تاند- د وینو (حشره) په اړه ویل کېږي چې د مېږیو په شان منظم ټولنیز نظام لري او د یوه دقیق وېش پر اساس ژوند او فعالیت کوي.
د ساینسپوهانو یوه تازه څېړنه ښيي چې وینې په ډېر دقت خطر احساسولی شي.
دوی د سر او پښو په وسیله خطر احساسوي او له یوه خورا دقیق بیالوژیک ساعت څخه په استفادې د تېښتې لوری ټاکلی شي.
کله چې وینې خطر احساس کړي، د خبرداري یو ډول ځانګړی ږغ راباسي چې طبیعي الارم یې بللی شو.
څېړنې ښيي چې د خطر له اورېدو وروسته کارګرې وینې د خپلې ځالې یا سوړې تر ټولو ژور او خوندي ځای ته ځي او عسکر وینې د خطر لور ته روانېږي او له خطر سره مقابلې ته تیاري نیسي.
د جرمني د بوخوم (Bochum) پوهنتون د ساینسپوهانو د څېړنو له نتیجو دا هم څرګندېږي چې وینې د خطر زیګنالونه د خپلو شپږو پښو د ښورولو له لارې احساسوي.
د امریکا د تولسه اوکلوهاما پوهنتون بیالوژیست پیګي ایس ایم هیل وايي، که څه هم په علمي درسي کتابونو کې لیکل شوي، سره له دې چې زیګنالونه او پیغامونه د مځکې په شان د کلکو موادو له شا او د خوځېدو له لارې په دقیق ډول نه شي تېرېدای، خو پر وینو باندې وروستۍ څېړنې ښيي چې دا خبره ناسمه ده.