د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنودوهم پړاو د غبرګولی په ۲۴ پای ته ورسید، د ډیرو ګواښونو سره سره ولس په خورا میړانه په ټاکنو کي برخه واخیسته او د هیواد په ټولو برخو کي ښځو او نرو خپل دینی او ملی مسؤلیت ادا کړ . اوس یو ځل بیا د ټاکنو سرنوشت د ټاکنو د خپلواک کمیسون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون لاس ته پریوت، ولس هیله لري چي دواړه کمیسونونه د دوی رایو ته احترام وکړي او په پوره بیطرفی سره د ټاکڼو پایلی اعلان کړي. د ټاکنو کمیسون باید هیر نکړي چي د ټاکنو په بهیر کي د زمونږ اتلو امنیتي ارګانونو د خپلو سرونو په بیه امنیت ټینګ کړ، زمونږ ګرانو هیواد والو د یو عالم ګواښونو سربیره خپل ځانونه یي د مرګ خولی ته په اچولو سره د رایو د صندوقونو په لور ولاړل او د هیواد په تاریخ کي یي یو نوی باب رقم کړ. د ټاکنو د کمیسون د اټکل په اساس له ۷ ملیونو څخه ډیرو افغانانو خپله رایه وکاروله، ولو که تر اوسه پوری د ټاکنو پایلي نه دي اعلان شوی خو د څارونکو او د کمیسون له منځه خبرونو او دډاکټر عبدالله اعتراف (له رویترز سره مرکه) او دشمال د ټلوالی له وارخطایي داسی ښکاری چي ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی د ۱۳۹۳ کال د ولسمشری ټاکنې په غوڅ اکثریت سره ګټلي دي. که څه هم د ټاکنو د لمړي پړاو په څیر د ټاکنو دوهم پړاو هم له ستونزو او درغلیو سره مل ؤ ولي د ټاکنو په دوهم پړاو کي د درغلیو کچه د تیر په پرتله ټیټه وه چي دا خبره هم د فیفا او هم د اروپایي اتحادیي د څارونکو له لوري تأیید شوه.
د اصلاحاتو او همګرایي ټیم چي رهبري یي د شمالي ټلوالي په لاس کي ده او د ګډوډیو په ایجادولو کي له شلو کلو زیاته تجربه لری یوځل بیاکوښښ کولو څو د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ او د تیر پړاو په څیر دا ځل هم د خپل کاندید په ګټه منظمې درغلۍ ترسره کړي خو دا ځل زمونږ اتل ولس د دوی پلانونه شنډ او خپله اراده یي د خپلو رایو له لاری ثابته کړه.
کله چي په یو هیواد کي ټاکنې ترسره کیږي نو دولتي چارواکي خپله بیطرفی ساتي، دوی نه یواځي په ټاکنو کي مداخله نه کوی بلکه د شفافه او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کي د ټاکنو له کمیسون سره هر راز مرسته او همکاري کوی، ولی په افغانستان کي هرڅه برعکس ؤ، دلته د ولسمشر له لمړي مرستیال (چي دغه چوکي ورته د مارشال فهیم په سقاط کي رسیدلي وه)، د دفاع او بهرنیو چارو له وزیره نیولي د عطانور په شمول ځیني والیانو، ځینو ولسوالانو، د ځینو ولایاتو او ولسواليو په سطحه د امنیي قوماندانانو او حتی د ملی اردو ځینو منسوبینو نه یوازي د اصلاحاتو او همګرایي له ټیمه ملاتړ کاوه بلکه د یاد ټیم په ګټه د مصنوعي نا امنیو په ایجادولو کي هم ښکیل ؤ. د شمال ټلوالی لنډغرو د هیواد په مختلفو سیمو کي د ټاکنو کمیسون کارکونکي، څارونکي او حتی په ځینو سیمو کي ولسی خلک ګواښل او ووهل ترڅو د دوی د کاندید په ګټه رایي وکاروی چي دیادو مواردو ګڼ شمیر تصویري ثبوتونه د هیوادوالو پواسطه د ټولنیزو رسنیو له لاری شریک شوی. یاد ټیم یواځي په پورته مواردو بسیا ونکړه بلکه دوی داسي پلانونه طرح کړي ؤ څو په کابل کي پښتون میشته سیمو ته د ټاکنیزو توکو د لیږد مخه ونیسي او دا دنده د کابل امنیي قوماندان ته سپارل شوی وه چي په دی لړ کي د ولسمشر لمړی مرستیال په نیمه شپه کي د کابل له امنیتی حوزو څخه لیدنه وکړه او د کابل امنیي قوماندانۍ ته ولاړ او له مخکی تیار شوی پلانونه یي بررسی کړل چي په نتیجه کي د کابل ښار پولیسو د ټاکنیزو توکو د لیږد پروسه ډبه کړه او په زرهاؤ پښتانه یي د رایي له حق څخه محرومه کړل. له ټولو په زړه پوری دا وه چي د کابل د امنیي قوماندان کله چي د رسنیزو کمرو مخی ته راغي پرته له کومي پوښتنې یي چیغی کړی چی دا یو ښکاره تقلب دی، حال دا چي د تقلب ثابتول د ټاکنیزو شکایاتو کمیسون دنده ده. د ښاغلي قوماندان دغه عمل د قانون خلاف عمل ؤ او له دی امله باید نوموړی قوماندان نه یواځی له کاره ګوښه شی بلکه څارنوالي ته هم ور وپیژندل شي. د رایي اچولو د پروسي له ختمیدو وروسته د اصلاحاتو او همګرایي ټیم د ولس د رایو سپکاوی پیل کړ او په دغه ډول سره دوی د دیموکراسي ټول اصول تر پښو لاندي کړل او یو ځل بیایي خپل اصلی رنګ وښود. د دوی لنډغرو په بغلان کي د تحول او تداوم د ټیم د څارونکي ګوته قطع کړی چي دی پیښي د هرات د پیښي په هکله هم ډیری پوښتنې راولاړی کړي.
کله چي په کوم هیواد کي ټاکنې ترسره کیږي د هغو په نتیجه کي یي یو لوري ګټونکی او بل بایلونکی اعلانیږي خو دا ډیره عجیبه ده چي که د اصلاحاتو او همګرایي ټیم ګټونکي وي نو ټاکنې رڼی دی خو که نتیجه د مقابل لوری په ګټه وی نو ټاکنې ککړې دی چي دا یوازی د شمالي ټلوالی منطق کیدای شي. دا ټولو ته جوته ده چي د ټاکنو په لمړي پړاو کي د اصلاحاتو او همګرایي ټیم له یو نیم ملیون څخه زیاتي رایي نه وی خپلی کړي ولی دوی د منظمو درغلیو له لاري خپلي رایي تقریبأ تر دری ملیونو ورسولي هغه وخت باید کمیسون د دوی ککړي رایي باطلی اعلان کړی وای ولی کمیسون له مصلحته کار واخیست او د د ارګ د مداخلي په نتیجه کي یي د دوی په منظمو درغلیو یي سترګې پټې کړي. په دوهم پړاو کي د رایي اچولو د پروسې له ختمیدو وروسته د اصلاحاتو او همګرایي ټیم خپله ماته ونشوای زغملای او د ولس د رایو سپکاوی یي پیل کړ چي دا عمل نه یوازي د دیموکراتیکو اصولو خلاف عمل ده بلکه د ټاکنو د قانون او هیواد د اساسی قانون خلاف عمل هم بلل کیږي. د حیرانتیا خبر ده چي د هیواد قانونپوهانو او سیاسي قیادت د دغه ډول څرګندولو په مقابل کي چوپه خوله دي.
ارګ چي په تیرو دیارلسو کلونو کي یي له ولس او په خاصه له پښتنو سره د میری سلوک کړي نور باید خپله چوپتیا پای ته ورسوی، ولسمشر کرزی که د شمال د ټلوالی په وړاندی هر راز مجبوری لری نور باید اجازه ورنکړي چي یوه محدوده ډله د ولس په سرنوشت لوبي وکړي، یواځي د ولس رایو ته احترام هیواد ته سوکالي او ثبات راوستی شی. ډاکټر عبدالله چي ځان ملی څیره بولی باید د ولس رایو ته احترام وکړي او پرینږدی چي هیواد د بحران خوا ته ولاړ شی. ولس هم باید خاموش پاتي نشي، له خپلو رایو څخه دفاع د ولس حق او مسؤلیت دي، له خپل حقه دفاع میړانه او شجاعت دی او له خپل حق څخه دفاع نه کول مظلومیت نه بلکه د ظالم او تیری کونکي ملاتړ دي.
یو بل څه چي ما ډیر زوروی هغه دا چي کله چي هم پښتانه د خپل حق غوښتنه کوی نو ورته توصیه کیږی چي هیواد په ډیر نازک حالت کي دی او باید له مصلحته کار واخیستل شي، خو تر کومه، یواځي مونږ ولی همیشه خپله خوله پټه کړو، مونږ ولی همیشه قرباني ورکړو، د طلوع تلویزیون او امرالله صالح او د دوی په لسګونه لنډغر د تعصب او قومګرایي خپروني کوي، هغوی د پښتنو په رایو ملنډی وهي، زمونږ ولس بی کلتوره بولي او زمونږ د ولس سپینی رایي باطلی بولي، چي دا هرڅه د هیواد نافذه قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف کاردي.
د سوکاله او غنی افغانستان په هیله.
جاوید ستانکزی – لندن