تاند- د ټاپي پروژې عملي کار نن په هرات کې د دې پروژې د شریکو هیوادونو د مشرانو په ګډون رسماً پرانیستل شو.
په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د کار له پرانستل کېدو سره په یو وخت د نوري فایبر، د ۵۰۰ کیلو ولټي برښنا د انتقال او د رېلارې د جوړېدو پروژې هم افتتاح شوې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، جنوبي او منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له څه باندې یوې پېړۍ وروسته سره نښلول کېږي. «نن د جنوبي اسیا سترګې شمال او مرکزي اسیا ته دي او افغانستان یې د وصل نقطه ده. دا چې د ټاپي پروژه مو په یو کوریډور او د پروژو په لویې بستې بدله کړه، در څخه مننه کوم، دا یوه پروژه نه ده، بلکې یو پرمختیايي کوریډور دی.»
په افتتاحي مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي او د هند په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ایم. جې. اکبر ګډون وکړ.
دا پروژه د افغانستان لپاره خورا زیات اهمیت لري. تر اقتصادي هم د هغې سیاسي او حیثیتي اهمیت ډېر دی.
په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې دومره مهمې پروژې نه وې افتتاح شوې.
د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټه برښنا به پاکستان ته صادره شي.
د ټاپي پروژه به د بري په صورت د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګري او تراتزیت پر څلور لارې د افغانستان د بدلېدو خوب رښتیا کېدو ته ډېر نژدې کړي.
د ټاپي په اړه:
* دا پایپ لاین چې د ترکمنستان له سرحداباد څخه پیل کېږي، له افغانستان او پاکستانه تېرېږي او د هند فاصلکه ښارګي ته رسېږي.
*اوږدوالی یې ۱۸۱۴ کیلو متره دی.
*دا نللیکه ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز لېږدولی شي.
*لګښت یې ۱۰ ملیارد ډالره اټکل شوی، چې زیاته برخه یې اسیايي پراختیايي بانک ورکوي.
*په دې نللیکه کې به د کال ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز لېږدول کېږي چې ۴ به یې هند او همدومره نور پاکستان اخلي. ۵ ملیارد متر مکعبه نور به په افغانستان کې مصرف شي.
* د پایپ لاین د لارې په اوږدو کې پرتو کلیو او ښارونو ته برښنا، ترانسپورتي او نورې اسانتیاوې ورکول کېږي.
*د ټاپي پروژې د کار د پیل لومړني مراسم د ۲۰۱۵ په دسمبر کې د ترکمنستان په خاوره کې جوړ شول خو له هماغه وخته راوروسته پر دې پروژې جدي کار ونه شو.
*وسله والو طالبانو تېر کال ژمنه وکړه چې د ټاپي او نورو ټولګټو پروژو په لار کې خنډ نه جوړوي.
*مخکې د څلور هیوادونو چارواکو ویلي و چې دا پروژه به تر ۲۰۱۹ کال پوري بشپړه شي.