تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه، د ټاکنو کمېسیون سرچینو تاند ته ویلي، د تخنیکي ستونزو له کبله یې د رایو شمېرلو پروسه له خنډ و ځنډ سره مخ شوې چې له همدې کبله به د ټاکنو پایلې یوه اوونۍ له خپلې نېټې وځنډېږي.
دغه سرچینه وايي، د کمېسیون پر ډیټابېس د سایبري بریدونو له کبله د دوی د رایو شمېرنې پروسه شپږ ورځې له ستونزو سره مخ وه چې له کبله یې دوی اوس اړتیا لري خپلې چارې یوه بله اوونۍ کې بشپړې کړي.
د کمېسیون دا سرچینه وايي، شپه اوورځ یې درې شفټه کارکوونکي لګیا دي او د پاکو او ناپاکو رایو د تفکیک پروسه مخته وړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون غړې رحیمې ظریفي هم خبر ورکړی و چې احتمال شته د ټاکنو پایلې له خپلې نېټې څخه درې ورځې یا یوه اوونۍ وځنډېږي.
د تقویم له مخې ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې شنبه یعني د میزان په ۲۷مه اعلان شي او نهايي پایلې د عقرب په ۱۶مه خپرې شي.