کله چې د تاند سايټ ته سر ورښکاره کړو، نو پرې ليکلي يې وي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي روان ۱۳۹۵ ل کال د افغان ځواکونو لپاره خطرناک بولي، همدارنګه د تلويزيون پر پرده عادي خبرې پرې شي او په افغاستان کې د ناټو د ځواکونو د قوماندان خبره راواخلي، چې را روان کال د افغان ځواکونو لپاره ډېر خطرناک کال دی.

ښايي د دوی وړاندوينه سمه وي، چې هره راډيو، هر تلويزیون او انټرنيټي سايټونه ټول په يوه خوله همدا خبر اخلي.
لکه دوی چې د جګړې ناظمنين وي، له غله سره غلا کوي، څښتن ته وايي بیدار اوسئ، لکه دوی چې ورته د جنګ او جګړې نوې ستراتېژي مخکې له مخکې جوړه کړې وي، لکه دوی چې د جګړې مخالف اړخ وي.

نژدې څوارلس کلونه ووتل، چې نړيواله ټولنه د افغانستان په چارو کې ښکېل شوه، ملي اردو، ملي پولیس رامنځ ته شول، په لومړيو کلونو کې امنيت ډاډمن و، هيچا د وېرې احساس نه کاوه،هيچا داسې نه انګېرله چې د جګړې مړه شوې سپرغۍ به بیا اور اخلي او زموږ ژوند به ګواښي.

افغان سوله خوښوونکی ملت دی، تل غواړي، چې خپلې ستونزې د خبرو او جرګو له لارې هوارې او د بدۍ جرړې وباسي، په لومړيو کې مخالفين د ګوتو په شمېر و، خو کړنې يې د وحشيانو په څېر وې، ځکه دوی د پښتون ټبر د سر سړی ترور کړ، خلکو کې يې وېره خپره کړه.

يواځې د دوو دریو کلو په تېرېدو سره طالبان يو غښتلی قوت شو، د دولت واکمني يې وننګوله، په ډېری ولسواليو يې جنګونه وکړل، د دولت له واک څخه يې وايستلې، دوی هلته خپل حکومت جوړ کړ.

په ولسواليو کې د طالب او ښار کې د دولت واک چلېږي، دا چې خلکو د طالب د وحشتونو لړۍ وليدله، نو يې د دولت په ننګه ټوپکونه غاړې ته کړل، له خپلو کورونو يې سنګرونه جوړ کړل، د د ښمن په وړاندې يې پياوړې مبارزه وکړه، تردې چې په ډېرو سیمو کې دولت بېرته خپله سيمه ايزه واکمني جوړه کړي.

په کار وه، چې دولت د همدغه کسانو چې يواځې د مخالفينو د ظلم په وړاندې د مبارزې سنګر نيولی و، دوی ته يې امکانات برابر کړي وای، د دوی د رهبري چارې يې په غاړه اخيستې وای، خو په خواشينۍ سره چې په سلګونو مبارزينو په دغه لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په شهادت ورسېدل، خو دولت ورته هيڅ پام ونه کړ.

په ډېری سيمو کې سیمه ايز پولیس ځای پرځای شول، چې يواځې سپکې وسلې يې ورکړې او نور يې مخالفينو ته په پوستو کې وتړل، چې ډېر يې په بې رحمانه ډول په شهادت ورسېدل او ډېر نور بېرته د مخالفينو له ليکو سره يو ځای شول.

روان (۱۳۹۴) ل کال د اندړو د پاڅون په وړاندې ولسي خلک د ښار په واټونو ته د اعتراض په ډول راووتل، هغوی په اندړو کې د پاڅون د جنګياليو له ظلمونو څخه يادونه وکړه، رسنيو سره په خبرو کې يې وويل، چې په اندړو کې باید د روان وحشت مخه ونيول شي.

حتی د ښار په سړکونو د ښځو منظم حرکت هم ددې ګواهي ورکوله، چې ددغه ډول لاریونونو تر شا د نورو کړيو لاسونه دي، ځکه د سيمې او منطقې ښځې خو يواځې د کور يا د ګور دي، خو د مخالفينو په نغوته ښځو هم قرانونه په لاسونو کې نيولی و، تر ډېره د هغه سیمو کسانو په دغه لاریون کې ګډون کړی وو، چې هلته مخالفين واکمن دي، دلته د ښار هغه زاړه فاسدين چې تل يې د نورو په وژلو کې خپلې ګټې کتلې دي، هغوی راوتلل، دولت او پاڅون جنګياليو پر ضد يې شعارونه ورکول، ښځو د ميډياوو سره خبرې وکړې، د پاڅون د وحشتونو خبرې يې وکړې، ټولو مېرمنو د رسنيو په وړاندې همدغه څو ټکي ياد کړي و.

زه پردې نه غږېږم، چې پاڅون په حقه او مخالفين ناحقه دي، بلکې زه پردې غږېږم، چې ولې هر کال زموږ د وژنو ګراف لوړېږي؟ ولې زما وروڼه؛ چې د جګړې مخالف جهتونه دي ووژل شي؟ ولې زموږ په کور کې هره ورځ د وير ساندي ويل شي؟

تر هغه مهاله چې په هيواد کې افغانان د پرديو په نغوته له خپلو وروڼو ژوند اخلي، بېله دې چې خپلې خويندې مو ورارې او مېندې بوري شي، نور خو هيڅ کومه لاسته راوړنه شتون نه لري.

څنګه مو چې د جنګ لپاره ټوپکونه راواخيستل، د يوبل سينې مو په نښه کړې، څنګه مو چې له خپلو خوږو وروڼو ژوند واخيست، لکه څنګه چې مو په خپل کلي او سیمه کې د وحشت او بربريت بلاوې راويښې کړې، څنګه مو چې خپلې د سرولاسونو ناوې په سرو منګولو وژړولې، څنګه مو چې د ژوند له ټولو ښکلا ګانو سره پرېکون وکړ.

راځئ دا ځل دهمدغه ستونزو خلاف غږ اوچت کړو، د سولې غږ بدرګه کړو، د ټوپک له ميل څخه دروي جوړ کړو او طبیعت ته ښکلا ور وبخښو، دا ځلې به د سولې او د مينې پرښتې راويښې کړو، هغوی به له ځان سره ملې کړو، د خپل ځان سپيناوی به وکړو. دلته که پاڅون قرباني ورکړې ده، که طالب د پرديو ګټو لپاره جنګېدلی او قرباني يې ورکړې دي، درد او غم يې ټول موږ ته راپاتې دی.

راځئ، دا ځلې په ټول هيواد کې له کلي او کور څخه د سولې کمپاین پيل کړو، ټولو ته به عذر وکړو، چې جنګ پردی دی، استخباراتي کړۍ د افغان په يووالي خوشاله نه دي، څومره چې د ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت سرتېري په شهادت رسېدلي دي همدومره د مخالف جهت کسان هم وژل شوي دي، همدومره ملکي وګړي هم په شهادت رسېدلي دي.
په هر کلي کې وارارې، بورې او کونډې شتون لري، د خدای لپاره جنګيالیو جګړه بس کړئ، د نوي کال په راتلو سره ددغه پرديو او خودخوا خلکو وړاندوينې سرچپه تعبیر کړئ، له جګړې لاس واخلئ، ملي سرتېري د هيواد هويت دي، دوی د وحشت په وړاندې مبارزه کوي، هغوی ستاسو وروڼه دي، تاسو د هغوی خپلوان ياست لطفا له جګړې لاس واخلئ، سوله خير دی، سوله مو عزت دی او سوله کې مو د ژوند نېکمرغې نغښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *