کندهار افغانستان- نن ماځير مهال د کندهار ښار په نوې عينو مېنه کي يو زوړ ماين چي د اټکل له مخي د روسانو د مهال راهيسي په مځکه کې ښخ پاته سوی او نن چاودلی چي له کبله يې يو تن عام وګړی شهيد او دوه تنه نور زخميان سوي دي.

عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ لور ته پورت يو نوی عصري او پرمختللی ښارګوټی دی چي د کندهار ښار ډېری عام خلک د مېلي او تفريح په موخه ورځي، ياد درې تنه هم ميله وال ول چي د لوبې پر مهال ورباندې د روسانو له وخت راهيسي د ښخ پاتي سوي ماين چاودني له امله يو تن شهيد سوی او دوه تنه نور ټپيان سوي چي ټول عام خلک ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *