عملي کار مو پیل سو، روغتون ته ولاړو، د جراحي خوني ته ننوتلو، ټول اطاقونه مي وکتل، بيا مريض په مريض وګرځیدم، په عاجل اطاق کي يو ناورغ پروت و، له ناروغ سره د کورنۍ کوم غړی نه و، د ناروغ پر مخ روجايي هواره وه، د مريض خوا ته ورغلم، روجايې مي ځیني پورته کړه، مريض مي سترګو ته ځیر سو، تر اوږدو بڼو لاندي يې په سترګو کي نهيلي، درد ر اوخوټیده، داسي ښکلي او زړه راکښونکې څیره د لومړي ځل لپاره وينم، ايله به په نولسم پسرلي ورګډېدله، د ګلونو په عمر میرمن وه، خو نور وجود يې ټول سوځیدلی و، دريمه درجه سون و، په لیدو يې ډېره زهیره سوم، نرس رامنډي کړې او راته يې وويل:

– په دې ناروغ کار مه لره

– ولې؟

– دا مريض څوک نه لري او خبري هم نه کوي

د دې معصومي او زړه راکښونکي څيرې ځان ته راکښلم، اندېښنه مي ورته پيدا سوه، زه بايد له دې ناروغ نه خبري واورم، هر څنګه چي وي په دې راز باید ځان پوه کړم، د عملي کار په لومړۍ ورځ له يو داسي معما سره مخ سوم چي بايد هر څنګه وي حل يې کړم.

د کار وخت په سوچونو سر ته ورسید، د خپل ښونځي په لور روانه سوم، په دوهمه ورځ بايد بيا روغتون ته ولاړه سم، مريض ته مي ډېره بیړه ده، روغتون ته ولاړم، نیغه د مريض خواته ورغلم، سر ته يې ودرېدم، مخ مي ور لوڅ کړ، په ډېر زهیر نظر يې راته وکتل، ومي پوښتله: – څنګه يې؟

ځواب يې رانه کړ، مخ يې رانه واړوو، له انسان يې کرکه کوله، زه بايد لومړی دغه راز معلوم کړم، خو ونه توانیدم، له اطاقه ووتلم، زړه مي ډېر درد وکړ، زما له هري پوښتني سره به يې سترګي له اوښکو څخه ډکي سوې، دغه ورځ هم تیره سوه، يوه ورځ وروسته بيا راغلم، مريض هم هغسي په خپل بستر پروت دی، دا ځل د اطاق په دروازه کي ورته ودرېدم او غوښتل مي چي بیرته راستنه سم، ناڅاپه يې سترګي راواړولې، د سترګو په اشاره يې وغوښتم، خوا ته ورغلم، راته يې وويل:

– نن به راته ته پانسمان کوې

– ولې نه زه به درته خپله پانسمان وکړم

لږه ډاده سوم چي يوه خبره مي ځیني واورېده، ما هم ورته پانسمان وکړ، حالت يې لږ څه ښه و. خو په ژوند کي يې هيڅ ډول امید نه ليدل کیده، ورځ تیر سوه خو زه په دې ډېره خوشاله وم چي پانسمان ته يې پرېښودم. یو ورځ به راسي چي خبري به هم راسره وکړي او په دغه راز به پوه سم. سبا که څه هم روغتون ته زما د تګ ورځ نه وه، خو له خپل ښونځې نه مي رخصت واخيست او روغتون ته ورغلم، مريض ته مي ځان ورساوه، نن ورځ هم لږ ښه و، ورته مي وويل:

– ماته حال ووايه؟

– په څه غواړې چي پوه سې؟

– غواړم په دې پوه سوم چي ولي درسره څوک نه دي راغلي؟ دلته چا راوستلې؟ او ولي دي خپل ځان وسوځاوه؟

بيا يې سترګې له اوښکو ډکې سوې،ژوره ساه يې واخيسته او ويې ويل:

– تر پلار او کورنۍ مي ته ډېره مهربانه يې.

– نه زه مهربانه نه يم، دا زما وظيفه ده چي ستا خدمت وکړم او پوه سم

– که ځان پوهول غواړې نو غوږ سه، زما يو کال کيږي چي خپله کورنۍ مي د واده په شپه ليدلې او بيا مي نه ده ليدلې.

– ومي ویل، څه علت دی؟

د ناروغي په سترګو کي اوښکي کاڼي سول، خو سلګيو يې د کاڼي زړونه هم چول، ږغ يې ټیټ سو، بيا يې د زړه په زور کیسه پیل کړه:

پلار مي زما له خوښي پرته يو چاته ورکړم، په دې ټولنه کي د پښتنې پیغلې ږغ څوک اوري، هيڅ مي ونه ويل، زما ولور يې ډېر وټاکه، خاوند چي مي له هر ځای نه پيسې پيدا کړي، خو زما پلار ته يې ورکړې. د واده په شپه مي خاوند د پلار سره شخړه وکړه، ورته يې وويل، چي لور دي راباندي خرڅه کړه او نور هيڅ حق نه لرې چي زما کور ته راسې او يا زه درسم، د واده په لومړۍ شپه مي خپل خاوند وليد او له هغې وروسته راباندي ظلمونه شروع سول، کوټه بند يې کړم، هره ناروا او روا کارونه يې راباندي کول، خواښي مي راته ويل چي ته خو دي پلار راباندي خرڅه کړې يې او هغه پيسې درباندي بیرته ګټم. پوره يو کال د دغسی شکنجو لاندي وم، نه ژوندۍ وم او نه مړه سوم.

يوه ورځ له دوی هیره سوه چي کوټه راپسي وتړي، زه هم په بيړه راووتم، تيل مي پر ځان واړول او ځان ته مي اور واچوه، خو الله ته به منظوره نه وه، ژوندۍ يې پرېښودم او تر تا يې راورسولم.

نور يې د خبرو تاب نه درلود سترګي يې ورغلې، خو پر مخ يې روانو اوښکو باوري کولم

چي ژوندۍ ده، روجايي مي پر خوره کړه او مات زړه له خوني راووتلم، سبا مي يې ليدو ته بیړه وه، اطاق ته ورغلم، ګورم خلکو جنازه راروانه کړې ده، په منډه اطاق ته ورننوتم، چپرکټ خالي و، د څنګ مريض يې راته وويل:

– هغه مړه سوه!!!

چي کله هم د هغې چپرکټ ووينم، بې اختياره وژاړم

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *