محب الله آرمل

خان لالا ښوونځی نه دی لوستي او نږدې نيم عمر يې په ايران کې په خوارۍ تېر دی، دی اوس د اته، نهه دېرش کلونو سړی دی، بېيه يې مناسب ده، دايم چپلکې په پښو کوي او يو په بل پرتې ګوتې يې له ورايه پکې معلوميږي، څو کاله وړاندې چې په کليو کې موټر، موټرسايکلونه او بايسکېلونه نه وو ، ده له ايرانه يو دوميله چينايي بايسکېل را وستی و، چې د منګلو تر ششپای هم ډولي وو او کارته پورته به يې چکر پرې وهل، د خان لالا بل ورور چاغ سړی دی، نږد اووه آته کاله وړاندې د کابل پوهنتون له پښتو ادبياتو فارغ شو، دی په ادبياتو کې چندان تکړه نه وو، نو خپلوان يې چې د وردګو په عامه روغتيا کې لوی سړی و دی يي په يو کلنيک کې چې د جلګې په تنګي سيدان سيمه کې موقعيت لري مقرر کړ، دی عبدالله نوميږي، عبدالله له يو کال دندې اجرا کولو وروسته زموږ په کلي چنګه کې يو درملتون خلاص کړ، پدې درملتون کې يو فارمېسېس هم ور سره شريک وو اکثره وخت به دوی دواړه پکې ناست وو. خو اوس اوس عبدالله چې ځان په طب کې ورته کمزوری ښکارېده له چنګې او کلينيک دواړو کډه شو په کابل کې شخصي ډاکټري وايي خدای وکړه په پوهه ترې فارغ شي.

د عبدالله ملک زاده په درملتون کې د ده شريک اوس هم ناست وي، ښه سړی دی په درملو پوهيږي، خو اکثره دواګانې يې اکسپاير دي، چې زموږ د وطن نالوستي کسان نه پرې پوهېږي، خو ! بده لا داده چې اوس کله ناکله خان لالا هم ډاکټري کوي، د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې چې ډاکټر نه وي نو په درملتون کې خان لالا ناست وي، خان لالا جالب سړی دی، چې ورشې فکر به وکړې چې سم بقراط دی خو الف ته ډانګ او بې ته ټوکرۍ وايي. يوه جمع زه ورغلم ما وې : خان لالا يو پاکټ پراستامول او يوه د ماشومانو شامپو را که، دواړه يې په بيړه را واخستل، ماوې څو پيسې شوې، اتيامې واورېدل جېب ته مې لاس کړ سلګون مې ورکړ.

ورخلاص شو يو طالب چې تور پټکی يې تړلی و راغی، خان لالا ته يي وويل ګوشپاکون مې پکار دي ، خان لالا ورته وويل ګوشپاکون نشته خو يو ډول چکک شته چې د غوږړنو چرک ته ټک پتری دی اوس ټول خلک همدا وړي، طالب د غوږ چکک ترې واخست .

ــ ماته يې لا شل ماتې نه وې راکړې چې يو بل کس راغی يوه نسخه يې راوړه په نسخه کې باسکوپان او اېماکسېل تابليتونه او کپسول ليکل شوي وو، خو خان لالا بروفين او اموکيسلين ورکړل، ما وې خان لالا دوا دې غلته ورکړه؟

ــ ده وې نده غلته دا د ډاکټر حبيب الرحمن نسخه ده [ ډاکټر حبيب الرحمن د غاښو ډاکټر دی ] هغه دايم همدا ګولي ورته ليکي.خبره يې نوره هم اوږده کړه : ګوره خالده! يو د چا په کار کې کار مه لره پرېږده فروپين ورکوم او که هر څه ستايې څه ! پوهېدم چې خبره به وروانه شي نرم ترې راووتم.

دا پرځای پرېږده چې اوس دوکانداران هم درمل پلوري (د ړندو په ښار کې د يوې سترګې څښتن باچا دی) موږ لا هم د پوهې او طبابت اهميت ندی پېژندلی، موږ لاهم د عادي ناروغيو د درملنې په موخه له هېواده بهر ځو، موږ د ښځو په تعليم شرميږو خو د ښځو تداوي د نارينه ډاکټرانو لخوا بده نه بولو، موږ چې يو څه زده کړو دومره غرق پکې لاړ شو چې آن د فرهنګ برخه مو وګرځي، مګر نور دايم د نوښت په حال کې دي، دلته د عامې روغتيا وزارت څلورسوه پنځوس مشاورين لري خو د لسو ناروغيو په درملنه نه توانيږي… او دلته ډېر خان لالا ګان شته چې ډاکټري کوي زه خو وايم چې بايد ددې فرهنګ د خورېدو مخه ونيسو او هر کار په هغه چا وکړو چې مسلک يې وي يا لږ تر لږه پرې وپوهېږي .

طيب په لرغوني يونان کې د لوی علم په توګه پېژندل کېده له نن څخه قابو دوه زره څلور سوه کاله وړاندې بقراط د دې علم په هکله ځينې نظریي وړاندې او د طب بنسټ يې کېښود ، دطب پلار بقراط دی. طب په مصر کې هم اوږده مخينه لري په پخواني مصر کې هم طب يو هغه علم وو چې خلکو ګومان کاوه چې تر ټولو بهتر علم همدا دی، په مصر او يونان کې هغه وخت هم د ډاکټرانو زيات درناوی کېده، چې دا دود تر اوسه پورې او آن په ټوله نړۍ کې شتون لري . خو زموږ په هېواد کې نه د ډاکټر او ماکټر تر منځ توپير شته او نه څوک دا مني چې ډاکټري د چا کار دی.

د ځينو آثارو او معلومات پر بنسټ خو طب تر يونان وړاندې په مصر کې منځ ته راغلی، کله چې په مصر کې جلي خدايان يا فرعونان مسلط وو نو دوی لومړيتوب طب ته ورکړی و. له مېلاد نه کابو ديارلس سوه کاله وړاندې د دارالحيات په نوم ښونځی چې طبي زدکړې پکې کېدې پخوانيو مصريانو رغولی وو، تر دې ښونځي اکثره فارغ کسان پدې توانېدل چې د ځينو نارغيو تر څنګ يو شمېر عملياتونه هم وکړي چې له هغې جملې د کوپړۍ سوري کول د بېلګې په ډول يادولی شو .

طب له کوم وخت نه چې منځ ته راغلی تر نن پورې د نوښت په حال کې دی، هره ورځ نوي مرضونه پيدا کيږي او د علاج لپاره يې نوو څېړنو او تازه درملو ته اړتيا ده، همدا وجه ده چې يو ډاکټر نشي کولی د طب په بېلابېلو څانګو کې ځان کمال ته ورسوي. مګر زموږ په ملک کې داسې نده، له طب پوهنځي فارغ کس ته دا جواز ورکول کيږي، درمل وپلوري، د ستوني، غوږنو، سترګو، اطفالو … دا خېلې او نورو ډول ډول ناروغانو درملنه وکړي.

د بي بي سي راډيو د يوه راپور په بنسټ په افغانستان کې تر بل هر ناورين زيات کسان بې کيفيت او وخت تېره درملو، کم تجربه او بې سواده ډاکټرانو او پدې برخه د هر چا لاسوهنې او بې ځايه طبابت وژني، ورپسې په جګړو، چاودنو… او انتحاري حملو کې د مرګ ګراف لوړ دی، په درېيمه درجه بيا د ترافيکي پېښو د قربانيانو شمېر زيات دی .

يو ځای مې لوستي وو چې د علومو په درېيو څانګو کې بايده تر ګردو فعال او لايق کسان ونيول شي چې هغه درې څانګې يو طبابت دی، بل قضاوت او درېيمه يې تعليم او تربيه ده. که مو ډاکټران بې سواده وي ژوند به له لاسه ورکوو او يابه له رنځونو کړيږو جوړېږو به نه. که قاضيان تش بوتل وي حق ناحقه به وژل کېږو، په دار کېږو او بنديانېږو به. او که مو معلمان بې سواده وي وطن به تل وران او ويجاړ وي لکه دا دی چې .

پای

۱۳۹۳-۱۱-۲۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *