عملي کار مو پېل شو، روغتون ته ولاړو، د جراحې خونې ته ننوتلو، ټول اطاقونه مې وکتل، بيا مريض په مريض وګرځېدم، په عاجل اطاق کې يو ناورغ پروت و، له ناروغ سره د کورنۍ کوم غړی نه و، د ناروغ پرمخ روجايي هواره وه، د مريض خوا ته ورغلم، روجايې مې ترې پورته کړه، مريض مې سترګو ته ځېر شو، د اوږدو بڼو لاندې يې په سترګو کې نهيلي، درد راوخوټېده، داسې ښکلې او زړه راښکونکې څېره د لومړي ځل لپاره وينم، ايله به په نولسم پسرلي ورګډېدله، د ګلونو په عمر مېرمن وه، خو نور وجود يې ټول سوځېدلی و، دريمه درجه سون و، په لېدو يې ډېره زهېره شوم، نرس رامنډې کړې او راته يې وويل:
– په دې ناروغ کار مه لره.
– ولې؟
– دا مريض څوک نه لري او خبرې هم نه کوي.
د دې معصومې او زړه راښکونکې څېرې ځان ته راکښلم، ورته مې انديښنه پيدا شوه، زه بايد له دې ناروغ نه خبرې واورم، هر څنګه چې وي په دې راز ځان پوه کړم، د عملې کار په لومړۍ ورځ له يو داسې معما سره مخ شوم چې بايد هر څنګه چې وي حل يې کړم.
د کار وخت په سوچونو سر ته ورسېد، د خپل ښوونځي په لور روانه شوم، په دوهمه ورځ بايد بيا روغتون ته ولاړه شم، مريض ته مې ډېره بېړه ده، روغتون ته ولاړم، نېغه د مريض خواته ورغلم، سر ته يې ودرېدم، مخ مې ورته لوڅ کړ، په ډېر زهېر نظر يې راته وکتل، ومې پوښتله:
– څنګه يې؟
ځواب يې رانه کړ، مخ يې رانه واړوو، له انسان يې کرکه کوله، زه بايد لومړی دغه راز معلوم کړم، خو ونه توانېدم، له اطاقه ووتلم، زړه مې ډېر درد وکړ، زما له هرې پوښتنې سره به يې سترګې له اوښکو ډکې شوې، دغه ورځ هم تېره شوه، يوه ورځ وروسته بيا راغلم، مريض هم هغسې په خپل بستر پروت دی، دا ځل د اطاق په دروازه ورته ودريدم او غوښتل مې چې بېرته راستنه شم، ناڅاپه يې سترګې راواړولې، د سترګو په اشاره يې وغوښتم، خوا ته ورغلم، راته ويې ويل:
– نن به راته ته پانسمان کوې.
– ولې نه زه به درته خپله پانسمان وکړم.
لږه ډاده شوم چې يوه خبره مې ترې واورېده، ما هم ورته پانسمان وکړ، حالت يې لږ څه ښه و. خو په ژوند کې يې هيڅ ډول امېد نه ليدل کېده، ورځ تېر شوه خو زه په دې ډېره خوشاله وم چې پانسمان ته يې پرېښودم. ورځ به راشې چې خبرې به هم راسره وکړي او په دغه راز به پوه شم. سبا که څه هم روغتون ته زما د تګ ورځ نه وه خو له خپل ښوونځي نه مې رخصت واخيست او روغتون ته ورغلم، مريض ته مې ځان ورساوه، نن ورځ هم لږ ښه وه، ورته مې وويل:
– ما ته حال ووايه؟
– په څه غواړې چې پوه شې؟
– غواړم په دې پوه شوم چې ولې درسره څوک نه دي راغلي؟ دلته چا راوستلې؟ او ولې دې خپل ځان وسوځاوه؟
بيا يې سترګې له اوښکو ډکې شوې، ژوره ساه يې واخيسته او ويې ويل:
– تر پلار او کورنۍ مې ته ډېره مهربانه يې!
– نه زه مهربانه نه يم، دا زما وظيفه ده چې ستا خدمت وکړم او پوه شم.
– که ځان پوهول غواړې نو غوږ شه، ما يو کال کيږي ما خپله کورنۍ د واده په شپه ليدلې او بيا مې نه ده ليدلې.
– ولې، څه علت دی؟
د ناروغې په سترګو کې اوښکې کاڼي شول، خو سلګيو يې د کاڼي زړونه هم چول، غږ يې ټېټ شو، بيا يې د زړه په زور کېسه پېل کړه:
پلار مې زما له خوښې پرته يو چاته ورکړم، په دې ټولنه کې د پښتنې پېغلې غږ څوک اورٍي، هيڅ مې ونه ويل، زما ولور يې ډېر وټاکه، خاوند چې مې له هر ځای نه پيسې پيدا کړي خو زما پلار ته يې ورکړې. د واده په شپه مې خاوند له پلار سره شخړه وکړه، ورته يې وويل چې لور دې راباندې خرڅه کړه او نور هيڅ حق نه لرې چې زما کور ته راشې او يا زه درشم، د واده په لومړۍ شپه مې خپل خاوند وليد او له هغې وروسته راباندې ظلمونه شروع شول، کوټه بند يې کړم، هره ناروا او روا کارونه يې راباندې کول، خواښې مې راته ويل چې ته دې راباندې پلار خرڅه کړې يې او هغه پيسې درباندې بېرته ګټم. پوره يو کال د دغسې شکنجو لاندې وم. نه ژوندۍ وم او نه مړه.
يوه ورځ له دوی هېره شوه چې کوټه راپسې وتړي، زه هم په بېړه راووتم، تيل مې پر ځان واړول او ځان ته مې اور واچوه، خو الله ته به منظوره نه وه، ژوندۍ يې پرېښودم او تر تا يې راورسولم.
نور يې د خبرو تاب نه لاره سترګې يې ورغلې، خو پر مخ يې روانو اوښکو باوري کولم
چې ژوندۍ ده، روجايې مې پرې خوره کړه او مات زړه له خونې ووتلم، سبا مې يې ليدو ته بېړه وه، اطاق ته ورغلم، ګورم خلکو جنازه راروانه کړې ده، په منډه اطاق ته ورننوتم، چپرکټ خالي و، د څنګ مريض يې راته وويل:
– هغه مړه شوه!!!!
کله چې هم د هغې چپرکټ ووينم، بې اختياره وژاړم.
ډاکټـــره پښتنه اوښکه
iz this was true story?so sad !i am crying 4 my pashton sister,O ALLAH plz help us
واقیعآ دردنکه کیسه وه. الله خو دی داسی جاهله او نااهله پښتانه ډیر ژر لدی دنیا ورک کړی او نور دی خدای بیخی دا مخ هم په خلکو نه وینی.
Very difficult for Human to saw that kind of people but Pahtoon (Patan) this was the Jahalat jahalat in our country