ژباړن: عصمت الله زهیر
زه په نا وه کي ګرځېدم دتلپاتي وجود داسرارد اعلان دخپرېدو مهال دسهار ناوي دخپلي تابانه څېرې پلو پو رته کړو هم داګړىمي يوه بهانده وياله در ستر ګو سوه چي په لوړږغ يې دا زړه وړونکې سندره ږغوله .
ژوندڅه دی ؟
عيش او عشرت ؟
نه ،ژوند مرام او دمرام تلوسه ده !!
مرګ څه دی؟
نيستي اوفنا ؟
نه ،مرګ تش له مرامه بې حسي او ناهيلي ده !!
فلسفي څوک دی ؟
چي فلسفيانه خبري کوي ؟
نه هغه څو ک چي دفلسفې پټ اسرارونه هم پېژني !!
لوی څو ک دی ؟
چي لوی منصب لري ؟
نه لویي خو هغه چا لره ده چي منصب ته لته ورکړي !!
شريف څو ک دی ؟
چي بخت ور سره ملګرى وي ؟
نه،ډېر شريفه خلګ خپل قسمت رټلي دي !!
ذليل څوک دي ؟
چي په بند بنديا ن دي ؟
نه، زولنې خو کله کله تر اميلو نو هم ارزښتناکي او سپېڅلي وي !!
جنت څه ته وایي ؟
دثوابو نو نړۍ؟
نه ، جنت خو تش دسپېڅلو زړونو نوم دی!!
دوږخ څه ته وایي ؟
دکړاونو کور ؟
نه، دوږخ يکي يوازي له ميني دتش زړه نوم دی !!
فیوډالیزم څه ته وایي ؟
زر زخيره کول ؟
نه،دنيا ډېر له پامه اچولي خلګ ترټولو لوی اوغني وي!!
احتيا جه څو ک دي ؟
چي حقير وي ؟
دنياوي شتمني خو ډوډۍ او کا لي دي !!
جما ل څه ته وا یي ؟
ښا يست ته ؟
نه ، ښا يست خوتش دزړو نو لپاره دنور يوه وړانګه ده !!
کمال څه ته وایي ؟
چي پرهېز ګا ر ورځني برخمن وي ؟
نه زيات فضل او کمال په ځنو ګناهونو کښي پروت دی!!
ها غه او دغه غرونو ته
ويالې داسندره واوروله
ددې ويا لو سندري زيات وختونه
ددې سیندونو پټ اسرا رونه وي !