افغان د ملت نوم دی، چې په ټولو افغان ولس دلالت کوي، هغه که د اموسیند په غاړه پروت دی او یا د اباسین ته څېرمه دېره دی، افغانیت زموږ هویت دی، دا هویت له موږ څخه هيڅوک اخیستلی نه شي، خو افسوس زموږ پر یو شمېر پردیپالو وکیلانو دی، چې د ولس د ارادې پر ځای یې د بهرنیو استخباراتو تر ځغ لاندې نېغ روان دي، تاسو ته به روښانه وي، چې سپېڅلي افغانان هیڅکله هم نه پردي کېږي، دوی پر خپل هویت ویاړي، دا خبره هم سمه نه ده چې د افغان نوم په پښتون دلالت کوي، د بشر دوست په څېر په افغانیت مین بل څوک کېدی شي.
زموږ ډېریو وکیلانو چې په رسنیو کې به یې د افغانیت د ننګې اواز اوچتول، هغوی هم خپل هویت په دوو روپیو وپلورل، هغوی ځانونه پښتانه ګڼي، خو د افغانیت خلاف سور کارت پورته کوي، دوی په لوی لاس هیواد د ناامنه کېدو هڅې کوي، تر څو له موږ څخه افغانیت او بیا ډیورنډ فرضي کرښه واخلي، ای، ایس، ای د خپلو ایجنټانو په مټ په هیواد کې په لوی لاس د قومونو تر منځ د نفاق کاڼي ټکوي، که سامراجیان د ستمیانو په مټ هر څومره کار وکړي، نو بیا هم په خپله هڅه کې ناکام دي، دلته ملي یووالی د خلکو فکر دی، له یو بل سره خواخوږي لري، د یو بل په درد دردمند او خوشالي کې ښادمن دی، دا ولس څلوېښت کاله وځورېده د مرګ په غاړه ولاړ ولس خپل ملي یووالی وساتل او د دښمن په نغو د بېل شوي ورور د راخپلولو هڅې کوي، د پردیو جاسوسان به مختوري پاتې کېږي، د ډیورنډ فرضي کرښې غځول شوي سیمونه به پرې کېږي.
یو هیواد، یو ملت، یو افغان به د پامیر په غاښي ګردنۍ تړلی ناست وي او د هیواد ساتنې زمه واري به ورپه غاړه وي.
د ګوادر بندر ته به له کابله د موټرو کاروان روان وي بلوڅ ورور به مې د سامراجي له تېري نجات موندلی وي، ډیورنډ فرضي کرښې نوم نښان به ورک وي.
له هویت نه منکر وکیلان به له صحنې وتلي وي.
چې پر سر مې د ویاړونو توغ رپېږي
نوم مې لوی افغانستان افغانستان دی
ته ئې ګران افغانستان
تـه ئــې زړه دایــشـیــــــــــا »»«« تــه ئــې خـــاوره دکــیـمـیـا
نــوم دښــــکلــــئ اواُچــــت »»«« تـل مــدام پــه دې دنـــیـــــا
ئـې نـامـتـو پـه ټـول جـهـان »»«« تـــــل دغــواړم جـاویــــدان
ته ئې ګران افغانستان
دا پــردۍ بـــاران ګــلــــۍ »»«« دغــضــب طـوفـان ســیــلۍ
پــه تــا اوري پـه پـــیــــړۍ »»«« پـه تـا بـاسـي تـل خــــوارۍ
څه علـت دی چې ستا غـږ ـ »»«« نـه په لــرزدی ټــول جـهـان
ته ئې ګران افغانستان
سـتـا ښـکلا او سـتـا طبیعت »»«« داســې جــوړ لــکه جــنــت
دبـچـو دې سـتــــرهــمــــت »»«« ســـرئـې ایـښــی په حـرمت
پـیـغـلې نـجـونې اوځـوانـان »»«« تـا روزلــــي اتـــلـــــــــــان
ته ئې ګران افغانستان
لـه شـمـالــه تــر جــنــوبــه »»«« لـه مـشـرقـه تــرمــغــروبـــه
هـــریـوایـښـی پـه تـاســـــر »»«« زمونږ په زړونوکې محبوبه
سپوږمې لمرستوري آسمان »»«« سـتـاپه نــوم مونږته روښـان
ته ئې ګران افغانستان
ته ئې ګران افغانستان
رب دې تل آبادلره هيواده اودښمِن دې برباداوړانده ۰
څه علت دی چې ستا غږ »»«« نه په لز دی ټول جهان
ته ئې ګران افغانستان