تاند- د بریتانیا د یورک پوهنتون څېړونکي بریالي شوي چې د مقتول یا وژل شوي کس په سترګو کې د منعکس شوي تصویر له مخې قاتل وپېژني.

د پلاس ون خپرونې د راپور له مخې څېړونکو د وژل شوي کس د سترګو عکس لوی کړی او په هغه کې یې د قاتل څېره پېژندلې ده.

 قتل ډېره موده مخکې شوی و، قاتل د خپل جنایت لپاره هیڅ سند او نښه نه وه پرې ایښې، یوازینۍ شاهدي د مقتول مړی او د هغه وروستي عکسونه و چې په کامره کې یې پاتې ول.

څېړونکو د وژل شوي کس د سترګو عکس لوی کړ، په هغو کې یې د قاتل څېره وپېژندله او وروسته یې د پاسپورت د ادارې له داتا بېس یا معلوماتو سره هغه پرتله کړ.

نوي دیجټلي عکسونه د نه باور وړ جزییات لري. په دغو عکسونو کې د مختلفو جرمونو څرک لګېدای شي.

د دې پروژې مسوول ویلي چې د انسان د سترګو کسی د یوې تورې هیندارې په شان دی او که عکس یې غټ کړای شي او کنتراسټ یې تنظیم شي په هغه کې ډېر جزییات موندل کېدای شي.

د سترګو په کسي کې د بل انسان مخ د هغه تر اصلي اندازې ۲۰ زره ځلي کوچنی وي.

3 thoughts on “د وژل شوي کس د سترګو له عکسه قاتل وپېژندل شو”
  1. ډیره جالبه او په زړه پوری تجروبه او یا لاس ته راوړنه ده، دا به پا راتلونکی کی په جنایی مرګونو کی ډیره ګټوره تما مه شی.

  2. له همدې امله ده چې په افغانستان کې جنایتکاران، اداري مفسدین او نور بدرنګان د برېښنایي تذکرو د توزیع مخه نیسي.

  3. وروره دالله خلقت ته متوجه شه چی په یوه واړه کسی کی یی دومره لوی حکمت دی دا ویده انسانان تجربی کوی تجربی یی کامیابیژی او بیاهم یی دخالق په اړه فکرنکوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *