تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو له جریان څخه د ور رسېدلیو او ثبت شویو شکایتونو شمېر ۱۸۶۹ ته ورسېده.

د دې کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې وایي، د شکایتونو نوعیت لا مشخص نه دی، خو تر اوسه ورته ۱۸۶۹ شکایتونه رسېدلي دي چې دوی به یې په خورا بې طرفۍ وڅېړي.

د دې کمېسیون ویاند او منشي قاسم الیاسي بیا وايي، ارزونې یې ښيي چې دا ځل ټاکنې تر پخوا څو چنده رڼې او غوره ترسره شوې.

نوموړی وايي، نن به د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د ټیمونو شکایتونو ثبت هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو پرونۍ ټاکنې له درغلیو ډکې بللې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *