عبدالله عزیزي –

درې هغه طبیعی لارښوونې چې دوېرې کابو کو لو کې له تاسو سره مرسته کوي:

په نړۍ کې یواځې یو شی دي چې زموږ د هیلو پر وړاندې خنډ کرځي اوهغه هم د ماتې څخه وېره ده (پالولو کوئیلو)

وېره هغه طبیعي احساس دی چې په هر انسان کې شتون لري او ځينې ارواپوهان وایي چې په پنځه حواسو دحس کولو وړهم ده وېره دخطر احساس ته وايي دا هغه بد احساس دی چې ډېری خلک لوی لوی فرستونه له دې امله له لاسه ورکوي او دبریا لیتوب ستر خنډ وېره ده

اوس درې هغه طبیعی لارښوونو ته اشاره کوم چې دوېرې کابو کولو کې مهم رول لوبوي

۱: خوراکي رژیم ته مو بدلون ورکړئ :

دخوراک کابو کول مو دبدن دصحت لپاره ډېر اړین دي ځینې وخت د وېرې سبب دنه خوراک او یا هم له نا منظم خوراک څخه وي. ځينې خلک سهارني ته هیڅ پام نه کوي او اکثره وخت یې دخوړلو ډډه کوي چې دا یو ناسم کاردی دوېرې کابو کولو لپاره باید په سهارني کې هغه څه وخورئ چې په کافي اندازه پروتین او کولین ولري د کولین کمښت په اکثره مریضانو کې د وېرې احساس پیدا کوي او د داکترانو نظر هم دادی چې په سهارني کې د هکۍ خوراک تربل هر خوراک بهتره دی ځکه هکۍ په کافي اندازه پروتین او کولین لري.

۲:د سنبل عطر:

دسنبل عطر ددې ترڅنک چې فوق العاده بوی لري د ذهن په آرامتیا کې هم اړین رول لوبوي کله چې د وېرې احساس کوۍ نو خپله کوټه مو دسنبل په عطرو خوشبویه کړئ او په آرامه سره اوږده ساه واخلئ.

۳:منظم سپورت:

په ورځ کې دنیم ساعت سپورت کولو سره مو دخپل بدن مقاومت د وېرې پر وړاندې لا زیات کړئ. منډه،فوتبال،والیبال او داسې نور که هر ډول سپورت وي هغه له تاسو سره دصحت په برخه کې مرسته کوي اوهغه څوک چې صحتمند وي هغوی د وېرې ډېر کم احساس کوي اوکولی شي يه آسانه سره خپله وېره کابو کړي.

(عبدالله عزیزی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *