د يوې ورځې ښاروال په نوم دغه سیالي چي د کندهار ښاروالۍ له خوا د دې ولايت په کچه د بېلابېلو دولتي او شخصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو ترمنځ جوړه سوي وه شاوخوا ۶۰ زدکوونکو پکښي برخه درلوده چې د رفیع الله په نوم یو ۱۶ کلن هلک په کښي لومړي مقام وګټي.
تنکی رفیع الله په شېرزي انسټيټيوټ کې د انګليسي ژبې او کمپيوټر زدکړه کوي او د دې ترڅنګ د (میرویس نیکه لیسې ) د لسم ټولګي زدکوونکی هم دی. ده د دې مقام تر خپلولو وروسته وويل چې پر ځان يې باور درلود ځکه يې ټول سيالان تر شا پرېښوول او زياته يې کړه چې په دې برخه کې د ياد انسټيټيوټ استادانو په کافي اندازه زيار ورسره ايستلی دی. ده د خپلې بريا راز داسې ووايه: (د ښاروالۍ د دندو او مسووليتونو په اړه مې مختلف مواد مطالعه کړل او ضمناً د استاد تشويق او کوښښ راسره و ځکه نو پر ځان پوره باوري سوم چې لومړی مقام به ترلاسه کوم.)
په کندهار کې د شېرزي انسټيټيوټ د دفتر مسوول حاجي حبيب الله رحمت هم د تنکي رفیع الله بېسارې وړتيا او زحمتونه وستايل او د دې ترڅنګ يې د انسټيټيوټ نور زدکوونکي هم زيار او زحمت ته وهڅول.
ده له زدکوونکو وغوښتل چې د رفیع الله جان غوندې په درسونو کې کوښښ وکړي او وخت بېځايه له لاسه ورنه کړي. ښاغلي رحمت وويل: (عبدالنافع جان د شېرزي انسټيټيوټ له تکړه وو او بااستعداده شاګردانو څخه دی، او په دې سيالي کې يې هغه څه ترلاسه کړل چې واقعاً يې وړ او لايق و. د انسټيټيوټ له نورو زدکوونکو څخه هم هيله لرم چې خپل ارزښتناک وخت بېځايه تېر نه کړي او په زدکړه سره خپل راتلونکی روښانه کړي ځکه یوازې زدکړه او پوهه ده چې موږ د سيالانو سيال جوړولای سی.)
د يادولو وړ ده چې د يوې ورځې ښاروال په نوم دغه سيالي په کندهار کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوه چې لومړی مقام پکښې د کندهار ښار تقریباً ټولو مکتبونو او ښوونيزو مرکزونو په سطحه د شېرزي انسټيټيوټ په برخه شو.