د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پر نللیکې د پانګونې قرارداد پرون /جمعه/ د څلور هیوادونو د چارواکو له لوري په عشق اباد کې لاسلیک شو.

د څلور هیوادونو چارواکو وویل چې دا پروژه به تر ۲۰۱۹ کال پوري بشپړه شي.

دا پایپ لاس ټولټال ۱۸۰۰ کیلومتراوږدوالی لري او ټاکل شوې ده چې په کال کې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز ولېږدوي. له دغو ګازو به ۱۴ ملیارد مکعب ګاز د پاکستان برخه وي.

په ترکمنستان کې د دې پروژې د اجرا په مراسمو کې د څلور هیوادونو چارواکو ګډون وکړ.

د پاکستان له لوري د دغه هیواد د تېلو او طبیعي سرچینو سرپرست وزیر جام کمال خان دا قرارداد لاسلیک کړ.

له بلې خوا اسیايي پراختیايي بانک وايي، هر څومره زیات چې افغان کارګرو ته په دې پروژه کې زیاته برخه ورکړای شي، د دې پروژې امنیت به په هماغه اندازه خوندي وي.

د اسیايي پراختیايي بانک سلاکار پرون /جمعه/ رویټرز اژانس ته وویل چې د امنیتي ستونزو د لرې کولو لپاره باید دا ضمانت وشي چې د دې هېواد خلک او قراردادیان مالي ګټه ترلاسه کولای شيي.

په دې پروژه کې د شاملو هېوادونو استازو تېره اوونۍ موافقه وکړه چې لږترلږه ۲۰۰ میلیون ډالر پر ابتدايي څېړنو او انجینیري کارونو ولګوي.

د اسیا د پراختیايي بانک سلاکار شان او سلیوان ویلي چې د ټاپي پروژه د افغانستان په ډېرو خطرناکو سیمو کې تېرېږي خو که چیرې عملي شي، په ټوله سیمه کې به د همکارۍ یو بې ساری او ستر مثال وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *