موږ په ډېرو شیانو پورې زړونه تړو، په نالیدلیو مخونو مینیېږو، د داسې هوس اور مو په زړه بل وي چې نه یې پېژنو او په دا رنګه لارو ستومانه روان یو چې رامعلومې نه دي. د انسان د ژوند د دغو تجربو انځور د وږمې سبا په لاندې بیت کې لیدلای شو:

ازغي مې په لاسونو کې تڼاکې مې په پښو کې
ما څومره لټولې په ګلونو کې دلداره!

موږ لټون د یو څه کوو خو مومو بل څه او کاشکې یوازې له بهرني واقعیت سره لاسوګرېوان وای، موږ په خپل زړه کې هم د متضادو غوښتنو ښکار یو.

غواړو سپېڅلي واوسو مګر له ګناه مخ نه اړوو، غواړو په لوکسو کورونو کې دېره شو مګر په شنو دښتو او د کېږدیو په شمالونو هم میین یو. د اوړي ټکنده غرمې ، د ژمې واورین ماښامونه او د مني زېړې پاڼې، د دا هر څه لېوال یو او ذهن مو د متضادو هیلو د کشمکش میدان وي.

د بشر لویو مفکرانو د انسان په زړه او ذهن کې د همېشنۍ ګډوډۍ د کمولو لپاره فلسفي سستمونه جوړ کړي او د فکر دنګې کلاګانې درولې دي خو لکه څنګه چې وینو، زړونه او ذهنونه مو د تل غوندې د میرڅمنو ارزوګانو د جګړې ډګرونه دي. د انسان د ژوند د دغه واقعیت انځور د وږمې سبا په دې بیت کې وینو چې وایي:
زړه په صنم باندې میین دی بیا هم
څه زورور دی بتکدې نه مني
د دې لپاره چې د متضادو غوښتنو او واقعیتونو درد مو ونه کړوي، څه وکړو؟ دې پوښتنې ته یو مشهور ځواب دا دی چې واقعي مینه انسان له دغو کشمکشونو راایستلای شي. مینه انسان له ځانولۍ او ایګویزمه راباسي ، له نورو سره یې وصلوي. دغه خبره ګڼو شاعرانو کړې خو یوازې ځینو یې په نوي انداز راوړې ده، چې په دغو ځینو کې وږمه سبا هم شامله ده، دا وایي:

ته کافر حسن لرې زه مسلمانه
ستا له مخه هر انسان زما خوښېږي

د واقعي مینې کمال دا دی چې انسان د نورو زغملو او منلو ته وربولي او چې بنده په مینه کې کامل شي، بیا نو د رحمان غوندې وایي:

اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *