د پکتيا آريوب ځاځيو ولسوالۍ د روکيان په سيمه کې د روکيان  په نوم يوه ليسه ده، چې د سيمې په زرګونو تنه زده کوونکې پکې خپلې زده کړې پر مخ وړي، (روکيان ليسه) په ټول آريوب کې د يو ښه نوم درلودونکې لېسه ده، نوموړې لېسه هغه وخت لا زياته مشهوره او د سيمي دپام وړ وګرځيده، چې په ۱۳۹۰ کال کې يې د دوولسم ټولګې ټول زده کوونکې چې شمير يې شپاړس تنو ته رسيدو، د کانکور په ازموينه کې بريالي شول، چې اوس د هيواد او ځينې د هيواد څخه دباندې خپلې لوړې زده کړې پر مخ وړي .

د روکيان لېسې له هغه راهيسي ډېر پرمختګ کړی، چې يو ځوان او د لوړ احساس درلودونکی کس ښاغلی (عجب خان عابد) يې د مدير په توګه ټاکل شوی دی، ښاغلي عجب خان عابد ددې لېسې د زده کوونکو لپاره له ځينو داسې لارو چارو کار اخيستی، چې دده  د دندې پر خلاف دي؛ خو ده د يوازې د زده کوونکو د سويې لوړولو ته پام کړی، چې له دغو څخه يوه يې هم چې کله د مسلکي ښوونکو کمی رامنځته شو؛ نو د دوولسم ټولګي ټول زده کوونکې يې کابل او نورو ولايتونو ته د کانکور د امادګۍ لپاره ولېږل، د نوموړي مدير همدا هڅې وې چې ټول فارغان يې په کانکور کې بريالي شول .

 په دې تېرو څو کلونو کې د روکيان لېسې ته سختې دردوونکې ستونزې هم ورپېښې شوي دي، دوه تنکې زده کوونکې يې د امريکايانو په يوې بې رحمه بمبارۍ کې ټوټه ټوټه شول او له دې ورسته يې درې کسه ملازمان د طالبانو له خوا وتښتول شول او له سختو سکنجو وروسته د جاسوسۍ په تور ووژل شول . له دې پېښې وروسته نوموړې لېسه د پاڼ او پړانګ تر منځ ګېره شوه، تر څه وخته وتړل شوه، زده کوونکې يې وويرېدل او کورنيو هم خپل ماشومان له وېرې له له لېسې منعه کړل، ځينو ښوونکو  هم له وېرې خپله دنده پرېښوده او له وېرې له سيمي کډه شول؛  خو د ښاغلي عجب خان عابد هڅې او کوښښونه وو، مشران او سپين ږيري يې راغونډ کړي، په طالبانو پسې تنګي پر تنګي ګرځيدلي او حکومت ته يې هم خپل سپيناوی کړی، ولس يې ډاډه کړی او بيرته يې لېسه د زده کوونکو پر مخ پرانيستي ده.

په آريوب ځاځيو کې روکيان او شا وخوا سيمي داسې سيمي دي، چې تر ټولو نا امنه بلل کېږي، لوړ غرونه، په لسګونو درې، ازرې او د لوګر نورو نا امنه ولسواليو ته ترې تللې خامې لارې او سړکونه ددې لامل شوی،  چې دا سيمه د حکومت له ولکې وکاږي او د طالبانو په مرکز بدله شی .

ښاغلی عجب خان عابد يوداسې کس دی، چې دا لیسه يې هيڅکله هم بنديدو او تړل کيدو ته نه ده پري ايښې، که  ښوونکو خپلې دندې له وېرې پرې ايښي دي؛ خو عابد صاحب بېرته راوستي ددې او د طالبانو له لورې يې ډاډ ورکړی او يا يې پر ځای نور ښونکي راوستي دي . د مشرانو يوه جرګه يې جوړه کړې، چې هغه په هر ستونزمن حالت کې پر خپلو خبرو او پرېکړو تر ټولو پيچلې مسئلې هم حل کولی شي؛ نو همدا لامل دی چې د روکيان لېسه په دې نا امنه سيمه کې لکه د لمر په څېر پر سيمې خپلې وړانګې خپرې کړي دي .

ښاغلی عجب خان عابد وايې : چې هر مدير که زما له لارو چارو څخه کار واخلی؛ نو که هغه هر څومره نا امنه سيمه هم وي ، لېسې او ښوونځي به پکې بند نه شي .

په دې سيمه کې چې د حکومت هيڅ واک پرې نه چلېږي او د طالبانو د ټوپک سيوری پرې خپور دی، دداسې يوې لېسې پاتې کيدل، د حيرانتيا وړخبره ده، چې کله زده کوونکي په شنه اسماني رنګه لباس کې د لېسې پر لور ځي، نو د سړي په زړه کې تېرېږي، چې که هر څومره ددې سيمي پر هسک د بارودو تور څادر خپور دي؛  خو نوموړي زده کوونکې به لکه ستورې ددې تورتم پرده وڅيري او خلکو ته به د روښانه راتلونکې ډاډ ورکړي .

د ښاغلي عجب خان عابد دې ډول زړورتوب او د سيمې لپاره د پوهنې په ډګر کې دده له زړه هڅې هيڅ د هيرولو نه دي، د ځاځي بابا ادبي ټولنه چې د آريوب يوه پيژندل شوې ټولنه ده او په لسګونه ادبي او پوهنيز کتابونه يې خپاره کړي دي او دوې مجلې (آريوب) او (توتکۍ) هم خپروي، شاغلي عجب خان عابد ته د زړورتوب او د په پوهنې په ډګر کې دده د زيار له کبله ستاينليک ورکړی .

که په نورو نا امنه سيمو کې هم د ښاغلي عابد په څير مديران په دندو وګمارل شي او د ولس او خپلواکو ټولنو له لورې ورته پاملرنه وشي؛ نو د ښوونځيو دروازې به هيڅکله هم بندې نه شي .

4 thoughts on “د يوې جنګځپلې لېسې زړور مدير/ نورالله غازي يار”
  1. غازی صاحب د ستاسی لیکنه به ډیر مدیران دی ته وهڅوی چه د عابد په څیر خدمت ته ملا وتړی دستاسی څخه هم نړی مننه کوو چه د اریوب ارزښتونه په داسی لیکنو ځلانده کوی او نورجرات وربښی.

  2. بلکل غازیارصیب په واقیعت سره دمدیرصیب کارنامی دستایلو ورده
    بس الله دی وکی چی زموژپه سیمه کی
    امن راشی ترسو دتعلیم سویه مو لا پورته شی

    1. دروکیان لیسی مدیرصاحب ته ډالئ
      دخوشحال قدرکه اوس په هیچا نشته پس له مرګه به یی یادکاډیرعالم
      ارمان دبیالیدویی درته پاتی شی دوې لاړشی
      دګل غوندی دورځومیلمانه وی ځینی خلک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *