د انتخاباتو خپلواک کمیسون

د روان کال دکب په 5مه نېټه چې دټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو  وروستۍ پایلې چې باید هماغه مهال دهېواد دنافذه قوانينوو له مخې د رسنيوو له لارې د افغانستان شريفو ولسونو ته اعلان شوې وای درسنيوو له لارې دټولو جزياتو سره او داوږده ځنډ وروسته اعلان او  هېوادوال يې د خپلو رايو سرنوشت څخه خبر کړ.

که څه هم دټاکنو خپلواک کمېسيون هماغه مهال ولسمشر اشرف غني ته د رسمي باور ليک له مخې د ترلاسه کړو رايو فيصدي او دقيق شمېر د منتخب جمهور ریس په توګه رسمي سند ورکړ، خو هماغه مهال متاسفانه دنوماندانو سياسي جوړجاړي،دکورنیوو او بهرنیوو سیاسي فشارونو او کشمکشونه له مخې د ټاکنو دقيقه پايله د ټولو جزياتو سره د ګټوونکی او بايلوونکی نوماند دترلاسه کړو رايو په  معلوملولو سره بشپړ ارقام دټاکنو کمېسیون اعلان نه کړل او د اساسي قانون خلاف سياسي موافقت نامې ته لومړیتوب ورکړ، چې له مخې  د ولسمشر ترڅنګ اجرایه رياست په نوم ناتجربه شوی پوست رامنځته چې پدې توګه دملي وحدت حکومت په نوم دواړو ټيمونه  دسهامي شرکت په څیر په حکومت کې پنځوس پنځوس سره شريک شول.

که څه هم دټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا دیونیم کال ځنډ وروسته د وروستیوو پایلو ځنډنی اعلان  د قانون اودخلکو پروړاندې کمېسیون د خپل تاریخي مسولیت څخه نه شي مبرا کولی  او بايد هماغه مهال دګڼوسیاسي فشارونو او بهرنیوو مداخلو تر تاثیر لاندې نه وو راغلی، خو نن يوځل بیا د ټاکنو کمېسیون لخوا د وروستیوو پایلو اعلان ثابته کړه چې ګټوونکی او بایلوونکی څوک دی؟د ولس رایوو ته احترام شوی او که په هغې سیاسي قمار وهل شوی؟

همدارنګه دنړیوالې ټولنې مداخلو او د نوماندانو دنامعقوله غوښتنو او نافذه قوانين او لوایح په سل سلنه تفتیش کې ترپښو لاندې کولو وروسته بیا هم پاکې او ناپاکې رایې سره جدا او د ټاکنو اصلي ګټونکی نن هېوادوالو وپیژندلو او دې اعلان ولسونو ته دهغو قدرت طلبو او په واک مینو کسانو څیرې هم په ‌‌‌‌‌‌ډآګه کړې چې د ولس رایوو پرځای یې دبهرنیانو پښو ته ځانونه غورځول او په خپلو ویښتو او ګریوانونو کې لاسونه اچول ترڅو يوازې ځان په واک کې شريک او دملت اراده تر پښو لاندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسونو ته درایوو دمسول ارګان په توګه یې دا ځنډنی اقدام هم دملت او ولسواکۍ په ګټه بولو، دتور او سپين، دحق او باطل ترمنځ دبیلولو او حق حقدار ته سپارلو په موخه یې ملاتړ کوو.

په درنښت

د ملي ثبات ټولنې مشرتابه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *