د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلان څخه نړیوال او په ځانګړې توګه امريکايان کیدای شي دوه موخې ولري.
١: نړیوال یا امرپکايان غواړي د سولي په راونو خبرو کې له طالبانو څخه امتياز واخلي او د هغوي پر وړاندي د يو فشار په توګه کاروي چې دا دي د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پايلي اعلان شوې که زموږ غوښتنې ونه منئ نو په افغانستان کې حکومت جوړېږي او تاسو (طالبان) به پنځه کاله صبر کوٸ.
٢: د حکومت په اوسنې واکمن غني د ټولو روا او ناروا غوښتنو منل که لږ یې سرغړونه وکړه نو ټاکني به دويم پړاو ته وړي چې پلازمینه کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفير جان بس هم ورته اشاره کړې ده.
نو پایله دا راووځي چې :
که له طالبانو سره د سولي په خبرو کې پرمختګ وشي او هوکړه لاسلیک شوه نو ټاکني دويم پړاو ته وړي او بالاخره یې د ژمي، لګښت او نورو عواملو له کبله ځنډوي او د طالبانو په ګډون ټول شموله حکومت رامنځ ته کوي چې غني به پکې واکمن نه وي.
او که د سولي هوکړه له طالبانو سره ونه شوه نو غني په دويم پړاو ټاکنو کې تر هغې ننګوي نو دی به مجبورا د امريکا هرې ناروا او رو ته لبيک وايې لکه چې تېر پنځه کالونه يې وويلي او داسي یو حکومت به رامنځ ته کړي چې په دغه تېر به شکر وباسي.
خو الله دې هغه وکړي چې زموږ او د وطن په خير وي.