راشد نور
۲۹ کلنه اتيکا چې اصلي نوم يې (ډيسمن اموپا) و د نېويارک ښار اوسيدونکی و. دی د (نينټېنډو) د ګيمونو د مشاهدې او پر ګېمونو د بحث او معلوماتو د خپرولو له کبله په ټولنيز رسنيو کې ډير مشهور شوی و. اتيکا به هغه ګيم چې نوی به بازار ته وړاندې شوی و ليده او په اړه به يې خپل نظر د ټولنيزو رسنيو له لارې له خلکو سره شريکول.
اتيکا په همدې مهارت په ټويټر کې ۳۲۱۰۰۰ او په انسټاګرام کې ۲۵۲۰۰۰څارونکي را جلب کړي ول.
د هغه د يوټيوب چينل چې شاوخو ۸۰۰ زرو کسانو سبسکرايب کړی و څه موده وړاندې له منځه يوړل شو او نوي هغه يې هم زرګونه څارونکي درلود.
په ټولنيز راسنيو کې د اتيکا څارونکي هغه مهال حيښ شول چې اتيکا په خپله ورستي ويډيو کې په رواني ناروغيو د اخته کيدو خبره وکړه او د ځان وژني زيګنال يې ورکړ.
اتيکا دا ويډيو د جون مياشتې په نهمه نېټه د (زه بخښنه غواړم) تر عنوان لاندې ماښام نا وخته خپور، په ويډيو کې ښکاري چې اتيکا د نېويارک ښار په يوه کوڅه کې قدم وهي او ورسره له خلکو بخښنه غواړي. اتيکا زياتوي چې له سختو رواني ستونزو کړيږي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ټولنيزو رسنيو له کارولو سره ډيره پاملرنه وکړي.
دی وايي « ټولنيزو رسنيو خراب کړلم »
د دې ويډيو اصلي بڼه د يوټيوب د ادارې له لورې له منځه وړل شوې ده مګر کاپې يې د يوټيوب د نورو کاروونکو لخوا بيا بيا خپره شوې ده.
پوليسو ته شپږ ورځې وړاندې د اتيکا د لادرکه کيدو خبر ورکړل شوی و مګر پوليسو د تېرې دوشنبې په ورځ د اتيکا جسد په منهاتن کې پيدا کړ.
د اتيکا ملګرو، مينوالو او د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو د هغه په مرګ خواشني څرګنده کړې، د هغه روح ته يې دعاګانې کړي او هغه يې يو ښه انسان بللی دی.