د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٦ ملکي افغانانو وژونکى، امريکايي سرتېرى رابرټ بېلز محاکمه او د پوځي محکمې له خوا په عمري بند محکوم شو.
ده ته دغه سزا پرون د واشنګټن يوې پوځي محکمې واوروه. څارنوالان وايي بېلز چې په کندهار کې تېر په دوو جلا- جلا پېښو کې ملکيان وژل، په دې ښه پوهېده چې څه کوي او څوک وژني.
په خپله د وژل شويو کسانو خپلوانو له دې سزا راضي نه برېښي او ټينګار کوي چې رابرټ بېلز بايد اعدام شي.
رابرټ بېلز د ملکيانو د وژنې په جرم د تېر کال په مارچ مياشت کې اعتراف وکړ، د امريکا د قوانينو له مخې، په دې توګه يې ځان د اعدام له حکم څخه بچ کړ.
تر دې مخکې هم څو ځلې د رابرټ بېلز محاکمه شوې ده، خو وروستى حکم پرون ور واورول شو. دغه ملکيان د کندهار د پنجوايي