نعمت الله صدیقي

د موسمونو له جګړو ورسته، سړو څېلیو ګټلې وه، داسې واورین یخ و، چې انسان یې ټول هم کنګل کولای شو، د اوږدې شپې دویمه حصه به وه، چې د ګاونډي باز خان اکا له کوره د سویو نارو او ژړاو داسې چیغې پورته شوې، چې د چم ټول کلی او ګاونډ يې تر سهاره د یخې شپې له اوښکو سره ویښ پاتې شو، څو ورځې لا نه وې تېرې چې زموږ د ګاونډ د منور ماما له کوره هم په همغه وخت همداسې سوې ژړاوې واورېدل شوې، د باز خان اکا زوی د زابل په کومه ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا او د منور ماما زوی د خوست په صبریو کې د اردو لخوا وژلی شوی و؛ بېخې لکه افسانه چې لیکم، کرکټرونه او کیسه یې تجسس پیدا کوي،خو دا کیسه خو نه خیالي افسانه ده او نه هم کومه چا کړې خبره،بلکې د خپلو سترګو د خپل ګاونډ او د خپل جومات خبره درته کوم.

بازخان اکا او منور ماما دواړه زموږ د جومات لمونځ کونکي وو، دا دواړه پر یوه صف او په یوه ملا او اقتدا همغه یوه خدای ته سجده لګوله، چې دوی به واحد لاشریک باله، کلمه یې یوه وه، عقیده یې سره شریکه وه، ژبه او قوم یې هم سره بېل نه وو، جامه او جوثې خویې داسې درنې او سنګینې وې چې کټ مټ دوی زموږ د وطن اصیل خلک وو، د دوی د زامنو جنازې یې پر همغه میدان وکړې، چیرې چې دکلي عامې جنازې ودرېدې، باز خان او منور دواړ د زامنو پر جنازو داسې وژړل چې هیڅ یوه یې له بل سره توپير نه څرکنداوه، دوی دواړه د یو او بل د ځوانو زامنو په جنازو کې ګډونوال ول، دوی دواړو د پاتا په ورځ د یو او بل د مړو روحونو ته ثوابونه غوښتل، تر ټولو عجیب ترینه یې لا دغه وه، چې د دوی دواړو د زامنو د وژل کېدا ورسته د دوید کوچنیانو د چم لوبې یې هم سره ګډې وې.د دوی کوچنیان لکه بېخي چې د پلارونو له لوبې نه وي خبر!!

هو!! دا لوبه یوازې د دې نسل د پلارونو نه ده؛ بلکې د څو نسلونو د پلارونو میراث دی، دا لوبه نه د باز خان اکا په خوښه ده او نه د منور ماما په لاس کې ده دا لوبه د دې وطن د هغه قسم خوړلي دښمن لوبه ده چېپر انجام یې وژنه او ورکونه ورته لیکلې ده؛ خو زموږ د ګټنې تصور که نور هر څه وي خو تر ټولو بارز تصور یې خیټه او هوس دی، کم نصیبي یې بولئ او که د تاریخ جبر!! مګر دا کم نصیبي زموږ له ازله نه وه او نه مو هم دا تاریخي جبر هغه نازولی جبر دی، دلته محاسبه او ارزونه دا ده چې موږ د خپلې بې حسۍ او  کم شعورۍ لامله وژل شوي یو، که داسې نه وي؛ نو ولې بازخان او منور دواړ د یو او بل په جنازه او پاتا کې ولاړ وو؟ د دوی د وژنې لاسونه ولې د یو او بل پر وینو سره وو؟ د دوی د سیاسرو، میندو، خویندو ورڼو په ژړا کې ولې د جنتي او دوزخي لیبل نه و؟ د دوی کوچنیان ولې حتی په لوبه کې هم سره جلا نه شول؟ د دوی جومات او چم ولې سره ونه ډزېدل، واضحه خبره ده، چې زموږ جګړه د حجرې، جومات، عقېدې، قوم، ژبې، دود او کلچر وراخوا د بل څه جګړه او سیالي ده،دا جګړه د هغه چا جګړه ده چې د اسلحو د کارونې بازار یې پر تود دی، دا جګړه د هغه انسان خوړونکي  پانګوالۍ او اقتصاد جګړه ده چې موږ یې یوازې او یوازې د خیټې او هوس د قیمت په اندازه پر مخ بیا یو، په دې جګړه کې د پورته ارزښتونو سربیره د افغان انسان تاوان هغه دی، چې موږ یې د سړیو فقر ته کېنولي یو، د دې جګړې قرباني نه د غرب او نه هم د ځینو شرقي سیمو نرمه او پسته هوا ګردجنه کولای شي او نه یې هم هغه نرم او پوست انسان ته د مرمۍ ګرمه څوکه رسېدلی شي او نه یې هم نازولی کوچنۍ کوم سهار د ټوپکونو او بمونو غږ بې وخته له خوب پورته کولای شي. زموږ سایل خو لا پخوا ویلي وو:

په خپل وطن کې جنګ راپه سر دی، دلته هم زه مرم، هلته هم زه مرم

پردۍ اشر دی پردۍ غوبل دی دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم

د سایل صاحب د شاعرانه عظمت زور هغه وخت لا ښه رامعلومېدلی شي، چې پر همدې جګړو د فکر پر مهال دا وارزي، چې که د جګړو د ډګرونو زماني مقطعې بدلې دي، ولې د جګړو خبرې او فکرونه پر همغه بنیادونو لا هم راڅرخي، رښتیا دا ده چې د لویو شاعرانو خبرې او پیرایې  تل د کلاسیکیت ځانګړنې لري، کاش د سایل دا خبرې زموږ د وطن د هرې جګړې مخکې د کوم جګړه مار په ذهن کې ورلوېدلاى شوای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *