سر يې ښکته اچولی و، زورور باد به يې وېښتان تار تار کړل او وړینه چپنه به يې کله کله په زوره ورپېدله. وبه وېرېده، شا ته به يې وکتل؛ خو هېڅوک ورپسې نه و. د ژمي ساړه باد د ده بدن له ډېرې یخنۍ کرخت کړی و او باد يې ټولې جامې ورخوځولې. له ډېرې يخنۍ يې ژامې هم کړچېدلې.
سهارنۍ لړې د ده د لید مخه نیوله؛ خو دومره ډېره هم نه وه، چې ښی او کيڼ لاس دې ونه لیدل شي. له لرې په ګردله کې یو سړی ورته مخامخ راراوان و، ځان يې په لوی او پنډ پټو کې نغښتی و، شاولې واولې کېده. ده سر وڅانډه، ښه ورته ځير شو، د لمر سترګې به يې سترګې یووړې. د حیرانتیا نښې يې په سترګو کې څرګندې شوې. راروان سړی ورته د یوه زیارت د منجور په څېر وبرېښېد، ګامونه يې ګړندي کړل، لکه د منډې په لوبه کې چې ګډون کوي؛ خو پښو ورسره یاري نه کوله، ځان يې په دې ډول مزله کې له کاروانه پاتې احساساوه.
له راروان سړي تېر شو؛ خو له شا پرې درون غږ وشو: «سمندره! اوس درکې دومره تودوخه ننوتلې، چې سلام هم نه اچوې؟ دا کبر او غرور دې له کومه پيدا کړی؟ دب دب دې د حلوا او پخه کړې دې لېټۍ ده.»
سمندر وچ ودرېد، شا ته يې وکتل، سترګې یې پکې ښخې کړې، له خولې يې چونګ شانتې غږ هم نه راوت. هغه سره له دې چې سړي ته يې نېغ نېغ کتل؛ خو په ذهن کې يې زيارت شين شوى و، د سړي په لاس کې يې کچکول لیده او د تسبو اوږد امېل يې په غاړه ځړېدلی ورته تر سترګو کېده.
ــ وراره! د کبرجن کاسه نسکوره وي. پکار وه، چې تا سلام کړی وای.
د سمندر له خولې سوڼ هم نه راوت، له خولې تاوده تاوونه يې له لړې سره یو ځای کېدل او د لړې په وجود کې ننوتل.
ــ چېرې روان يې؟
ــ ځم، کور ته.
په کومه چې روان يې د کعبې لار نه ده، دا لار دې ترکستان ته بیايي. ته کور ته نه يې روان، له کوره روان شوی یې.
سمندر شاوخوا وکتل، لړه دومره هم زوروره نه وه، چې دی دې د کور لار غلطه کړي. د سمندر کيڼ لاس یو ځیز ورغوی لمس کړ. تره يې دی له لاسه نیولی او د کور پر لور رهي کړی و.
**************
ور وټکېد، تره يې وراره ته وویل: «مخکې شه!» خو سمندر پښه نیولی شو او هغه یې مخکې کړ. بوډۍ ښځې دړه پرانیستله، تور کتان يې پر سر اچولی و، په یوه پښه ګوډه وه، سترګې يې ننوتلې وې او د سترګو کونجونو يې ګونځې کړې وې.
ــ راځئ، راځئ، ساړه دي، حاجي جمو!
دواړه يې کوټې ته بوتلل. کوټه په لوګو کې پټه وه. حاجي صاحب د ده په څېر یوه دنګ سړي ته ورغاړې واته. د سړي تر څنګ کېناست، په ورانه يې لاس کېښود. سړي ورته وویل: «بهر هوا سړه ده، له ډېرې یخنۍ مو ولاکه جومات ته زړه کېږي. له کوټې وتل لوی عذاب دی.» شېبه وروسته سړي چیلم له خولې لرې کړ، اوږده لوخړه يې له خولې ووته. سمندر په کوټه کې تر ټولو بر ناست و.
حاجي جمو خوله خبرو ته جوړه کړه: «سیفو! په زوی کې دې ذره شرم هم نه دی پاتې، نن رانه نېغ تېر شو، نه يې سلام وکه او نه هم کلام. اوس وګوره! لکه پلار د کوټې په بر سر کې ناست دی.»
د سیفو سترګې راوختې، سور وخوټېد او په لوړ غږ يې وويل: «ښکته کېنه د سپي زویه! ستا ځای د کوټې له دروازې سره دی. مشر او کشر نه پېژنې!؟»
له دې سره سم په پتناسه کې پيالې وکړنګېدې، له پيالو تاوونه پورته شول، بوډۍ مېرمنه له سمندر سره څنګ په څنګ کېناسته. سمندر د بوډۍ مېرمنې د بدن تودوخه احساس کړه. سمندر ځان ورټول کړ، لږ شا ته وکښېد. بوډۍ لاس وراوږد او د سمندر لاس يې ښکل کړ، د سمندر سترګې برندې برندې وختې.
ــ ولې زویه؟ مرور يې؟
سمندر خوله تړلې وه، ګومان کېده چې ګونګ دی. د کوټې په بر سر کې دواړو وروڼو خپل مجلس تود ساتلی و. د سمندر مور ده ته ورنژدې شوه؛ خو سمندر ترې نور هم بېرته شو. چیغه يې کړه. حاجي جمو، سیفو او مېرمن ټول هيښ شول.
ــ څه کوې؟ زه دې نه پېژنم! تاسې ټول څوک يئ؟
سمندر ځان د یوه زیارت په کوټه کې په زنځيرونو تړلی احساسوي. د کوټې غولي (هواره) ته ګوري او ځمکه ورته په لوخو او واښو پوښلې ښکاري. دوه کوچنۍ کړکۍ د کوټې له چت څخه یوه لوېشت لاندې ویني او ګوري چې دغو کړکیو ته پنډ او لوی بالښتونو اېښوول شوي او د لمر د روښنايي مخه يې نیولې ده. په سترګو يې زور راوست، ځير شو او یو ځل بیا یې ځان د بوډۍ تر څنګ ولید.
په کوټه کې چوپه چوپتیا وه. مور يې بیا ورنژدې شوه: «زه دې مور یم، پري. ها حاجي جمو، تره دې او اکا دې هم هاغه دی. خپل خاوند ته يې اشاره وکړه.» سمندر پاڅېد. له سمندر سره په کوټه درې سره نور هم پاڅېدل. د ټولو رنګ الوتی و. سمندر ته په کوټه کې هر یو پردی و. یوازې خپل نوم يې په ذهن کې و او لا نه پوهېده، چې نوم چا پرې اېښی دی. سمندر په يوه پردي ټولګي کې راګير شوی و؛ خو يوازې يو بوډا سپينږيری چې د اوږدو تسبو امېل به يې په غاړه کې پروت و، کله کله به يې نظر ته راغی او شېبه وروسته به تری تم شو.
سمندر په ځان پسې دړه پورې کړه او له کوره ووت. یوې کوڅې ته يې ځان برابر کړ او پټیو ته يې ځان ورساوه. د ژمي په لمر کې هم خوند نه و پاتې او د سمندر ژامې لا هماغسې کړچېدې؛ خو دا ځل معلومه نه وه، چې ژامې يې له یخنۍ او که وېرې کړچېږي. پر پوله ودرېد، لمر ته يې شا وراړوله، یوه وړه لوټه يې له پولې بېله او په اوبو کې يې ګوزار کړه، اوبه خړې واوښتې.
له لرې ورباندې غږ وشو: «دلته راشه سمندره!»
سمندر لکه مېخ پر خپل ځای ولاړ و. تر ده لږ لرې درېیو هلکانو لوبې کولې، په خپلو کې سره ونښتل، لویه ډبره د ده پر لور وار شوه او د ده تر څنګ ولګېده. سمندر خپل ځای بدل کړ.
ملګري يې بیا ورنارې کړې؛ خو دا ځل سمندر دومره لرې و، چې ملګري يې هم زړه ښه نه کړ، چې پخپله ورشي.
له لرې دوو کسانو چې په لویو څادرونو کې يې ځانونه نغښتي وو، د ده پر لور راروان وو. شېبه وروسته يې دی لاس نیولی په کور دننه کړ.
دا ځل هم په کوټه کې درې کسان د ده تر مخې ناست وو. په دغو کسانو کې یو کس زیات شوی و. لکه دی چې قاضیانو ته مخامخ ناست وي او ترې تحقیق کېږي. سمندر ته له نویو خلکو سره مخامخېدنه خورا عجیبه وه، ان د دوی غږونه هم ورته نااشنا غوندې وو.
ــ ولې، څه درباندې شوي دی، زویه؟
پلار يې په خورا مهربان غږ ورنه پوښتنه وکړه. سمندر سترګې په ځمکه کې ښخې کړې وې او له دوی سره سترګه په سترګه نه کېده. د سمندر له خولې الفاظ راووتل: «زه جوړ یم، هېڅ راباندې نه دي شوي.»
حاجي جمو د سمندر په سترګو کې سترګې ښخې کړې او ورته ويې ویل: «زه دې اکا یم. ما پېژنې؟»
ــ هو.
په دې سره د ټولو په څېره کې خوښي په څپو شوه. مور يې شکر وويست، چې که خیر وي زوی يې جوړ شوی دی.
سمندر بیا وویل: «هو، لږ مخکې ها بوډۍ وویل، ته مې اکا یې، دا بل مې تره دی او هغه مې پخپله مور ده. د دغه سړی په باره کې يې څه نه دي ویلي.»
مور يې د کوټې په دروازه کې لکه بې روحه جسد ولاړه او حیرانه وه، نه پوهېده، چې پر زوی یې څه شوي دي.
دوی په خپلو کې سره وګوڼېدل، د یوه او بل خبرې يې تایید کړې او له ځنډ چوپتیا وروسته حاجي جمو وویل: «د هلک حافظه کمزورې شوې ده.» دوی هر یو تر اوږدو خبرو وروسته سلا شول، چې سمندر د دم و دعا لپاره زیارت ته بوځي.
**************
د کلي ګڼ خلک راټول شوي او د سړک پر څنډه يې اوږده کتارونه جوړ کړي وو، ځکه چې له زیارته یې سمندر بېرته خپل کور ته راوست. په خپلو منځو کې يې ګنګوسی جوړ کړی و. یوه بل ته یې ویل:
ــ پېریان به پرې ناست و.
خو چا سم ځواب نه شوای ورکولی. یوه هم پېری نه و لیدلی. هر یوه له خپل ذهن سره سم یوه خبره کوله. د سمندر یوه همراز ملګري وویل، چې د لېونتوب علامې هم پکې ښکارېدې.
**************
دروازه پرانیستل شوه، د زړې بوډۍ رنګ الوتی و. سیفو په لوړ غږ وویل: «تا ته وایم، هلک به جوړ شي، اندېشنه مه کوه!»
سمندر ته هر څه نوي برېښېدل، کټ مټ لکه د مور له ګېډې نوي زېږېدلي ماشوم ته چې هر څه نوي وي او له یوې وړې دنیا یوې ارتې او لويې دنیا ته يې سترګې غړولې وي؛ خو ده د ماشوم په څېر نه ژړل. کله کله به يې خندل. خلکو به ویل، چې پېریان يې خندوي.
سمندر يې په زیارت کې په یوه تیاره کوټنۍ کې یوازې یوه شواروز اچولی و. هغه هلته هم ځان د دغه کلي په څېر نابلد احساساوه. منجور په غاړه کې یو جوړه تسبېح وراچولې وې او ورته ویلي يې و، چې دا تسبېح به څلوېښت ورځې له غاړې څخه نه لرې کوې؛ خو سمندر تسبېح په هماغه تپه تیاره کوټه کې سمدستي دانه دانه شيندلې وې او غوښتل يې چې دا تبسېح وکرل شي او له پاسه يې پرې یو دوه پيالې دم شوې اوبه هم پاشلې وې. سمندر د ژوند له هر څه سره بلد و. ده د کروندې پر لارو چار ښه بلد و، د غوا لوشل يې هم هېر نه و؛ خو یوازې له انساني شناخته پردی شوی و.
دی په سوچونو کې ډوب و. په کوټه کې د ناستو کسانو شور و ځوږ يې د فکر نیلی وشلاوه، سترګې يې وغړولې او په همدغه وخت کې یې مور په نرمه لهجه ورته وویل: «زویه! اوس ښه یې؟»
ــ هو، ولې؟
ــ مور دې درنه ځار شي زویه! ته ناروغ یې، موږ نه پېژنې، ځکه مې درنه وپوښتل.
سمندر له ځایه پاڅېد، له ده سره ټول پاڅېدل، د ده د درناوي یا د ده د پاملرنې په وجې پلار يې سیفو ورپسې یو ګام واخیست؛ خو حاجي جمو له مړونده ونیو او راويې ګرځاوه.
سمندر بهر ووت، اوږده تنګه او بدبویه کوڅه کې ورسیخ شو. مخامخ دوه پېغلې نجلۍ راروانې وې، برند برند يې ورکتل، چې ورنژدې شولې؛ نو یوه بل ته یې وویل: «ترې څنګ ته شه، ومو نه خوري.»
لږ مخکې لاړ، یوه چرګ اذان وکړ، د چرګو په ډله کې ځینو نورو چرګانو هم مښوکې وازې کړې او د چرګانو اذانونه شروع شول. دی يې په منځ کې ورګډ شو، چرګ او چرګې ورترهېدې. څو ګامه وروسته یو بل خامکی ځوان هم ورسره مخامخ شو، بې سلام و کلامه یو له بله تېر شول. دی به چې پر لار له هر چا سره مخامخېده؛ نو په ترهېدلي او عجیب انداز به چلن ورسره کېده.
سمندر سوړ اسوېلی وایست، څټ يې وګراوه، پايڅې يې پورته کړې، اوهووو يې کړ! د ویالې په اوبو یې پښې يخې شوې وې. په ملا کړوپ شو، يوه لپه سړې اوبه يې مخ ته واچولې او ژر یې مخ په څادر وچ کړ. بوټونه يې په پښو کړل او ځان يې ازاد احساس کړ.
له ځان سره وګوڼېډ، شاوخوا يې وکتل، په سړه هوا کې چا جرات نه کاوه، چې بهر دې پر پټیو او کروندو وګرځېږي او بیا يې وویل: «هوا! زښته زیاته سړه یې. ته زما غم، پوچ حالت او دا خبرې په خپل زړه کې کنګل کړه؛ غم له بنيادمانو زيږي؛ خو زه اوس پردی یم، له دې ټولو خلکو یوازې او خوښ يم. يوازيتوب له ځان سره یوازې غم نه راوړي؛ د خوښۍ زېري هم لري.»
۱۳۹۷/لیندۍ/۱۱ – سید نورمحمد شاه مېنه