به رښتیا هم پردي استخبارت او لاسوهنې به وي، موږ باید ددوی پر وړاندې و درېږو. او  خپلې وينې یا په دوی او یا هم په خپله باندې و نه څښو.

تر ډېره پورې دا خبره اوس جوته شوې ده، چې موږ خپله وينه په خپله باندې څښو، هغه ځکه چې دلته به په رښتیا سره هم پردي خلک وي، او  موږ ته به دا هدایت کوي چې، ورور دې ووژنه، ښوونځی و سوزوه، ښوونکی دې ښوونځي ته مه پريږده، ځوانان ته دې د قلم په ځای ټوپک ور کړه. مانا دا چې له ژوند څخه د محروميدو لارې چارې به را ښيي.

خو خدای ج هر انسان ته عقل ور کړی دی، بیا موږ خو شکر ټول مسلمان ملت یو، هر څه یې په قران کريم او نبوي احاديثو کې راته بیان کړي دي. د خپل ورور وژل یې په صريحو ایاتونو سره حرام بللي دي……

 

که یو بل ته لاس ور نه کړئ په دې پوه شئ

پښتنو! تل به مو وينې وي ارزانې

خپل ټپونه که په خپله را جوړ نه کړو

ننګیالو! ته به مو وينې وي ارزانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *