تاند- د هند په هاریانا او راجستان ایالتونو کې پولیس د یوې مرموزې غوټې د پرانیستلو په لټه کې دي.
په دغو ایالتونو کې تر ۵۰ زیاتو ښځو پولیسو ته شکایت کړی چې اول بې سده کړای شوي او بیا وېښتان ورڅخه پرې کړای شوي دي.
د هاریانا ایالت د ګورګان د سیمې یوې ښځې سونیتا پولیسو ته ویلي، یوه تېزه رڼا یې پر سترګو ولګېده او بیا پر ځان نه دی پوه شوې خو یو ساعت وروسته چې په هوش راغله که ګوري چې د سر ویښتان یې له بېخه پرې شوي دي.
دا وايي چې د داسې پېښو په اړه یې خبرونه په ورځپاڼو کې لوستي وو خو باور یې نه کېده چې یوه ورځ به داسې پېښه له دې سره هم کېږي.
په جولای میاشت کې په راجستان کې یوې سینګارګرې شکایت وکړ، ورپسې داسې ښکایتونه په هاریانا او ډیلي کې هم وشول.
جالبه دا ده چې تراوسه هیچا څوک نه دي لیدلي چې شک پرې وشي.
سونیتا وايي«د شپې نهه نیمې بجې وې، انږور او لمسی مې په پاسني پوړ کې ول، چې له ما سره دا پېښه وشوه. خو هغوی هیڅوک ونه لیدل. ګاونډیان مې هم وايي چې څوک یې لیدلي نه دي.»
بله ورځ د سونیتا له کوره څو متره لېري د (اسا دیوي) له وېښتو سره هم ورته کانه وشوه.
خو دا ځل دومره څرګنده شوه چې حمله کوونکې یوه ښځه وه.
د دې سیمې اکثره ښځې سختې وېرېدلي او د اسا دیوي د کورنۍ ټولې ښځې اوتاپردېش ایالت ته تللي دي.
پولیس وايي، د جرم په ځای کې داسې هیڅ نښه نه مومي چې پر اساس یې تحقیقات وکړي او مجرم ونیسي.