ويکتور هوگو د فرانسې نوميالی شاعر او ليکوال دی ، نو موړی په کال ۱۸۰۲ زيزيږدي کې نړی ته راغلی او له ۸۳ کاله ژوند وروسته په ۱۸۸۵ کې وفات شوی .
د ويکتور هوګو دځينو کتابو نومونه دادي : بېنوايان يا بېوزلان ناول، چې په نړۍ کې زيات شهرت لري او پر کيسه يې زيات فلمونه هم جوړ شوي دي ،د پارېس د نتر دام کليسا داهم ناول دی – داداستان هم ډېر په زړه پورې دی چې له بېنوايان څخه وروسته ډېر مينوال لري نوموړي داستان له يوې تاريخې حادېثې نه الهام اخلي او مينه يز رنګ لري ، سمندري کا�� ګران ، هغه سړی چې خندل يې ، کوچنی ناپلئون ،د تاريخ جنايت ، د يوه محکوم آخري ورځې ، الپ او پرينه ، درينوي ۹۳ ، د مينې پاڼې، د پېړۍ افسانې، فرانسه او بلجيم.
راځئ د ويکتور هوګو ځنې ويناوې هم ولولو :
- څه چې وايې هغه عملا وکړه او څه چې کوې هغه ووايه .
- که نه غواړې او ازمويل شې، نو خپل کارونه سم تر سره کړه .
- ژوند ګل دی او مينه يې شات دی .
- هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي.
- که همغږي د بشر په ژوندانه کې نه وای ، نو ! نه به ابتکار موجود وو او نه هم اختراع .
- هره پاک لمنې ښځه ښکلې او زړه وړونکې ده .
- که انسان وتوانيږي غم د يوه ښار په څېر پرېږدي او ترې لاړشي ، کولی شي خوشالي له سره ومومي .
- مينه ښکلي او بدرنګ نه پېژني .
- د مينې له سببه را پيداشوي غم ته غم مه وايه .
- له عدل او انصاف پرته هر ډول حکم صادرول ښه ندي .
- مخکې له دې چې خزان راشي له پسرلي ګټه واخله .
- ستاسې اصلي ژوند له هغې وروسته پيليږي ، کله چې د خپل سرنوشت جلب په لاس کې واخلئ .
- هغه چاته مينه ورکړه چې ستا د مينې وړ وي نه تږی ، ځکه د مينې تږی يو وخت مړيږي .
- د پوهې دروازې بايد د ټولو په مخ خلاصې وي ، چېرته چې انسانان وي هلته بايد کتابونه هم وي .
- له مرګ بتره څه دي ؟ هغه څه چې ورسره مخ شې مرګ وغواړې .
- ښه ملګري مې هاغه دي چې خلاص تندي لري .
- له وړکتوبه مې هيله درلوده چې لوی شم .
- هيلې د بشر په ژوند کې دومره زيات ارزښت لري، لکه الوتونکو ته خپل وزرونه .
- ادبيات د پرمختګ يو پټ راز دی او شعر د هيلو يو پنهان سور .
- هغه څوک چې پر خپل ځان کنټرول نلري ، د نورو احترام نشي کولی
- د ماشومانو راتلونکې او دهغوی ښه روزنه د دوی په مور او پلار پورې تړلې ده .
- کله چې د ټاکنو پايلې علان شوې ،مانا دا چې د بريالي ټيم رايې علان شوې دي .
- الله پاک يوازې اوبه پيداکړې خو انسانانو شراب هم ترې جوړ کړل .
- ممکنه ده چې د يوه لښکر د يرغل مخه ونيسې خو د د ښمن د افکارو او عقايدو د يرغل مخه نه نيول کيږي .
- فکر کول د ذهن دنده ده او خوب ليدل يې تفريح .
- کمبختي د لياقت او استعداد لار ښونکې ده .
- مرګ ته راضي کېدل هدف ته درسېدو مانا لري .
- د يو چا ستاينه کول او هغه ته ښه راغلاست ويل داسې دي لکه څوک چې د چادرۍ له پاسه ښکل کړې .
- کله چې د دښمن مړی دفن کوې نو هغسې دروند نه وي .
- زموږ آزادي له هغه نقطې پيل مومي ، چې د نورو خلکو آزادي پکې پای ته رسيږي .
- د ټولنې بدۍ زموږ په خپل لاس خلق شوې دي ، پر ځای ددې چې ژړا او فرياد وکړو ښه داده چې د له منځه وړلو په اړه يې فکر وکړو .
- مينه يو داسې روح دي چې په دوه زړونو کې ژوند کوي ، ځکه چې دوه تنه په يوه واحده پرښته بدلوي .
- زما خدايه ! که وغواړم هغه څه تاته ووايم چې په ذهن کې مې دي ، په زرګونه ټوکه کتابونه کيږي، خو ! هغه چې په زړه کې مې دي له يوې جملې زيات ندي .
- کينه او حسد هغه کسانو ته تسليم کړئ ، چې نه توانيږي ملګري وکړي .
- ټول جهنم په يوه کليمه کې پروت دی : يوازېتوب
- زه هېڅکله نه وايم چې تاسې په لومړۍ کتنه کې مه مين ګيږئ ، مګر يقين لرم چې بايد دويم ځل هم ور وګورئ .
- د يوه سړي په ژوند کې دوې ورځې ارزښت لري ، يوهغه ورځ چې له يوې ښځې سره واده کوي او بله هغه چې خاورو ته يې سپارې .
- بختور هغه څوک دی چې له دغو دوو څېزونو څخه يوه ته لاس رسی ولري : يويې کتاب دی او بل هغه ډله کسان چې کتابونه يې لوستي او لولي يې .
ژباړن : محب الله آرمل
ډیر اعلی آرمل صاحب
مننه کوم