محمود ایاز

          د زلمي شاعر اتل افغان ذهني عمر (mentle age) كه لاپورې و خپل پاخه شعور ته نه دى رسېدلى؟ خو د هغه د حسي تجربو د قرات وروسته قاري د هغه د Machover Test په رڼا كښې چې هغه د بنيادم د كرب او اذيت كومه تصوير كشي كړې ده. او د دې تصوير د خدوخال نه چې د بنيادم د شخصيت د بې معنويت چې كوم حقايق رابرسېره شوي دي. د دې حقيقت  اثبات كوي. چې دغه زلمى شاعر بس د سترګو په رپ د پاخه شعور و دروازې ته رسېدونكى دى. ولي چې! دا يو دليل خوئې زما په شخصي فكر دا دى.چې دغه حسي تجربې د لوستونكيو سماعي لذت نه مجروح كوي. د دې معنا دا ده. چې د پاخه حسي ادراك خاونددغه زلمى شاعر له دې حقيقت سره اشنا دى.چې هغه شاعري مړه شي. كومه شاعري چې د سماعي لذت څخه عاري  يا محرومه وي. بلا مبالغه د هغه د شعري ډكشن شعريات د عصري شعور سره تر څه حده هم آهنګ ښكاري. په دغه تناظر كښې د هغه د شعر څخه شعري نمونې موږ نقل كولى شو. كومي چې د هغه د حساس ذهن د علامتي اظهار او تجريدي حسي پيكر تراشي غمازي كوي. يو شعر دلته د تنقيدي بحث لپاره د نقل كولو جسارت كوم.

مانه خپل تصوير پنا وو

آئينه نه وه، دېوال وو

          كه دې شعر ته په ځير نظر وګورو، نو د ژبې د صداقت د طلسم له حقيقت څخه بېخي انكار نشي كېدى. دغه لفظي پيكر په ظاهره خو يو خيالي اور فرضي تصوير ښكاري خوله دې باوجود فطري اور حقيقي معلوميږي. د شعر ژبه هم دغسې وي. داسې ښكاري، لكه شاعر چې پخپله دغه حسي تجربه كښي وخپل وجود ته دشك په نظر ګوري. يا لكه هغه چې د كنائې په ژبه كښې د خپل وجود د بې معنويت اعتراف كوي. د دې شعر له تجريدي منظر څخه چې د ابهام كوم كېفيت رابرسېره شوى دى. او دېوال توري چې په شعر كښې د ايهام لپاره كومه لاره هواره كړې ده. دا د دې حقيقت اثبات كوي. چې دومره لوئ، فطري او نا اشنا غوندې خيال صرف د شاعري په استعاراتي ژبه كښې نظم كېدى شي. به ظاهر شعر ډېر ساده او په حقيقت كښې بېخي زيات ژور معلوميږي. چا ډېر ښه وئيلي دي. چې شاعر خو هغه وي . چې د حقيقت په قيد كښې د اوسېدلو باوجود هم له حقايقوڅخه ډېر ليري وي. د شعر اوّله مصرع د يو نا تمام حيرت غمازي كوي. “مانه خپل تصوير پنا وو” صرف د هغه لپاره د بلا حيرانۍ جواز نه دى ګرځېدلى. بلكې دغه پېښه د هغه د پاره د يوې لوئي الميئې نه كمه پېښه نه ده. زما په فكر د شعر مطالعه صرف او صرف د Close Readingله لارې ممكنه ده. د دې څلورو تورو نه، لكه تصوير، پناه، آئينه او دېوال نه چې شاعر څومره كار اخيستى دى ؟  د دې اندازه كول څه اسان كار نه دى. د شعر په دې څو تورو كښې دې زلمي شاعر د حيرت او الميئې يوه دړدېدلي پېښه په ډېر هنر او كمال خوندي كړې ده. كه په هم دغه شعر لږ نور غور وكړو. نو آيا دا د يو شاعر د شاعرانه كرب او اذيت او بلا حېرانۍ اثبات نه كوي ؟ ولي چې دا عكس د يو عام بنيادم څخه نه دى ورك شوى. دا عكس خو د يو شاعر نه ورك شوى او د هغه د سترګو څخه نهام دى. په دې شعر كښې زياته د حيرت خبره دا ده. چې آئينه په دېوال باندي بدله شوې ده. سوال دا پېدا كيږي. چيرې هغه آئينه چې په عالم كښې د صداقت علامت بلل كيږي. هغه هم، د فرېب وركولو لپاره د خاك لباس اغوستلى شي؟ آئينې ته دشك په نظر كتل په اصل كښې د يو شاعرانه فكرو نظر مترادف احساس دى. آيا د اتل افغان دغه حسي تجربه د مير تقي مير دغې حسي تجربې كټ مټ ضد نه معلوميږي؟ولي چې اتل ته آئينه دېوال ښكاري او مير ته دېوالونه آئينې.

          آنکھ ہو، تو آئینہ خانہ ہے دہر
منہ نظر آتے  ہیں دیواروں کے بیچ

د اتل افغان شعر د انسان د بلا اذيت او بلا محرومۍ غمازي كوي. او د مير شعر د انسان د بلا بصيرت نښاندهي او تر جماني كوي. كه چرته كثيرالابعادي تجزيه د دغو دواړو شعرونو موږ وكړو. نو له هرې زاوئې موږ په دې شعرونو كښې نورې نوي نكتې رابرسېره كولى شو. ولي چې دواړه شعرونه د تخيل د شاعرانه هنر او بصيرت مثالي نمونې معلوميږي. پخوا به په شاعري كښي ابهام يو شاعرانه عيب بلل كېدلى. خو نن ابهام د شعر حسن او خوبي ګڼل كيږي. او د ابهام له لارې چې كاظم خان شېدا. او غالب كوم كار اخستى دى. د دې اعتراف د شعر لوستونكي په پټو سترګو كولى شي. واليري ډېر ښه وئيلي دي.چې شاعر كه چرته محض شاعر وي. او كله هم تجريدي طريقه نه خپلوي. نو داسې شاعر په نړۍ كښې د شاعر په حېث خپل اثر نشي قائمولى.

          د دې زلمي شاعر د شاعري د كوټلي مطالعې وروسته، زه داسې محسوسوم لكه دغه زلمى شاعر چې د ژوند په يو لغړ او بې حسه بازار كښې يوازي حق حيران ولاړ وي. چرته چې بنيادم صرف او صرف د انسان د شهيدو ارمانونو اوآرزوګانو تماشه كولى شي. چرته چې د وحشت او دهشت له ويرې يوڅوك په آزادۍ له خپلې سائې سره هم نشي هم كلام كېدى. چرته چې انساني ارواوي صرف او صرف د كرب او اذيت سوي سوي چيغې اوري. چرته چې مځكه چيغې او بغارې وهي او د اسمان له سترګو د وينو اوښكي راڅڅېږي. هو! هغه په يوه داسې بې حسه دنيا كښې راګېر او راايسار دى. چرته چې هره سايه خپل وجود ته د شك په نظر ګوري. يوې سائې ته هم د خپلو خوبونو رومان او خيالي جنت تر لرې لرې نه ښكاري. د هغه په ذهن كښې د ډرون حملو، ميزائيلونو او بمونو ناروا درزا او شور دى. خو د دې باوجود هغه د دې خاك، او د دې خاك د اوسېدونكيو لپاره د خپلو لاسونو كاڼي پورته كړي دي. او يوه داسې دُعا غواړي. چې د قبوليت امكان ئې په دغه بې حسه پېړۍ كښې هيڅ امكان نه لري. د كومې پېړۍ حكمراني چې د امريكې د مصنوعي خدايانو په برخه ده. له دې هر څه په پرته هم، هغه مسلسل د دې خاك او ددې خاك د اوسېدونكيو لپاره  دُعا غواړي. حقيقت دا، چې هغه په دې حقيقت رسېدلى دى. چې د هغه د لفظونو وسله، د يويشتمې پېړۍ د بمونو او ميزائيلونو په مقابل كښې دومره طاقتور نه ده. ولي چې د هغه تر شعور دغې پېړۍ بې حسي زياته زوروره ده. خو بياهم، هغه په ډېر هوس د ژوند د اجتماعي حسن او سوكالۍ انتظار په داسې عقيدت كوي. لكه يو عاشق چې د خپلې محبوبا انتظار په څومره هوس او عقيدت كوي. هم دغه شان سپېڅلى وقار او سپېڅلى وژن د هغه په شعر كښې قاري په شدت سره محسوسولى شي. او په دغه شاعري كښې قاري د دې زلمي شاعر په حسي تجربو كښې د يوه وېرېدلى سړي د خاموش احتجاج شور هم اورېدلى شي. د يو داسې دنيا استوګن له مونږ سره پخپله ستومانه ژبه كښې هم دغسې خبري كولى شي.

