خبر پاڼه

۶ دلو ۱۳۹۴:

د پایلو له پاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) د رهبرۍ کمیټې یوویشتمه ناسته د سلواغې د میاشتې په ۵ مه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د کرنې او مالدارۍ، ټولنیزو چارو، کانونو او پترولیم، عدلیې، د چارو د ادارې او د ملکي خدماتو د کمیسیون استازو اود CBR مسوولینو ګډون کړی وو. د ناستې برخه والو د عدلیې وزارت د اصلاحاتي پلان د منظورۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اصلاحاتي لومړیتوبونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عدالیې او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو د سي بي آر پروګرام د پلې کیدو په برخه کې د روانو فعالیتونو، ستونزو او وړاندیزونو په اړه د پریزنتیشنونو په وړاندې کولو سره معلومات ورکړل.

د مالیې وزیر د CBR له لارې د استخدام په پروسه کې پر بشپړه شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل: ’’د وزارتونو اصلاحي پروګرامونه څومره چې ژر کیدای شي، باید پلې کړل شي ترڅو د اړتیا سره سم مسلکي او پر کار پوی کسان د ازاد رقابت او شفافې پروسې له لارې په کار وګمارل شي او د افغانستان خلکو ته باکیفیته او اغیزمن خدمتونه وړاندې شي.”

د یادونې وړ ده چې د پایلو له پاره د کاري وړتیاؤ لوړولو پروګرم د مشرتابه پلاوي تشکیل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حکم پر اساس رامنځ ته شوی چې په دولتي ادارو کې ددې پروګرام له لارې د متخصصو او تجربه کارو کارکوونکو د ګمارنې، روڼتیا او د اصلاحاتو د راوستو او د اساسي پلانونو د پلې کیدو په برخه کې منظمه څارنه او نظارت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *