زمونږ تاریخي دښمنان ایران او پاکستان د۳۶ کلونو څخه را په دېخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنو او د افغانانو د دربدرۍ، بیوزلۍ ، وژلو نه خوند اخلي او زړه یې په دغو مظلومو مسلمانانو نه یخیږي د دوی د لاسوهنو ښه بیلګه په تېر کې د ګوندونو څخه ملاتړ او یو د بل پر وړاندې د هغوی پارول همدا شان د تیروڅو کلونو په اوږدو کې د ځانمرګو د تولید پروژه، قرارداد او فابریکه هم د پاکستان په لاس کې ده چې د غرب او انګلیس بودیجې په برکت د پاکستان په زحمتونو تولیدیږي او په افغانستان کې د ماشومانو، بې ګناه کسانو، مشرانو، مخورو، بیوزلو او وطنپالو افغانانو د وژلو لپاره رالیږل کیږي.
پرکنړ ولایت د څو کلنو پرلپسې او دوامداره توغندیز بریدونه، ډیورند کرښې ته نږدې په کورونو ډزې او د پوستو جوړول، څو ورځې دمخه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د دروازې جوړونه په دې وروستیو کې د پاکستان د چټلې څارګرې ادارې په لمسون د ننګرهار ولایت د عدلې چارو ریاست او په کندهار او نورو ولایتونو کې تنظیم شوي بریدونه هغه مسایل دي چې پرته له کومې ادعا مونږ افغانانو ته د پاکستان دوستي را څرګندوي چې افغانانو سره یې په اخلاص او ښه نیت ترسره کړي دي.
دا چې ځېنې مزدور، غلام او پردي پاله افغانان د ایران او پاکستان په غوړو ژمنو او غولوونکو وعدو غولیږی هغوی د ټول ملت او ولس استازیتوب هیڅکله نشي کوی، افغان اتلان او زمریان د خدای په مرسته له هر پلوه په دې پوهیږي چې په هېواد کې څه تېریږي او د بدبختیو اصلي لاملین په دننه او بهر کې څوک دي، څوک زمونږ ملي ګټو په خلاف خپلې ناولي پلانونه ترسیموي، څوک یې په افغانستان کې د خپلې بقا لپاره پلی کوي، ولي زمونږ د خاورې اصیل او سرتیري بچیان شهیدانوي، ولې په پښتنو سیمو کې د علم او پوهې سره مبارزه پیل کړې ده، ولې ښوونځي په ټاکلو سیمو کې چې هلته پښتانه اوسیږي سوځول کیږي، مشران یې ګواښل او یا هم وژل کیږي؟
هو! ایرانه او پاکستانه.
ته ایران چې زمونږ په هرات، لښکرګاه او کندهار او داسې نور ولایتونو کې زمونږ پر وطن مین انجنیران چې شپه او ورځ د افغانستان د رغونې او سرلوړۍ په فکر کې دي څوک تهدید، څوک تښتوئ او څوک شهیدانوئ چې ودریږه افغانستان مونږ ته د اقتصادي ځواک د ضعیفوالي په موخه احتیاجه وي خو په دې هم پوه شئ چې وایی مزن به در کسی به انګشت که نه زنت به درت به مشت، هر هغه څوک چې چاته د منفي او شوم پلان د طرحه کولو مقصد ولري خامخا پرته له شکه هغه به په خپله هغې څا کې ولیږي چاته یې چې کیندلې ده.
تاته هم وایم پاکستانه.
پاکستان چې زمونږ یو له مغرضو او ناولو ګاونډیو څخه شمېرل کیږي هم د افغانانو او د افغانستان د ویجاړونکو پروژو اصلي مهندس هېواد دی چې تل خپل هر ډول امکانات زمونږ او زمونږ د خاورې د ځپلو لپاره کاروي.
لکه څرنګه چې تاسو درنو هېواد والو په ځلونو ځلونو د پاکستاني چټلو چارواکو بې ځایه ببولالو شاهدان وی چې هغه پرته له شیطانت، حماقت او رذالت، بېهوده ګۍ او بې مسؤلانه خبرو څخه بل څه ندي همدا راز تاسو په دې وروستیو کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه ولیده چې ویلي دي د افغانستان راتلونکې حکومت دې طالبان په واک کې شامل کړي او هغوی ته دې ځینې جنوبي ولایتونه ورکړي دا په اصل کې د هغو نقشو او نظریو څخه ملاتړ او بیانول دي چې څو کاله وړاندې امریکايي سناتورانو او آلماني چارواکو ځینو مزدورو او ناولو څېرو سره مطرح کړې وه چې اصلي هدف یې په افغانستان کې د صدارتي دولت جوړنه، د افغانستان تجزیه، او د افغانانو لالهاندي ده.
دا چې د افغانستان اوسنی یا راتلونکی حکومت افغان طالبان په واک کې شاملوي او یا هم ورته واک ورکوي دا زمونږ خپله مسله ده چې وایی ؛؛برادر با برادر حسابش برابر؛؛ مونږ افغانان هیڅکله او په هیڅ صورت هم پردو ته دا اجازه نه ورکوو ترڅو زمونږ کورنیو چارو په هکله نظر څرګند کړي او نقشي طرحه کړي، دغه ناولي سرتاج عزیز له دې نه مخکې هم دا ډول سپکې او بیځایه خبرې کړې وې چې ویلي ول کېدای شي طالبان راتلونکي حکومت سره ډیرې خبرې اترې وکړي، دا ډول څرګندونې پرته له منافقت څخه بله هیڅ معنا نلري مونږ په خپله ښه پوهیږي او جوړيږو ستاسو شیطانت او رذالت ته هیڅ اړتیا هم نشته.
هېره دې نوي چې په دې اساسي وخت کې د پاکستاني چارواکو دا شان مغرضانه څرګندونو، پلان شوې نقشو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاوکې د داسې یو کس ګټلو ته زمینه جوړوي تر څو هغه په راتلونکي کې د ډیورند کرښه ورو بخښي، د هندوستان پر ضد وي، غیر پښتون وي ، د هغوی هر امر ته لبیک ووايي او دا پلان هم لري ترڅو په پښتون میشتو سیمو کې ناامنۍ ته زور ورکړي ترڅو پښتانه خپلې رایې کارولو څخه محرومه شي چې دا مونږ ته هیڅ د منلو وړ نده مونږ انشا الله خپلې قلمي او فزیکی مبارزې ته د دغو شومو پلانوونو لپاره دوام ورکوو، مونږ په هرڅه پوهېږو او په هره بیه چې وي خپل د خوښې وړ مشر به ټاکو د افغانانو د سوکالۍ او سړلوړي افغانستان په هیله.