ډك  چې د ښائست دى، هغه باب خلګو شلولى دى

ژونده! ستا له څانګو نه ګلاب خلګو شلولى دى

دې تنكي لاسونواوس د اور بيرغ نيولى دى

دې تنكي لاسونو نه كتاب خلګو شلولى دى

د خاموشۍ د ښتو كښې ګرځي، لېوني چې نه شې

شور نه د لرې تښتېدلو شور دي وا نورېدو

توره كوټه وه ذهن، څرك پكښې هيڅ لمر نه واهه

ما دېوالونو سره برناحقه سر نه واهه

بهر عكسونه راوتلي، تماشې موكوي

او په هيندارو كښي د هر چا نه خپل ځان پاتې دى

د تيارو په لباسونو كښې راپټ دى

يو سړى د څراغونو نه بېزار دى

          زما په شخصي فكر د دې زلمي شاعر شاعري ځانله خپله يوه فطري بڼه لري. ځكه د Apealing Poetryګمان ورباندې كول به مبالغه نه وي. كه چرته د ذكر شوي شعرونو په تورو يو نظر واچوو. نو داسې ښكاري. لكه شاعر چې دا توري د تخئيل د ژبې نه راچوړ كړي وي. دغه رنګه كه د دې شعرونو څخه ځيني ټكړې راواخلو، نو هم د شاعري لذت پكښې لوستونكي په شدت سره محسوسولى شي. لكه

د اور بيرغ

د ژوند د څانګې نه ګلاب شکول

بهر د عكسونه راوتل

توره كوټه وه ذهن

شور نه د لري تښتېدلو شور

          دغه رنګه د اتل افغان په شاعري كښې مونږ دفطرت څخه مستعار كنائې او علامتونه را برسېره كولى شو. له دې سره سره د دې ځوان شاعر په شاعري كښي اميجري، پيكر تراشي د  نويو نويو رديفونو او تراكيبو فطري استعمال ځانله خپل قدر او اهميت لري. دا حقيقت پخپل ځاى مسلم دى. چې كله چې موږ د دې روشن فكر شاعر شاعري لؤلو. نو كله كله لوستونكي داسې محسوسوي. لكه زموږ دنيا چې يوه ورانه اور ويجاړه خانقاه وي. او د دغې مقدسې خانقاه يوه لويه برخه چې د تاريخ د جبر او بې حسي تر تسلط لاندې وي. هو! دا د نړۍ  هغه بد بخته او سپېره برخه ده. چې په دنيا كښي د دريمې دنيا په نامه خپل نوم او تشخص لري. يو اديب يا د انشور و داسې دنيا ته وېرېدلې دنيا يا په بله معنا د دارالاوهام نوم هم وركولى شي. ښكاره خبره ده. چې دغه زلمى شاعر هم د هم دغې ستړي ستومانه او زپلې دنيا په غېږه كښې د ژوند ورځې او شپې صبا كوي. ظاهره ده. چې د داسې دنيا اوسېدونكې اديبان او شاعران ځانله خپل رجحانات او احساسات لري. كه چرته مونږ د دريمې دنيا د بېلا بېلو ملكونو د شاعرانو شاعري ولؤلو. نو د دوئ په شاعري كښې د شعور د آزادۍ لپاره جنګ، د نه ختمېدنكي ويرې او خوف چيغې او بغاري او د مزاحمت شور مونږ صفا اورېدلى شو. او له دې سره سره له دريمې دنيا سره د سپر طاقتونو د ظلم او جبر د مكروه روئې په ضد يو واضح رد عمل په دغه شاعري كښي له ورايه ښكاري. هم دغسې احساسات او جذبات د دريمې دنيا د شاعري حسن او جمال دى. ولي چې د دې معروضي حقيقت څخه څوك انكار كولى شي؟ چې د دغې دنيا په اكثره وطنونو كښې د انساني وينو رودونه بهېدلي دي. نو ځكه د آزادۍ لپاره جنګ د دغو سيمو د ليكوالو اولنۍ ترجيح ده. په هم دغه تناظر كښې د  دغې شاعري كوټلې مطالعه په ښه شان كېدى شي. د اتل افغان د وطن كاڼى كاڼى، دېوالونه او كوڅې هم د وخت د جبر په اساس په وينو سرې دي. شايد ځكه هغه و خپل قام ته داسې ګويان دى

چې ستا له اوښكو ملغلري جوړو لاى نشم

څنګه شاعر يم چې سندرې جوړولاى نشم

تا ته چې ډالۍوي نو پكار د ملغلرو وي

ما سره نور څه وي خو يو هار د ملغلرو وي

          اتل افغان په اصل كښې د ظلم او جبر د دې تورې اور مكروهه روئې په ضد خپل احساسات په علامتي بڼه كښې پخپلې شاعري كښې ځاى كړي دي. او هغه دا غواړي چې د مايوسۍ او محرومۍ ښكار خلګ په دې حقيقت باندې آګاه كړي. چې دوئ د مرګ له لاسه د مرګ شومه نه دي ګرځېدلي. بلكې دې خونخوار ژوند د دوئ د فنا كولو اسباب برابر كړي دي. په داسې صورت حال كښې د آزادۍ بيرغ اوچتول اوس د دې سيمې په خلګو باندي فرض شوي دي. دلته مرګ نه بلكې د مرګ سايه په دغه سيمه كښې د دوك ، شكست او محرومۍ تخم كري. د دې مخنيوى په يوه صورت كښې ممكن دى. چې د دغې سيمې اجتماعي ضمير راويښ كړ لاى شي. ځكه هغه وائي

          دغه منظر نه خو تصوير مكمل نه راوزي

خوب چې نيمګړى وي تعبير مكمل نه راوزي

زما مرۍ د مصلحت خپسې و نيوله

خولې نه مې چيغې د ضمير مكمل نه راوزي

خرڅ پكښې د ډېرو زرپرستو ايمانونه شي

ګرم چې په هر ځاى كښې بازار ملغلرو وي

پروت چې ئې تر عمره ، نقش د ذهن په چوكاټ كښې وي

داسې آئينه د خپل تصوير د پاره و ټاكه

          دغه زلمى شاعر چې په څنګه غېر يقيني حالاتو كښې ژوند كوي. او هغه په دې حقيقت رسېدلى دى. چې د نائن الېون ډرامې د دريمې دنيا سره داسې ناروا لوبه وكړه . چې د دغې سيمې ټولنې ئې په ژوند و وژلې. ښكاره خبره ده چې هغه د يوې وېرېدلي ټولني او سېدونكى دى. د پښتو متل دى. چې “شودو سېځلى مستې پوكي”  ځكه دغه وېرېدلى شاعر نه يوازي له تيارو وار خطا ښكاري. بلكې په هغه خو يو داسې ناروا خوف مسلط دى. چې رڼاګانو ته هم د شك په نظر ګوري. ځكه وائي

