له اوږده ځنډ وروسته ايله نن د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ لس سلنې پایلې اعلان کړې چې پکې له ۲۶ ولاياتو د کابو پنځه ميليونه رايو څخه د پنځه سوه زره ګنل شوو پايله وه. د دې پایلې پر بنسټ عبدالله عبدالله د ۴۱.۹ سلنه رايو په خپلولو لومړی، اشرف غني د ۳۷،۹ سلنه رايو په خپلولو دوهم او زلمي رسول د ۹،۸ سلنې رايو په خپلولو دريم مقام خپل کړ.
د رايو دا ډول پایلې لږ تر لږه د اشرف غني احمدزي د پلويانو لپاره له اټکله لرې وې او پر وړاندې ئې ډېرو کسانو تود غبرګون وښود. ځينې شنونکي په دې باور دي چې دا پایلې پر اشرف غني احمدزي د جوړجاړي لپاره د فشار راوړلو په موخه له مخکې جوړه شوې لوبه ده. ځينې نور بيا د رايو د پایلو د وروستي اعلان پر مهال د عبدالله عبدالله د پلويانو د احتمالي غبرګون د سړولو لپاره دا يو ښه ګام ګڼي. که هر څه وي، دا چې ځينې حکومتي چارواکي د ځانګړو نوماندانو لپاره په درغليو تورن دي؛ د دې ښه ثبوت دی چې حکومت د مصلحتي چلند په ترڅ کې د ولس په زيان لوبيږي. د فشار له کبله مصلحتي جوړجاړی هغه څه دی چې ولس ئې پر وړاندې چوپ نشي پاته کېدای. د همداسې يوه دريځ د نه خپلولو لپاره د افغان ولس ډېره برخه د مرګ له ګواښونو سره سره د رايو تر مرکزونو ولاړه او خپله رايه ئې وکاروله. د دوهم احتمال لامل هم د لوړپوړو حکومتي چارواکو مصلحتي دريځ دی. هغوی په تېرو لسو کلونو کې د کورنيو جګړو مخکښان په باد راوړو پیسو او دولتي شونتياوو ښه پياوړي کړل او دا دی نن د هغوی د ټوپکمارۍ او جګړه مارۍ له ولولو د اندېښمن غبرګون له وېرې د افغان ولس د يوې سترې برخې په احساساتو لوبې کيږي.
دا چې افغان ولس په ډېر زړورتوب په ټاکنو کې ګډون وکړ او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې ئې د کرکې دريځ څرګند کړ؛ ډېر ستر برياليتوب وو. د همدې بريا د باوري کولو لپاره اړينه ده چې افغان ولس اوس هم د دې پایلو منلو ته تيار شي او د ملي يووالي او زغم هېر شوی کلتور بېرته پياوړی کړي.
لس په سلو کې پایلې که څه هم د عامه اذهانو د تحريک لپاره بسنه کوي خو دا چې د رايو وروستۍ پایلې به څه وي؛ لا مالومه نه ده. د نن په پایلو کې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله د رايو تر منځ توپير يوازې ۲۲۰۰۰ زره رايې وو. په داسې حال کې چې دې دواړو ښاغلو د پاکو او ناولو رايو تر منځ توپير ښايي سلګونه زره وي. هغه ثبوتونه چې په رسنيو کې خپاره شوي دي؛ ښيي چې د په ټاکنو کې د تېر ځل په څېر يو ځل بيا د ښاغلي عبدالله په پلوۍ پراخې درغلۍ شوې دي. په تېر ځل ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله دېرش په سلو کې رايې د درغليو له کبله کنګل شوې وې او په پایله کې په خپله ماته د باور له کبله ښاغلی عبدالله له حامد کرزي سره د دوهم پړاو سياليو ته وړاندې نه شو. دا ځل هم اټکل کيږي چې د ښاغلي عبدالله کابو اته سوه زره رايې به د درغليو له کبله کنګل شي.
د رايو وروستۍ پایلې به په بشپړ ډول د لس سلنه هغو پر خلاف وي. که څه هم دوهم پړاو ته د تګ احتمال شته خو د دوهم پړاو په ټاکنو کې به د ګټونکي نوماند بريا د لا پاکو رايو په مټ او په ټاکنو کې د ولس د يوې سترې کتلې د ګډون په پایله کې وي. افغان ولس د وري د شپاړسمې په ملي حماسه کې څرګنده کړه چې نور د هېواد دښمنان د دوی ويښتيا او دهېواد د ودانولو لپاره هوډ نشي ننګولای. دا ځل به ولس تر پخوا په کلکو ګامونو د خپل برخليک ټاکلو لپاره د رايو ورکولو ډګرونو ته دانګي او د فساد، جګړه مارۍ، مصلحت او ميراثي واکمنيو په تابوت به وروستي مېخونه وهي.
د يوه سوکاله، پرمختللي او سرلوړي افغانستان په هيله
زه کابل کې اوسم. دلته که له لسو کسانو پوښتنه وکړې نو اته به درته ووایي چې اشرف غني ته یې رایه ورکړې ده. زه ډاډه یم چې اشرف غني صاحب ګټلې ده او که درغلي وشي او خبره دویم ځل ته ووخي نو بیا به یې هم خامخا ګټي. تشویش نه دی پکار.
د يوه سوکاله، پرمختللي او سرلوړي … او غني افغانستان په هیله