دیارلس کاله وړاندي چي کله موقته اداره جوړه سوه نو په راتلونکي لمریز کال کې دښووني اوروزني نصاب هم پیل سوچې دا یوښه پیل و،ددي پیل لپاره چي نوی نصاب پیل کیده پلار مي دي خدای ج وبخښي دښووني اوروزني لپاره د ولسوالۍ په یوشمیرکلیو وګرځید چي خلک خپل بچي وښوونځیو ته ولیږي زده کړي وکړي اودبيسوادۍ مخه په هیواد کې ونیول سي. ځکه زموږ یوازینۍ ستونزه بیسوادي ده.همدا کلي په کلي ګرځیدل و چي خدای بخښلي پلار ته مو ستونزي پیدا سوي، مطیع الله ویسا چي ترماکشر ورور دی هغه په څلورم ټولګي کې و زموږ دکلي ښوونځی د اهوچیني په نامه دی.
همدا لومړنی ښوونځی و چي دخداي بخښلي باباجان په هڅوسره پیل سوه دی په همدي هڅه کې بریالی سو.په همدي ډیرخوشال و چي ماشومان به ښوونځي ته روان و، په دي ښوونځي کې د شاوخواڅوکلیوماشومانو زده کړي پیل کړي.نصاب روان و،خوچي موږ له ستونزو سره لاس اوګریوان سو له ولسوالۍ وکوچیدو،خو دلته زموږ په سیمه کې ښوونځیوډېردوام ونه کړ، دویسا هغه ټولګیوال چي زده کړو ته جوړ و،اود زده کړو پرمیوه راغلي و،پرمخ یې ښوونځي وتړل سول.
نور نو دا خوار او غریب وطن دی هرڅوک یې ددي توان نه لري چي دپیسو په زور په بچیو زده کړي وکړي،لا بله دا چي دلته به بچی په پسونو پسې کړي خو زده کړه بیا ورته ګرانه ده.
هغه بچیان دهیواد چي ښوونځي یې پرمخ وتړل سول نن ټوپک اخیستی دی . څوک یې مخالفي ډلي ته په لاس ورغلل،چي نن یې زموږ دهیواد پر ضدجنګوي.څوک يې په یوه ګوله ډوډۍ پوري حیران دي،څوک یې ارب��ي ، کله اربکی وي کله له یو اوبل قوماندان سره عسکر وي پر یوه اوبله پوسته نن دلته سبا هلته ځکه په دي وطن کې خو بل کار نسته خامخا چي بچی دچاځوان سې توپک به اخلي په ښي یاکیڼ کې به دریږي.
ماته تل دا لنډۍ رایادیږي. یا به طالب یا به عسکرسي دخوار کونډي زوي رالوي سوجار دي سمه. هو دلته هریوسخت یادځان ښندني(قربانۍ)کار به دخوار بچی کوي جنګ به هم کوي،ننګ به کوي،سر به خوري، زخم به هم وړي،ستونزي هم ولې دصاحب زامن دي یې پرقراره ناست وي پلوونه دي خوري خو غریب دي نور هم غریب وي ددوي ګټي چي ساتلي وي نو بیا وطن جوړیږي.
هغه یوه اصطلاح رایاده سې چي وایې: تورې به په ما وهي مړۍ به عبدالله وهي. هو دا ټوله بیسوادي ده چي دهیواد بچي مو دومره خوار دي که نه خو هریو حق دښه ژوند کولو لري.دا چي د زده کړو دا الهي حق موچا دهیواد له بچیو واخیست نن ټولو ته مالومه ده چي اول ځل طالبانو خو وروسته دښووني اوروزني په نامه یوه ناروا مافیایي کړۍ چي نن یې زموږ د ښووني اوروزني ټول نظام ګواښلی دی.
د خپلو ناروا ګټولپاره یې دهیواد بچي له زده کړو محروم کړل،انسانیت اوضمیر همدومره ورته وایې. خوموږته دښووني اوروزني پرسر ستونزي جوړي سوې له خپلي سیمي وکوچيدو دا راته په خیر تمامه سوه انسان دخپل خیر اوشرڅخه نه دی خبر دویسا ټولګیوال نن توپک په غاړه ګرځي څوک یې په بمونو والوتل او ځيني په جګړه کې ووژل سول اوڅوک یې اوس هم عسکر دی توپکوال دي.
خو ویسا په(۱۳۸۹ )کال کې له ښوونځي فارغ سو یوکال دلته په هیواد کې و،بیادهندوستان په یوه بورس کې بریالی سوپه( ۱۳۹۱) کال هندوستان ته ولاړ په پوني ښار کې لوړي زده کړي کوي ویسا به په راروان کال کې د ماسترۍ لپاره ځان جوړي .خو ویسا چي په (۱۳۸۹ ) کال په کابل کې و هغه وخت هم زما سره دبندو ښوونځیو په یوه مبارزه کې راسره و. خو کله چي هند ته لاړ همدي ته یې نور دوام ورکړ ځکه ده دا درد لاپخوا حس کړی و.
دبندوښوونځي پرانیستلو ته دحل دلاري په لټه کې سوچي دا ستره مبارزه یې اوس ډیره ګړندۍ کړي ده. هغه چي کله دلته راغلی و یوشمیرمافیایي کړیو اختارونه او ګواښونه ورته وکړل خو ده بابیزه وګڼله پرسیمي وګرځید د معارف پروړاندي چي کومي ستونزي وي هغه یې راټولي کړي، د ماشومانو سره یې دقلم،کتابچي،بستۍ،قران شریف او له یتیمانو سره نقدي مرستي وکړي.
دی چي دکوم درد لپاره کار کوي هغه دټولو شریک درد دی خو ده ډیره خواري وکړه. دستونزو،ګواښونو پروا یې ونه کړه خو لا هم روان دی چي دمعارف پرمخ پراته خنډونه لیرې کړي دهیواد راتلونکی وژغوري روانه بیسوادي له منځه یوسي د مطبوعاتو له لاري هغه پرتي ستونزي یې په ګوته کړلي خو لا روان دی.
هغه به دماسترۍ ترڅنګ خپلي مبارزي ته دوام ورکوي،په فارغ وخت کې به همدا دهیواد دبچیو ږغ پورته کوي. لا به نورهم دهیوادبچیو ته خدمت کوي ځکه دا دده هوډ دی، دی له خپله هوډه نه اوړي یوه هیله چي لري هغه دهیواد دبچیو زده کړه ده. خو افسوس چي د ویسا ټولګیوال اوس توپکوال دي.