          د تيارو په لباسونو كښې را پټ دى

يو سړى د څراغونو نه بېزار دى

           په مجموعي لحاظ دغې شاعري پخپله لمن كښې د دغې ټولني لپاره د تجديدِ حيات فلسفه او نظريه خوندي كړې ده. يا دا د دغې ټولنې د دوك او دړد سندري اوزمزې دي. او په بله معنا دغه شاعري د دغې ستړي ستوماني او ژپلي ټولنې دنفسياتي كېفيت يوه داسې خاكه ده. چې شاعر پكښې د دغې سيمې د دړدونو او آسوېليو نښاندهي په بلا هنر او كمال كړې ده. لاكن د دې طاري خوف باوجود، هغه په بلا هوس د يوه روڼ صباؤن انتظار كوي، كه دا ووايو. چې دغه شاعري د سپېڅلو احساساتو يوه سپېڅلې دنيا معلوميږي. نو مبالغه به نه وي كه يو طرف ته دغه شاعري پخپله لمن كښې معياري شعرونه لري. نو بل طرف ته له عاميانه شعرونو څخه هم دغه شاعري محرومه نه ښكاري. زه حيرت په دې وړې يم. چې يو ښه شاعر آخر د خپلې مجموعې كوټلى انتخاب ولي نه كوي؟ خو له دې په پرته هم، اتل افغان چې د ښه شعر وئيلو كومه تنده لري. دغه تنده هغه صبا د ښو شاعرانو په قطار كښې درولى شي. او زما دا يقين دى. چې هغه به زما په توقعاتو باندې پوره خيزي. خو د دې دپاره شرط دا دى چې هغه پخپله لار باندې د تللو كلكه اراده وكړي. لكه

داسړى به څرنګه حيران په سمندر كښې وي

ماته چې كشتۍ وي او طوفان په سمندر كښې وي

كله چې نظام د ژوندانه تكميل ته ورسي

هلته به دا غرونه هم روان په سمندر كښې وي

داسي قيصه ده، په تكميل ئې زمانې واوښتې

داسې موضوع ده چې تحرير مكمل نه راوزي

زما د وهم تجسس ئې برقرار ساتلى

د حجابونو نه مي پير مكمل نه راوزي

تا په دې خوږو زهرو دنيا اموخته كړې ده

تاسره لاسونو كښې انګار د ملغلرو وي

دلته څوك د غرۀ كاڼي د خرڅ لپاره نه راوړي

هر سړى دې ښار كښي خريدار د ملغلرو وي

لمر چې سحر كښې داختلو شور دي وانورېدو

د تيارو زړه ئې وڅيرلو شور دي وانورېدو

زما په شخصي فكر، د يو تخليق كار ذهني او روحاني الوت آزاد او خود مكتفي وي. د قيدو بند حدونه، سرحدونه او دېوالونه د هغه د خوب او خيال د لارې دېوال نه شې جوړېدى. د شاعر ذات خو د سمندر و شاته د هغه پټ خلي طوفان په څېر وي. چې د غېر يقيني صورت حال، له كرب او اذيت سره ناببره مخامخ كېدى شي. كټ مټ په هم دغه ردّعمل كښې دهغه د ذات قيصه د دړدېدلو او خوږمنو سندرو په صورت كښې زمزمه شي. يو شاعر چې د وحشت او دهشت څخه چرته ليري، د وريځوپه جونګړه كښې، د دغې سيمې د خوارۀ وارۀ خوف په سوب مېشته وي. او په ويښه د يو نوي كائينات لېوني خوبونه ګوري د هم دغسې يو لېوني شاعر شاعري زما مخې ته پرته ده.

          په يوه داسې ټولنه كښې ژوند كول، چرته چې ارواوې د وحشت له ډاره د هوا په ستومانو اوږو باندې سورې وي. چرته چې ژوند د بې معنا او بې تعبيره خوبونو په څېر هيڅ قدروقيمت نه لري. چرته چې په يوه بد بخته خاوره باندې د راتلونكيو لمحو لپاره، په ولاړو دېوالونو كښې د بنيادم د فرار لپاره يوه دروازه نه وي. چرته چې خلګ صرف او صرف د نېستۍ او عدم، ناروا چيغې او بغاري اوري. چرته چې د وخت جبر د محبت د هر مؤذن شونډي يو مخ ګنډلي وي. او د يو داسې كلي استوګن، چرته چې بې زباني او خاموشي خپلي پخې كډې اړولي وي. چرته چې يو سړى په دې كلي كښې د مسلسل اوسېدلو باوجود هم د دې كلي اوسېدونكى نه معلوميږي. يو داسې پټ خلي باغي ته موږ د Out sider نه علاوه بله كومه نامه وركولى شو. ځكه چې هغه په ټولنه كښې د پاته كېدلو باوجود خپل ځان د كاميو غوندي تنها او يوازي ګڼي. په داسې غير يقيني صورت حال كښې چرته چې د زندګۍ نه فرار هم هيڅ امكان نه لري. هلته يو باغي د خود كلامۍ نه سېوا بله كو مه لار خپلولى هم نه شي. كه دلته زه دا اووايم. چې دغه شعري مجموعه صرف د يو چا د زړۀ اسوېلي نه دي. بلكې د يو Out Sider د زندګۍ يوه نه هېروونكې ابدي نوحه ده. يا دا د يو حساس باغي د زندګۍ يو تريخ داستان دى. نو مبالغه به نه وي. هو! دغه شاعري زما په شخصي فكر د يو داسې باغي  د داخل او خارج د بحرانونو مرقع ده. څوك چې له دې بې حسې ټولنې څخه نه يوازي مرور ښكاري. بلكې د بېزارۍ اعلان هم برملا كوي.

           اوس سوال دا پيدا كيږي. چې يو Out sider چې كله شاعر جوړ شي نو بيا هغه څنګه خپل شاعرانه بصيرت پخپله ځانګړې ژبه كښې له ادب لوستونكيو سره شريكوي؟ آيا د هغه فلسفيانه، فرضي او خيالي تاويلات د دغې زندګۍ ترجماني او نمائندګي كوي.؟ يا د دغه عصر منظر نامه وړاندې كوي؟ په كوم كښې چې مونږ د خپل ژوند ورځې او شپې صبا كوؤ. زما په فكر په دغه شاعري كښې د عصري تقاضو شور او غوغا هم مونږ اورېدلى شو. او د نوي شاعري د روايت سره اشنائي هم پكښې له ورايه ښكاري. په دغه شاعري كښې د جديد شعري روايت او احساس څومره شور او هنكامه مونږ محسوسولى شو؟ د دې حقيقت انكشاف د دغې مجموعې د كوټلي مطالعې وروسته ممكن دى. يو Out Sider باغي په ټولنه كښې د پاته كېدلو باوجود، له خپلې ټولنې څخه څومره ليري وي؟ د دې سوال ځواب موږ په دغه شعري ټولګه كښې تر لاسه كولاى شو.

اى د هوا مريده! ماسره به لوظ كوې

ته به د بل څراغ رڼا باندې څادر غوړوې

ډېر رژېدلي ګلان شته، د دې منظر نه پنا

دا خو فرېب دى، د نظر بازار دى پام به كوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *