تاند- دا ښکلی پُل، چې کاووانګ نومېږي، په ویتنام کې جوړ شوی دی. د کاووانګ معنا (طلايي پُل) دی. دا پُل د موټرو لپاره نه بلکې د پلیو لپاره پر (بانا) لوړو کې جوړ شوی دی.

دوو سترو او رنګانګ ډبرینو لاسونو دا ۱۵۰ متره اوږد پُل تکیه کړی.

دا پُل د سمندر له سطحې ۱۴۰۰ متره لوړ دی او د ارغواني ګلانو باغچې یې شاوخوا ته راچاپېره شوي دي.

دا پرتمین پُل یوازې په یوه کال کې بشپړ شوی دی.

ممکن یوازې د دې پله لیدل څو (سوه – زره!) تنه د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې دې ته وهڅوي چې ویتنام ته لاړ شي یا د هغو اراده نوره هم زیاته کړي چې زړه نازړه ول چې ویتنام ته لاړ شي او که لاړ نه شي!

ځواب دلته پرېږدئ