د روان لمریز کال د غبرګولي ( جوزا) په ۲۴ مه افغان میړني ولس د ټاکنو په دویم پړاو کې په پوره سیاسي جرأت ، لیوالتیا، او د وطنپالنې په عالي احساس ګډون وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مالو ماتو پر اساس د اول پړاو نه په دویم پړاو کې د ګډون فیصدي زیاته وه .

د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند په موفقانه توګه د دویم پړاو ټاکنو تر سره کیدل د ټول افغان ملت لپاره ستره بریا بولي او د دویم پړاو دواړو نوماندانو هر یو محترم ډاکټر عبدالله عبدالله او محترم ډاکټراشرف غني احمدزي ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي چې په هیواد کې یې د ولسواکۍ دغه ملي پروسه په خپلو انتخاباتي مبارزو ګرمه وساتله . د ټولو امنیتي او لوجیستیکي ننګونو باوجود دواړو محترمو نوماندانو ټول افغان ولس مخاطب کړ تر څو د راتلو نکي زعامت لپاره په دوی اعتماد وکړي .

د جوزا ۲۴ مه د افغانستان د حماسي تاریخ یو ه ډیره مهمه ورځ وه . ملیونونه افغانان ( د میرمنو په شمول) په پوره میړانه راووتل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه .   دواړه محترم نوماندان باید خپل تاریخي رسالت سر ته ورسوي . د هیواد قانون او د ولس رايې ته احترام اوکړي اود انتخاباتومستقل کمیسیون او د شکایاتو کمیسیون پریږدي چې د پایلو د تنظیم اړونده چارې پر مخ بوځي تر څو په مشروع ، عادلانه او جمهوري توګه د قدرت انتقال صورت ومومي . پدې نږدیو کې د محترم ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا د انتخاباتو د کمیسیون سره بایکاټ   د تاسف وړ او جمهوریت په تاوان بولو . هیله ده چې محترم ډاکټر عبدالله عبدالله به د احساساتو پر ځای د سیاسي بصیرت مظاهره وکړي او د دولت دواړو قانوني نهادونو د انتخاباتو او شکایاتو کمیسیونونو نه باندې اعتماد اوکړي چې د ټاکنو په اړه د هر راز ستونزو او سرغړونو پلټنه وکړي .

د دویم پړاو ټاکنې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په شمول ګڼ شمیر نړیوالو نهادونو او همدا راز د متحده ایالاتو او انګلستان لخوا موفقې بلل شوي او غوښتنه شوې چې د انتخاباتو او شکایاتو کمیسیون سره دې د قانون په چوکاټ کې همکاري وشي .

افغان ملت ملي مترقي ګوند پدې باور دی چې افغان میړني ولس په شفافه ، عادلانه او جمهوري توګه د خپل راتلونکي زعیم په ټاکلو کې اساسي قدم پورته کړی او هیله ده چې د دولت قانوني مرجع یعني د انتخاباتو او شکایاتو کمیسیونونه به د قانوني مرحلو په طی کولو د ټاکل شوي زماني جدول پر اساس پایلې اعلان کړي . موږ پدې عقیده یو چې ولسمشریزي ټاکنې به بایلونکی ونلري او د افغانستان غیرتي او با شهامته ملت به د دې ټاکنو اصلي ګټونکی وي . و من الله التوفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *