تاند- په بریتانیا کې ساینسپوهان وايي، هغه جین یې پېژندلی چې د وېښتو په سپینېدو کې رول لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د لندن پوهنتون څېړونکي وايي، د دغه جین څرګندېدو مرسته کړې چې په راتلونکي کې نه یوازې د انسان د وېښتانو د سپینېدو مخه ونیسي بلکې سپین شویو وېښتانو ته بېرته رنګ ورکړي.

د دوی په وینا د لاتینې امریکا د ۵ هیوادونو د څه باندې ۶۳۰۰ تنو د ډي این اې (DNA) تحلیل او تجزیې دا امکان ورته برابر کړ چې د وېښتو د سپینېدو عامل جین وپېژني.

ساینسپوهان وايي، دا جینونه (IRF4) نومېږي او په بدن کې د میلانین مادې په تنظیم کې رول لري.

میلانین رنګه مواد دي چې د انسان د وېښتو، پوستکي، او سترګو رنګ جوړوي او یا د انسان د پوستکي، سترګو او وېښتانو د رنګ په څرنګوالي کې رول لري.

په لندن پوهنتون کې د وراثت یا جنیټیک متخصص اندرس رویز لینرز رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د انسانانو وېښتان د عمر په مختلفو وختونو کې سپینېږي، مثلاً د یو چا په وېښتانو کې ښايي تر ۴۰ کلنۍ هیڅ سپین تار پیدا نه شي خو د یوه بل وېښتان ممکن تر شل کلنۍ مخکې په سپینېدو شي، د دې علت د همدغه جین څرنګوالی دی.

د دوی د څېړنې پایله په (نېچر) مجله کې خپره شوې ده.

دوی پر وراثت سربېره نور عوامل لکه روحي فشارونه او په ژوند کې ترخې او بدې پېښې هم د وېښتو د ژر سپېنېدو سبب بولي.

دا لومړی ځل دی چې د وېښتانو د سپینېدو د ارثي یا جنیټیکي عواملو په باب څېړنه کېږي.

6 thoughts on “د وېښتانو د سپینېدو د مخنیوي لور ته مهم ګام”
  1. مطلب دي څرګند کړ او عنوان دمطلب دسپينو وريښتانو مخنيوئ!
    او دا دي ونه ويل چه څنګه ئې مخنيوئ وکړو.که دا وليکې ډير به ښه سي.
    مننه.

  2. مونږ مو نور هم په تشویش کړو او دا لږ راپاتی تور ویښتان به می هم سپین ش ی. مطلب دا چی علاج یی وښایه چی دعا درته وکړو. مننه

  3. عنوان یی ده مخنیوی په نوم خو ده مخنیوی په اره مو هیچ ندی زکر کری او دامو اول زل ندی همیشه ستاسو مطلب نیمگری وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *