په کال ۲۰۰۹ د جنوري میاشت شلمه نیټې تقریبا نیمه شپه وه، خوب ته د چمتو والي په حالت کې وم چې ایفون مې د پیغام په راتګ سره و ګڼېد. دا پیغام د ریچارډ هلبروک له خوا و، په پيغام کې لیکل شوي ول، ایا ویښ یې، خبرې کولی شې؟ ما ورته تلیفون وکړ. هغه وویل چې د ولسمشر له خوا له هغه غوښتل شوي ول چې د افغانستان او پاکستان لپاره د هغه د نماینده په توګه دنده ترسره کړي. ويې ویل چې د بهرنیو چارو د وزارت سره به زما په اړه خبرې وکړي،او زه باید دده د ګروپ سره یوځای شم . هيڅوک هم پرې خبر نه دي ، چا ته ونه وایې، که اړتیا وه میرمنې ته دې ووایه. ( راتلونکي ورځ د واشنټن پوسټ په انټرنټ پاڼه باندې دا خبر خپور شوی و) تراوسه دا پریکړه پخه پریکړه نه ده خو تقریبا پریکړه شوې ده. که د بل چا له خوا درته د دندې لپاره لاس وغځول شو، بیا له ماسره اړیکه ټینګه کړه- بیا په خندا شو ویې ویل: که بل چا سره د دندې د ترسره کولو وعدې وکړې، زنګونونه به د مات کړم.! دا دنده به ډیر خوند وکړي، موږ به یو څه سرته ورسوو، ځه اوس نو ویده شه او خوب وکړه.

د تلفونو د قطع کوول مخکې مې له هغه مننه وکړه او ومې ویل چې له ده سره دنده ترسره کول به خوشالي ( په حقیقت کې زما د ژوند سپرلي /خوښه دنده وه) او حکومت ته خدمت کول به زما لپاره ویاړ وي. ریچارډ هولبروک سره مې د لومړي ځل لپاره د اسپین کې د یوه کنفرانس په مهال پېژندلي ول. په یوه مېز باندې سره کیناستلو، د ایران او د پاکستان په اړه مو سره خبرې اترې وکړلې.هلبروک د کنفرانس د پیلېدا خبرې، ورپسې د ساعتیرۍ برخه او د خوړو راتک بره له پامه وغورځوله او د پوښتنو تربمبارۍ لاندې یې راوستلم. د راتلونکو دریو کلونو په بهیر کې مو ډیر زیات بحثونه ترسره کړل. په نیویارک کې د هغه په دفتر کې مو غرمنۍ سره وکړله او بیا د هلري کلینټن د ۲۰۰۷م کال د ټاکنیزه کمپاین سره یې یو ځای شوم- وخت ناوخت موپه تلفون هم خبرې کولې.

هلبوروک هم د د اوریل هاري مین او هینري کیسنګر په شان یو پیاوړی او ځیرک ډیپلوماټ و. هغه ستونزه د هرې زاویي څخه څیړله او د د حل لپاره یې بهترینه لار ورته موندله. هغه پوهېده چې بیوروکراټان څه غواړي؟ سیاست پوهان به څه غبرګون ښيي،په رسنیو کې به کومه موضوع د سرټکو په توګه کارول کیږي ، تاریخ به د هغه په اړه څنګه قضاوت کوي؟ هغه د کار ترسره کوونکی و، دا د هغه عادت و، هغه غو ښتل چې کار ترسره شي نه دا چې دی شهرت لاس ته راوړي.

هالبروک د امریکې په ارزښتونو کلک ولاړ و، هغه دومره فعال و چې تل به یې د کار جامې په غاړه وې، زه هیڅ وخت ونه توانیدلم چې هغه ستړي ووینم- هغه د امریکې ګټې او ارزښتونو پسې هروخت کلک ولاړ و،د هغه نږدې ملګري ډيپلوماټ سټروب ټالبوټ په وینا، هالبروک یو نه ستړی کیدونکی امریکايي و چې په نړۍ کې امریکا د تل پاتې ځواک په توګه منله او بس.

د امریکې د بهرنۍ کړنلارې د کمزورې برخې او په ځانګړي ډول د مسلمانې نړي په وړاندې په ناوړه پالیسۍ کې د بدلون او سمون په رامینځ ته کولو سره د امریکي نوي ولسمشر ته ترټولو هغو ډیر مهمې پریکړې وې. هالبروک ما ته وویل چې حکومت د خلکو له مینځه جوړ شوی دی، که چیرې غواړي چې بدلون راشي، نو باید په خپله په کې ښکېل شې. که غواړې چې غږ د واوریدل شي نو بیا وردننه شې. هغه راته وویل چې هرچیرې چې کولی شو ولاړ شې، زور د ووهه- ما غوښتل چې د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د ایران اړوند چارو کې ښکېل شم خو هغه وویل چې افغانستان او پاکستان ډیر ارزښت لري، دا هغه برخې دي چې ولسمشر پرې ډیر متمرکزه دی او دا هغه څه دي چې ته باید په کې ښکېل شي. زه پوهیدم چې زه او هغه به ترډیره په یوه لاره مزل کوو- هالبروک هڅوونکی و، پرته له دې چې اوباما سپینې ماڼۍ ته د ورتګ په مهال څه وعدې کړې وې، افغانستان راتلونکې وه، د هغه(اوباما) او د امریکې ترمنځ تعادل او د انډول موضوع وه. هالبروک په راتلونکې تر پاتې نورې ټول ادارې ډیر زیات پوهېده. د افغانستان او پاکستان لپاره ده ادارې په لومړی څو میاشتې د هیلې او نوې لار پیداکولو وخت و. د بهرنیو چارو د نمایندګۍ اړوند په لومړي چت کې یې د ځوانو دیپلوماتانو، ملکي او بهرنیو مامورینو په ګومارلو سره یوه اندازه خپلواکي ترلاسه کړله. هره ورځ د پوهنتون استادانو، ژورنالستانو، بهرنیو سفیرانو او چارواکو، د کانګرس غړو او اداري چارواکو د پاکستان او افغانستان د په اړه د کړنلارې څرنګوالی له نږدې څاره. ان تر دې چې هالیووډ هم دغې برخې ته اجازه پیدا کړله. انجلینا جولي هم په پاکستان کې د مهاجرینو سره دمرستې لپاره لاس وغځاوه. د بهرنیو چارو اړوند کیفیټریا کې د معمول په خلاف اله ګوله هغه وخت زیاته شوله چې هالبروک د دنتالیه پورټمن سره د کافي په پلمه د افغانستان په حالاتو باندې خبرې اترې وکړلې. د افغانستان او پاکستان نمایندګي د هالبروک په وینا هغه تجربه وه چې د ستونزو د حل لپاره ورته د دولت ټول اداره په کار وه- د هغه هدف په حکومت کې دننه د حکومت او په ورته وخت کې د حکومت څخه پټو پریکړو ته اړتیا وه- دا هغه نظر و چې د څرګندو دلایلو په اساس بیوروکراتان ورسره موافق نه ول خو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن دا نظر خوښ کړ او د پاکستان او افغانستان لپاره یې ځانګړي نمایندګي نوره هم پیاوړې کړله.

که چیرې هلري کلنټن د امریکې ولسمشره شوې وای، هغې به پرته له شکه هالبروک ته په سپینه ماڼۍ کې او یا هم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه همدومره واک او صلاحیت ورکړای وای چې په خپله یې پریکړې کړې وای. داسې اوازې وې چې هغې غوښتل چې هالبروک د بهرنیو چارو و د معین په توګه وګوماري خو سپینې ماڼۍ ورسره مخالفت کړی و. د نوي دفتر په رامینځ ته کیدا سره چې وکولی شي د حکومتي ادارو په نظر کې نه نیولو سره غوره او موثره کړنلاره جوړه کړای شي، مهم انتخاب و. زما ددوه کلونو په بهیر کې نوموړي دفتر د هلري کلنټن سره له نږدې کار کاوه. موږ د اغلې سره په مکرر ډول لیدنې او کتنې کولې، خپل پلانونه او طرحې مو وړاندې کولې، د هغې نظریات مو په پام کې نیول، یادښتونه به مو لیکل او بیا به مو ترې ټولګه جوړه څو سپينه ماڼۍکې د مناظرې او مناقشې په مهال د بهرنیو چارو د وزارت د دریځ څرنګوالی وښيي. هغې د پاکستان او افغانستان په نمایندګي باندې تکیه کوله، زموږ نظریاتو ته یې احترام کاوه او زموږ د کار منندویه وه. هلري کلنټن د بهرنیو نورو ټولو بیوریو په پرتله د اس راپ یاد پاکستان او افغانستان لپاره د نمایندګۍ سره ډیر وخت تیراوه- ددې ادارې غړي يې له نږدې پېژندل. د پاکستان او افغانستان لپاره د کړنلارې جوړول پرته له دې چې ددولتي ادارو څخه په کې هروخت نظر واخستل شي، د نړۍ په کچه هم شهرت پیدا کړ. په بروسل کې د ناټو په یوه جلسه کې، د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر هالبروک له دې نوې ادارې په رامینځ ته کیدا سره له هغه سره ټوکې وکړلې. هغه وویل چې په دې وروستیو کې زه په هرځای کې د ؛ کوم هیواد هالبروک؛ په نوم خبرونه اورم- او داچې د هالبروک د مرګ وروسته به هم ډیر نور هالبروک هم زیږدلي وي! هغه د بهرنیو چارو وزیران هر شپږ میاشتې وروسته سره یوځای کول څو په وخت د اندونو او نظریاتو تبادله ترسره شي- د نړۍ په کچه د متحدینو په نږدې ساتلو کې دا په ځای اقدام و. حامد کرزی هم له دې نظر څخه دیر متاثره و، هغه هالبروک ته وویل چې د یوه مسلمان هیواد متحد پیدا کول د لسو ناټو هیوادونو سره پرتله کیدای شي، د مسلمانو هېوادونو په کچه د هالبروک سیالان(جوړې) هم پیدا شول. په د ۲۰۱۱ م کال په پسرلي کې دسعودي عربستان په جده کې د هالبروک د سیالانو نه جوړ په اسلامي کنفرانس کې هغه ونشو کولی چې ګډون وکړي- هالبروک ددې کنفرانس د جوړیدا وړاندې مړ شو. په هغه مهال د افغانستان او پاکستام نمایندګي ډیره فعاله شوې وه – د ادارې چاپیریال داسې لکه یو سوداګریز مرکز چې وې، واوښت. خلک په وخت پاڅیدل او ترناوخته یې کار کاوه. څو څنګه وکولی شو چې نوې او غوره کړنلارې رامنځ ته کړو او څرنګه وکولی شو چې رشوت او ورک والی (دندې څخه غیر حاضروالی) په افغاني اداره کې له منځه یوسو او همدارنګه څنګه وکولی شو چې د موبایل بنکینګ له لارې افغاني مامورینو ته معاشات او تنخاوې ورکړل شي او یا څنګه وکولی شو چې د لیکلي پیغامونو له لارې په پاکستان کې افغان مهاجرینو ته پیسې راټولې کړو او یاهم څنګه کولی شو چې د تلفونونو مټې(پایې) په نظامي قرارګاوو کې نصب شي څو طالبان ونه کولی شي چې د شپې له خوا تلفوني خدمات ودروي( طالبانو هر ه شپه تلفوني چوپړتیاوي په ټپه درولې، لیکوال). ددې نظریاتو زیاتې برخې د نړۍ په نورو برخو کې دستونزو د حل لپاره کارول کیدلې. د پاکستان او افغانستان لپاره ځانګړې نمایندګي اوس مهال داسې بڼه غوړه کړله لکه د انټرنټ کومه پاڼه چې خلاصوې نه د بهرنیو چارو وزرات پخواني بټن . هالبروک یو نوښتګره ګډوډۍ ملاتړ کاوه، کله چې ما له هغه سره کار پيل کړ، هغه وویل؛ ته باید له د حکومت له هیڅ یوې خبرې څخه هم متاثره نه شي؛ حکومت د پوهې له ادرسه مړ دی، هیڅ نوی نظر شتون نه لري، هلته لکه د خځلو جګړه- یوازې د صندوق سر خلاصوي او پایله یې ګوري!

ستا دنده له دې ټولو څخه هاخوا تیریدل دي۰ که څوک درته ممانعت کوي، له ماسره اړیکه نیسه.د هغه روزمره سندره دا وه چې د حکومت د رواجي کار له امله باید متاثره نه شي، د هغوی میراثي خوی هیر کړه، دلته د یوه ټیم په توګه باید کار وکړو. ته هغومره چې دا نمایندګي پایلې ورکوي، اړین یې. نوموړي دفتر ته د جنرال ډیویډ پیټرویس د لومړي سفر په مهال( هغه مهال نوموړی د پوځ د مرکزي قړماندانۍ قوماندان و) هغه وویل چې د نړی ترټولو بې خونده اداره ده چې هغه تراوسه نه وه لېدلې خو زما په باور تاسې ته پایلې درکوي!

هالبروک پوهیده چې په افغانستان کې دا ډول دنده د ستونزو څخه خالي نه وي، ددې لوبې ترسره کولو لپاره لوبغاړي ځښت ډیر ول- ډیر مجهوله اشخاص ول- او اوباما هم ورته لږ واک ورکړی و- په حقیقت کې اوباما د هالبروک د هیڅ پریکړې څخه ملاتړ نه کاوه.نوموړي دفتر ته د هالبروک په راتګ سره، دا یو ابشا شوی حقیقت و چې ولسمشر پرته له سترو لیدنو، له هالبروک سره هیڅ وخت ونه لیدل، نه یې هغه ته وخت ورکړی او نه یې د هغه نظر اوریدلای دی.په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر مشاورین د هالبروک سخت مخالف ول.ځینې مخالفین لکه جنرال ډاګلس لوټ چې په سپینه ماڼۍ کې د بوش د ادارې پاتې شونی و، باور درلود چې زموږ څخه هغه افغانستان ښه پیژني ، نه یې غوښتل چې دا واک له لاسه ورکړي. نورو د هالبروک سره د ټاکنیز کمپاین په مهال د هلري کلنټن څخه د ملاتړ له امله( په خپله هلري کلنټن باندې هم د اوباما د نږدې خلکو له خوا شک شتون درلود) د اوباما نږدې مشاورینو د هغه ماضي په یاد وه نو له دامله یې غوښتل چې هالبروک بریا هرڅومره ژر له ناکامۍ سره مخامخ کړي. داسې وختونه هم ول چې سپینې ماڼۍ ددې په ځای چې بهرنۍ کړلانره کې سمون راولي، د هالبروک راغورځولو ته یې لومړیتوب ورکاوه.

نور بیا

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *