دکب ۲۶ مه
د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې دټاکنیزو توکو او ټاکنیزو معلوماتو په اړه په لومړي ځل دعامه پوهاوي ریاست لخوا دوه ورځنی انځوریزنندراتون پرانیستل شو.
دننداتون په اړه د ټاکنو دکمېسیون دارالانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل وویل دټاکنو کمېسیون دتیرو تجربو په ګټې اخیستنې دا ځل راتلوونکو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته دعامه پوهاوي په موخه هراړخیز تدابیر نیولي و چې داځل د افغانستان دشریفو ولسونو دعامه پوهاوي په موخه ۵۱ راډیوګانو،۲۴ تلویزیونو لارې پنځه ویشت بېلابېل پيغامونو، د۸۵۰ بل بورډونو،لس زره پول ساینونو،یومیلیون په شمېر چاپي پاڼو،د۱۹۰ وړیا شمېرې له لارې یومیلیون کسانو سره،په دوه مرحلو کې د۳۰۰۰ مبلغینو له لارې یو لکو پنځوس زرو کسان او دسل ګونو غونډو له لارې دزرګونو کسانو سره دعامه پوهاوي او په ټاکنو کې د ګډون په موخه عامه پوهاوی ورکړل شوې چې دتیر په پرتله دا ارقام دپام وړ دي او موږ نه یوازې په ښارونو بلکې په ولایتونو ، ولسوالیو او کلیو کې دعامه پوهاوي پروګرامونه دسراسري ټاکنو په موخه په لاره اچولي او لا هم په ناامنو سیمو کې د ډاډمن امنیت دنشتوالي له امله زموږ دغه پروسه ټکنۍ وه.
ښاغلي امرخیل امنیتي ستونزې اوس هم دټاکنو دپروسې او دخلکو دسم پوهاوي په توګه دیوې مهمې ننګونې په توګه یادې کړې، خو هیله څرګنده کړه چې درسنیوو، مدني ټولنو،سیاسي حزبونو،نوماندانو،علماو، خویندو، ځوانانو،امنیتي ارګانونو او بالاخره دعام ولس نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کولي شي دغه ملي پروسه تر بریالیوب ورسوو.
دټاکنو دعامه پوهاوي ریس احمدالله ارچیوال په وینا په دغه دوه ورځني نندارتون کې موږ درسنیوو له لارې ولسونو ته دعامه پوهاوي هغه توګي او وسایل ښایو چې دخلکو دپوهاوي په توګه ترې استفاده شوې، ارچیوال د عامه پوهاوي په پلي شوو پروګرامونو کې له رسنیو مننه وکړه چې واقعي پيغامونه یې تر خلکو رسولي او رسوي.
دیادونې وړ ده چې ددغه انځوریز ننداتون څخه دکورنیو او بهرنیو ادارو په سل ګونه کسان لیدنه کوي او په اړه یې معلومات ترلاسه کوي.