له ۲۰۰۱ کال مخکې افغانستان کې د بیان آزادي نه وه، کله د سیاسي-کمیونستي اختناق له امله زنداني او وژل شوې وه او کله هم د مذهبي اختناق له امله د خلکو خولې ګڼدلې وې. د ۲۰۰۱ وروسته په افغانستان کې ژور بدلونونه راغلل، چې یو پکې وینا آزادي وه. د پخواني ولسمشر په وخت کې له نېکه مرغه چې د بیان د آزادۍ غوړولو لپاره د پام وړ کار وشو او په سختو حالاتو کې یې ملاتړ وشو. د کرزي وخت کې د بیان د آزادۍ پر وړاندې ګڼ خنډونه له منځه لاړل او د حکومت له خوا یې هم ننګه وشوه، خو کله کله به د حکومتي چارواکو او رسنیو ترمنځ اړیکې ترینګلې هم شوې، خو پخواني ولسمشر یې مخه ونیوه. د وینا آزادي د یوه ملت د ژوندي پاتېکېدو او پرمختګ یو مهم علت دی. د دې باوجود چې د وینا د دې آزادۍ له امله د افغانستان پر ځینو سرو کرښو تېری هم وشو، د دې کار یو مثبت اړخ دا ؤ چې عامه بحثونو ته یې لاره پرانیسته او زیات خلک یې پلټنې او تفکر ته وهڅول خو له بلې خوا یې یو لړ منفي اغیزې هم پرېښودې.
د ولسمشر اشرف غني د حکومت له پیله تر اوسه څو ځله د وینا د آزادۍ د مخنیوي هڅه شوې، چې ځینې یې په لاندې توګه یادولای شو:
- د پاکستان سره د یوه داسې پټ تړون لاسلیکول چې پر بنسټ یې په افغانستان کې پر رسنیو فشار راوړل و، څو د پاکستان خلاف ذهنیت له منځه یوسي او د دې تړون هر ډول مخالفین وځپي.
- د حکومت د لوړپوړو مامورینو په تېره د ميډیا چارو مسوولینو له خوا تل د ګاونډیو هېوادونو د مطبوعاتو او د بیان آزادۍ مثالونه راوړل کیږي، کوم چې دې هېوادونو کې رسنۍ آزادې نه بلکې د حکومتونو له خوا سانسور دي. لکه پاکستان کوم، چې ټولې رسنۍ یې د ای اس آی له خوا کنټرولیږي، او د ایران چې د وینا آزادۍ برخه کې په نړیواله کچه بدنام او لسګونه کسان یې په همدې جرم بندیان کړي دي.
- د ولسمشر غني حکومت کې پر ځینو کارپوهانو وسلهوال بریدونه او تهدیدونه وشول، لکه احمد سعیدي او…چې ځینو کارپوهانو دا د حکومت له خوا پلان شوي وګڼل.
- په دې وروستیو کې د حکومتي رسنیزو چارواکو له خوا د کرکې پاشل او د حکومت له خوا د روانو چارو د ځینو شنونکو تهدیدول او زنداني کول. یو مثال یې محمد حسن حقیار بللی شو.
د پخواني ولسمشر کرزي د حکومت له لویو لاسته راوړنو څخه یوه یې د وینا آزادي وه، چې هغه څو ځله خپلو ویناوو کې هم د دې یادونه کړې او پرې ویاړي. خو د ولسمشر غني په وخت کې دا اکثره تر تهدید لاندې وه. خپله ولسمشر غني، حتی خپله کله کله ځینې کسان بلکمیل کړي، چې دا د نه زغملو کلتور ته لاره پرانیزي.
د افغان حکومت او وسلهوالو ترمنځ له سترو توپیرونو څخه یوه هغه یې د وینا آزادي ده، چې د کرزي د وخت افغان حکومت درلوده. د کرزي دوره کې د وحیدمژده په نوم یو کس پټې خبرې را رسوا شوې خو هېڅ کله هم بندي یا تهدید نشو، چې دا د وخت حکومت زغم او پراخه سینه ښکاره کړه. خو د حکومت وسلهوال مخالفین دا نه لري او په لږ څه یې خلک ګواښلي، وهلي او حتی وژلي دي.
د یوه مشهور سیاستپوه خبره ده، چې وايي: (که د وینا آزادي واخیستل شي، نو ګونګتیا او خاموشي به داسې شي، لکه حلالځای ته د پسونو بېول). واضح خبره ده، چې د وینا آزادي د یوه ژوندي ملت نښه ده.
امریکایي رسنۍ ګورو، چې خپل ولسمشر لا د امریکا تبعه نه بولي او په رسنیو کې یې په ښکاره بیانوي. حکومت ته په کار دي، چې خپله سینه پراخه او له زغمه کار واخلي، د وینا آزادي د حکومت د ضعف باعث نه بلکې د قوت او ویاړ ځای بلل کیږي، چې دوی باید په افتخار سره هر چا ته د غږ پورته کولو زمینه مساعده کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ته په کار دي، چې خپل مطبوعاتي کارکوونکي مجرب او د زغم څښتن لرونکي وټاکي او هڅه وکړي چې نوي ټوکیدلي ځوانان له داسې چارو لرې وساتي چې لویې حوصلې او زغم ته اړتیا لري، بالعکس به د افغانستان ملي مصالح او ګټې له خطر سره مخ او د تېرو ناخوالو تکرار به وي.