قومي مشرانو په میدان وردګ ولایت کې د ټولټاکنو د ښه ترسره کولو او امنیت په رامنځته کولو کې د مرستې ژمنه وکړه.
د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره د لیدنې پرمهال ژمنه کړه،چې راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو او په دغه ولایت کې د لا ښه امنیت په رامنځته کولو کې به له ولایت مقام سره بشپړ همکاري ترسره کړي .
دغه لیدنه،چې نن (چهارشنبه) د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د قومي مشرانو سربیره په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو هم ګډون کړی وو.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي یادو مشرانو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: که ولس غواړي،چې سوله رامنځته شي او په امن کې شپې ورځې تېري کړي،نو د خپل حکومت سره دې په ټولو برخو کې همکاري وکړي .
ده وویل: په اوسنیو حالاتو کې یوه مهمه پروسه،چې ولسمشریزې او ولایتي شوراګانو لپاره ټولټاکني دي،په مخ کې لري او د قومي مشرانو په هلو ځلو سره کولای شو،چې په دغه پروسه کې بریالي شو.
یادو قومي مشرانو هم ټولټاکنې یوه مهمه پروسه وبلله او په کې ګډون کول یې د دغه ولایت د خلکو حق وباله،زیاته یې کړه،چې دوی به په پوره توان سره د ټولټاکنو پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي .
همدا راز یادو قومي مشرانو ته د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له لورې د ۱۳۹۲ کال د اجرااتو د معلوماتو برابر شوي کتابونه هم دوی ته د حساب ورکونې په موخه ورکړل .
عطاالله خوږیاڼی