تاند- ښايي په دې حیران شئ چې لا هم په جاپان کې ویدیو کسیټونه جوړېږي، خو تازه خبر دا دی چې په دغه هیواد کې هم نور د ویدیو کیسټونو د جوړولو کار زیات دوام نه کوي.
جاپاڼي ویدیو کسیټ جوړوونکې کمپنۍ فونای الیکترونیک (Funai Electric) به روانه جولای میاشت د ویدیو کیستونو تولید بس کړي.
دا کمپنۍ نه یوازې د خپلو مصرف کوونکو لپاره بلکې نورو لپاره هم ویدیو کسیتونه جوړوي. لا هم یو شمېر کمپنۍ او موسسې شته چې له پخوانیو ویدو کسیتونو کار اخلي او څرنګه چې نورو شرکتونو او فابریکو د ویدیو کسیتونو له جوړولو لاس اخیستي، د جاپان فونای الیکتریک کمپنۍ ته د ویدیو کسیتونو جوړولو واره کوله.
د جاپان (Nikkei) نشراتي موسسې اعلان وکړ چې د فونای الیکترونیک شرکت له لوري د وي سي جوړولو کار په اګست میاشت کې بندیږي.
فونای شرکت لومړی پلا په ۱۹۸۳ م کال د وي سي آر جوړول پیل کړل او یو مهال یې د کال شاوخوا ۱۵ ملیونه ویدیو کستونه پلورل خو تېر کال یې صرف اووه نیم لکه وپلورلی شوای.