تاند- د موبایل او لپ ټاپ یوې جوړوونکې کمپنۍ د داسې لاسپوټونو د اختراع حق ثبت کړ چې د انسان د وینې فشار او د زړه ضربان اندازه کولی شي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، اپل، چې د نړۍ د موبایل او لپ ټاپ جوړولو ټاپ کمپنۍ ده، ویلي چې دا لاسپوټوني له یو ډول ځیرک یا سمارټ ټوکر څخه جوړوي.
په دې دستکشونو کې الیکتریکي مدارونه اوبدل شوي او د هغو په مرسته د انسان د وینې فشار او د زړه دربا څارل کېږي.
دا لاسپوټوني د انسان له بدنه د هغه د وینې د فشار او د زړه د ضربان په اړه معلومات یوه لپ ټاپ یا موبایل ټېلفون او یا هم یوې بلې ځیرک وسیلې ته استوي.
دا لاسپوټوني د وینې د فشار او د زړه د دربا د اندازه کولو ترڅنګ د انسان تنفس هم څاري.
دا لاسوپوټوني هغه کسانو ته چې د زړه ناروغي یا لوړ فشار لري او یا هم ساتنګي لري، ډېر ګټور دي.