شاه صقهزمان د خپل تره زوی د پوست کولو چېغې اورېدلې؛ خو هېڅ یې له لاسه پوره نه و.

د هغه د تره زوی چې په دهنه غوري کې پولیس و، دوه دقیقې وړاندې ورته زنګ وهلی و او د خپل ملګري حال یې ورته ووایه، چې وحشي ټالیبانو ترې د هغه په مخ کې په ژوندوني پوستکی وویست او بیا یې شهید کړ؛

پولیس چې د خپل تره زوی شازمان ته د خپل ملګري سره د ټالبانو د ظلم کیسه کوله، یو دم یې خپله چیغې کړې او بیا شازمان یوازې د خپل تره زوی د پوست کولو له امله چیغې اورېدلې؛ خو نور یې هېڅ په توان کې نه وو.

   په دغه جګړه کې تر دې مهاله ۷ پولیس شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان دي؛ ټالیبانو له پولیسو غوښتلي، چې که تسلیم نه شي لکه د دغو دوه پولیسو په څېر به ترې په ژوندوني پوستکي وباسي.

   نو اوس پوښتنه دا ده، چې ټالیب چې ځان ته د اسلام کوم پوستکی اغوستلی، ایا دغه عمل یې د اسلام دکوم حکم سره سم دی؟

  په دې خو اصلاً خبره نه کوو، چې د نظام خلاف جګړه په اسلام کې کوم حکم لري او پر وړاندې یې جنګېدونکي یاغیان کوم حکم لري، ځکه حدیث شریف دی (من خرج من طاعة الامام و فارق الجماعة مات میتة جاهلیه .څوک چې د امام له اطاعت څخه وځي او جماعت پرېږدي د جاهلیت په حالت کې مري)

   محمد صلی الله علیه وسلم خو د کفارو د ټپي او اسیر جنګي عسکر د نه وژلو هدایات ورکړي، دوی په کوم دلیل یو مسلمان اسیر وژني؟ الله ج فرمايي (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا)) ژباړه: دخداى ج نيک بنده گان خپل خواړه مسکينانو، يتيمانو او اسيرانو ته دالله ج د رضالپاره ورکوي،) یعنې په دې معنا چې وژل خو یې لا پرېږده چې هغوی ته د ډوډۍ ورکوونکي نېک بنده ګان یاد شوي.

  هغه خو په جګړه کې د وژل شوي کافر د مړي مثله کول (د غړو پرېکول) حرام عمل ګڼلی نو دوی په کوم دلیل یو مسلمان ژوندی انسان مثله کوي؟ رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي (ایَّاکُمْ وَالْمُثْلَةَ وَ لَوْ بِالْکَلْبِ الْعَقُورِ) د غړو له پرېکولو ځان وساتۍ که څه هم د لیوني سپي جسد وي. ټول علما په دې متفق دي که دښمن درسره ورته عمل هم کړی وي مسلمانان باید له داسې کار څخه ځان وساتي.

  خو دا یوازې دغه دوه پولیس نه وو، چې د ټالیبانو لخوا له محاصرې وروسته شهیدان شول، بلکې همدا اوس څو پوستې د دغه وحشیانو لخوا محاصره دي، خو ولایتي او مرکزي ادارې غوږوڼه کاڼه اچولي دي.

 د محاصره شوو پولیسو کورنیو او نورو سیمه ییزو خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې که حکومت د خپلو پولیسو د ژغورلو لپاره عملیات نه کوي، دوی ته دې وسلې ورکړي، چې ټالیبان له خپلو سیمو وباسي.

  د سیمې د خلکو د ژوند، مال او عزت ژغورل د حکومت دنده ده او حکومت باید خپلو دندو او مسوولیتونو ته سمه پاملرنه وکړي او دښمن ته په هر ځای پر مناسب وخت ځواب ورکړي؛ خو که خدای مه کړه کیسه همداسې روانه وي، نو ولس به په حکومت نور هم بې باوره شي تر منځ به یې فاصلې لا زیاتي شي، چې بیا په داسې حالاتو کې د ولس له ملاتړ پرته د حکومت ساتل ستونزمن کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *