ډېر کله چې د ژورنالېزم د کوم ښوونیز مرکز خبرتیا خپریږي نو لیکي چې د ژورنالېزم او ویناوالۍ مینه والو ته خبر ورکول کیږي . ولې !؟ د ژورنالېزم سره د ویناوالۍ نوم غاړه کوي !؟ دا ځکه چې په ویناوالۍ کې زړورتیا او جراءت زده کیږي . دا چې د ژورنالېزم درسونه دومره اوږده او مغلق نه وي نو له دې کبله وخت پیدا کیږي چې په ژورنالېزم کې ویناوالۍ ته هم ځای ورکړل شي.
که څوک غواړي د ژورنالېزم د لارې لاروی شي نو باید زړور او با جراءته وي ، د وینا هنر یې زده وي ، ځکه یو ژورنالېست ډېر کله د ویناوال په توګه رول لري، که ژورنالېست دیني، ټولنیزه ، فرهنګي، ادبي ، یا سیاسي خپرونه وړاندې کوي نو دا د یو ویناوال په توګه راڅرګندیږي.
ژورنالېست ته پکار ده چې یو ښه ویناوال هم اوسي، که ژورنالېست د وینا ښه هنر ونه لري نو بیا د هغې خبرې د ټولنې په خلکو اغېز نه ښندي. او دا بیا د ژورنالېزم لاره نه ده. ژورنالېست هغه وخت ډېر مینه وال پیدا کوي چې د هغې خبرې ښې وي هغه په هره موضوع ښه بحث وکولی شي او د وینا په زېور سمبال وي. خو یو څه! چې ویناوالي یوازې د ژورنالېزم سره تړاو نه لري ، ویناوالي یوازې د ژورنالېزم برخه نه ده. ویناوالي د هر مسلک اړوند یوه برخه ده .د هر مسلک لاروی باید د وینا هنرونه وپېژني او ویې لري . ډېری ویناوالي یوازې ژورنالېزم پورې محدودوي او دې برخه کې یوازې د ژورنالېزم لارویو ته یې د زده کړې فرصت برابروي.
حال دا چې ښوونکی، ډاکټر، انجنیر، وکیل، اقتصاد پوه او په ټوله کې که د ټولنې هر قشر وي د وینا هنر یې زده وي په هر ځای کې ډېر کله وینا ته اړتیا پېښيږي بیا نو دا اهمه نه ده چې که هر څوک وي ویناوالي او ژورنالېزم دې یې لوستې وي. که ټولنه کې د وینا او خبرو خلک ولرو دا د یوې وېښي ټولنې ښکارندوی دی، چې په ټولنه کې ځيني رامنځته کیدونکي ستونزې د خبرو او جوړ جاړي له لارې حلوي. تر ټولو اهمه دا چې ډېر کله ځيني ښوونکي که د لومړي ځل لپاره کوم نوي ښوونځي یا ټولګي ته ځي نو هغوی نه شي کولی د زده کوونکو تر مخ خبرې وکړي ، یا شرمیږي او یا د زده کوونکو تر مخ د خبرو کولو په وخت کې وارخطا کیږي.
داسې زده کوونکي هم لرو چې د بې جراءتۍ او بې زړه توب له امله په ټولګي کې درس نه شي ویلای حتی نه شي کولی د تختې په مخ یو څه ولیکي . نو لیدل کیږي چې د ټولنې هر قشر څه نا څه دې ستونزو سره مخ دی . پکار ده چې هر څوک د خپلو خبرو پر واړندې د ضعف نقطې وپېژني او د له منځه وړلو لپاره یې يو څه وکړي که غواړئ ښه وینا وکړئ او ستاسې د ضعف نقطې ستاسې د فکر وړاندې کولو لپاره خنډ ونه ګرځي نو د وینا هنر باید زده کړئ ! د ویناوالۍ اهمیت په څه کې دی !؟ ډېر کله په ټولنه کې داسې موضوعات او ستونزي را ولاړیږي چې د هغې د حل لپاره باید د وینا او خبرو خلک راټول شي.
وینا د خپل فکر په سم ډول وړاندې کول دي. که په ټولنه که کومه ستونزه راپیدا کیږي نو د ټولنې د ویناوو او خبرو خلک سره راغونډيږي او خپل افکار او نظریات سره شریکوي، هغوی چې د وینا او خبرو ښه هنر لري ، کولی شي خپل افکار په داسې ډول د وینا په توګه وړاندې کړي چې نور ترې ښه پیغام واخلي او مثبتې لارې یې تعقیب کړي. انسان د ژوند له کوم پړاو نه یو ښه ویناوال جوړېدلی شي !؟
د ډېرو کورنیو بد عادت دا دی چې ماشومان د مشرانو سره نه پريږدي او اجازه نه ورکوي چې د مشرانو مخکې خبرې وکړي . ډېرې کورنۍ ماشوم ته دومره وخت ورکوي چې چلمچي او لوټه په لاس په حجره او دېره کې د مشرانو لاسونو ته اوبه واچوي ، د خبرو کولو وخت نه ورکوي، که کوم ماشوم د مشرانو مخکې خبرې وکړي نو ورته ویل کیږی چې د مشرانو مخکې دې بیا خبرې نه کوي ، په دې سره ماشوم خفه کیږي او بې زړه کیږي . د مشرانو مخکې د خبرو کولو نه څه چې بیا یې حجرې او دېرې ته هم نه پریږدي. هر ماشوم لېوالتیا لري څو د مشرانو په څېر خبرې وکړي او باید موقع ورکړل شي چې د مشرانو په مخکې خبرې وکړي تر څو زړور شي. د خبرو کولو څخه باید منع نه شي ځکه بیا راتونکي کې هم د خبرو کولو جراءت نه شي کولی. ډېر ماشومان د خبرو کولو جراءت نه لري دا هم کېدای شي چې هغوی د مشرانو مخکې د خبرو کولو څخه منع شوي وي . د ویناوالۍ هنرونو درلودلو او نه درلودلو توپير! هغوی چې د وینا ښه هنرونه لري کولای شي دروغ د حقایقو په رنګ کې رابرسېره کړي. او هغوی چې د وینا هنر نه لري حتی نه شي کولی حقایق د حقایقو په رنګ کې رابرسېره کړي . نه شي کولی خپل افکار او غوره نظریات په ښه ډول د وینا او خبرو له لارې وړاندې کړي.
د وینا لپاره موضوع څنګه برابرولی شو !؟
۱: مخکې له دې چې وینا برابره کړئ باید پوه اوسئ چې غونډه ، پروګرام ، کنفرانس او یا مجلس د کومې موخې لپاره دایریږي ! ۲: که تاسې لوستونکی/لوستونکې او د مطالعې مینه وال/واله اوسئ او ډېره مطالعه لرئ نو کولی شئ د خپل ذهن نه توري ، کلمې او جملې یوځای کړئ او د وینا په ډول یې برابر کړئ ! ۳: که تاسې مطالعه نه لرئ نو کولای شئ چې بېلابېل کتابونه مطالعه کړئ او د موضوع لپاره له کتابونو را ټولونه وکړئ ! ۴: وینا مو باید ډېره اوږده نه وي چې نور برخه وال مو له وینا سره ستړي شي او د نورو ویناوالو وخت ونیسي ، وینا مو باید ډېره مختصره هم نه وي چې ژر خلاصه شي ، وینا مو باید متوسطه وي او اهم ټکي یې بیان کړئ ۵: هڅه وکړئ د وینا موضوع مو موءدبانه وي ځکه ادبي وینا ډېره ښه اغېزه ښندي ، که غواړئ وینا مو ښکلې او جالبه وي نو د وینا د موضوع اړوند مو د قران عظیم الشان څو آیتونه ، د مشرانو خبرې ، جالبې خبرې ، جالبې خاطرې ، مشهور متلونه او یا شعرونه را واخلئ وینا به مو په زړه پورې وي.
له وینا مخکې څو لارښوونې !
مخکې له دې چې هغه غونډه ، پروګرام ، کنفرانس یا د مجلس ورځ راورسیږي چې تاسې یې ویناوال یاست نو څو ورځې د مخه کولی شئ لاندې لارښوونې عملي کړئ !
۱: وینا مو باید پر یو کاغذ ولیکئ او له ځان سره یې بار بار ولولئ تر څو له وینا سره بلد شئ که تاسو مو وینا پر کاغذ ولیکئ او د وینا پر مهال یې له کاغذه لولئ او بلد ورسره نه یاست نو تاسو به هرومرو د وینا پر مهال وارخطا کېږئ .
۲: که پر ځان باوري ونه اوسئ او بې زړه کېږئ نو په هېنداره کې له ځان سره خبرې وکړئ خپلې څېرې ته په لیدلو سره په په ځان باوري شئ !
۳: په هېنداره کې له ځان نه ځينې وړې پوښتنې وکړئ ! چې ایا کولی شم ښه وینا وکړم !؟ ایا زما وینا به د نورو خوښه شي که !؟ هرومرو به تاسې مثبت ځواب ترلاسه کړئ او وبه وایئ چې هو کولی شم دا به تاسې ته لویه روحیه درکړي .
۴: وینا مو ځان سره په هېنداره کې ولولئ ، خپلې وینا او خپل ځان ته متوجه اوسئ ، چې تاسې څه ډول وینا کوئ . ۵: په هېنداره کې خپلو جسمي حرکاتو ته ځير شئ !
۱: د لاسونو خوځول ۲: د سر خوځول ۳: د سترګو اړوړل ، را اړول
۴: د وريځو خوځول
۵: د خولې خوځول او …
که کوم حرکت مو په نظر سم نه وو ، هغې ته تغییر ورکړئ . هڅه وکړئ د وینا کولو انداز مو د نورو ویناوالو په پرتله جلا اوسي !
۶: دا چې تاسې زړه ور او باجراءته شئ نو په یو ارام ځای کې که کوټه وي او یا له کوره بهر داسې ځای وي چې هلته څوک نه وي نو ودرېږئ او په لوړ اواز خپله وینا وکړئ داسې فکر وکړئ چې تاسې د دريځ تر مخه ولاړ یاست او وینا کوئ ، تاسې به زړه ور شئ . د وینا لارې ! مخکې له دې چې د یو ویناوال/والې په توګه را څرګند شئ لاندې لارښوونو ته پام وکړئ …!
۱: خپله وینا مو یو ځل بیا وګورئ ویې لولئ او تمرین پرې وکړئ !
۲: مخکې له دې څخه چې پروګرام ته ورشئ ، رسمي لباس واغوندئ او ښکلي بوټان/څپلۍ واچوئ که مو لباس خوش رنګه او جذاب اوسي او بوټان/څپلۍ مو خرابې اوسي یا مو بوټان /څپلۍ ښه اوسي او لباس مو ښه ونه اوسي چې نور درباندې خبرې وکړي . داسې جذاب ورشئ چې د نورو په زړه کې درته څه تېر نه شي.
۳: څو دقیقې د مخه د پروګرام ځای ته ځان ورسوئ تر څو له اناونسر سره نوم ثبت کړئ نور ویناوال وګورئ ویې پېژنۍ او د غونډې برخه وال وګورئ چې څومره دي او څوک دي .
۴: د دريځ تر مخه څو دقیقې وګرځئ تر څو له دریځ سره بلد شئ او پوه شئ چې د همدې دریځ نه به ویناوال یاست !
۵: کله چې بلنه درکړل شوه او دریځ ته ورسېدئ نو یوه ژوره ساه واخلئ او ټول برخه وال له نظر تېر کړئ !
۶: وینا مو په مقدماتي موءدبانه خبرو پیل کړئ سلام په ښه انداز وړاندې کړئ ، د ټولو برخه والو د ښه صحت هیله وکړئ !
۷: د وینا پر مهال مو غږ باید ښه اوسي ځکه ځيني غږونه ښه نه لګي که وینا مو ښه اوسي او غږ مو ښه ونه اوسي وینا مو بیا غېز نه پرېباسي او که وینا مو ښه ونه اوسي او غږ مو ښه اوسي بیا د برخه والو توجه هم جلب کوي او ښه اغېز پرېباسي.
۸: که تاسې بې زړه کېږئ او د وینا پر مهال وارخطا کېږئ یا مو ستونی وچېږي نو که پر سټېج اوبه اېښې وي د بخښنې په ویلو سره یو څو ګوټه اوبه وڅښئ !
۹: که چېرې ستاسې لاسونه د تاثیر له امله رپيږي نو لاسونه مو پر سټېج کېږدئ ، که مو پښې رپېدې نو پر سټېج ورتکیه شئ !
۱۰: وینا مو باید د کاغذ له مخې ونه کړئ ، که تاسې کاغذ ته متوجه اوسئ او له کاغذه وینا کوئ نو برخه وال بیا ستاسو وینا ته نه متوجه کیږي او توجه یې بل طرف ته اوړي .
۱۱: په برخه والو مو په پوره ډول خپل نظر وساتئ ، ټول له سترګو تېر کړئ ، هڅه وکړئ د سترګو په سترګو له لارې خپله وینا نورو ته ورسوئ !
۱۲: د وینا پای ته رسېدو په وخت کې مُسک اوسئ او د برخه والو څخه یې په مننې کولو پای ته ورسوئ ! امنه خان عزیزي