خبره د ټاکنو توده ده، وایې خونه که مو وسوه، دېوالونه مو پاخه سوه، په افغانستان کې جګړو خلک له سیاسته سره اشنا کړل، له ولسي سیاسته تر ملي او ډیموکراتیک سیاسته هر څه ته خلک اوس تر ډېره چمتو سوي، لا بیا هم پکې د ښه رهبر او مشر تشه احساسېږي، د ۲۰۱۴ز کال د اپریل د ۵مې ( د وري ۱۶مه) ټاکنو کې ولس په میړانه وښوده چې هغوی د ډبرین هوډ لرونکي دي، او خپل برخلیک خپله ټاکلی سي، له ۷.۳ میلیونه ډېرو وګړو چې په ټوله واجد شرایط ۵۸ سلنه وګړو کې تقریباً ۳۵ سلنه یې میرمنې وې ګډون وکړ، دا په داسي حال کې ده چې د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې شاوخوا ۴۵سلنه وګړو کې ګډون کړی و، کومې بیلګې چې په لاس کې سته، ښيې چې په اروپایې هیوادونو کې هم تر ۵۰ سلنه زیاتو وګړو رایې نه دي اچولي،  ومو لیدل چې د هلمند په سنګین، نهرسراج او مارجې ولسوالیو او د کونړ په ولایت کې خلکو په روانه توده جګړه کې هم رایې واچولې، په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د سخت باران او سړې هوا سره – سره رایې واچول سوې، د افغان ولس دې مېړانې نه یواځې افغان حکومت بلکي نړیواله ټولنه او رسنۍ هم هیښې کړې.

په افغاني ټولنه کې بیلا بیلو دودونو وزرې غوړولې، ځینې وړ او ځینې ناوړ دي، هره ټولنه له ځانه کلتور او دودونه زېږوي او د خلکو په منځ کې خپرېږي، وړ دودونه هر ځای او هر چیري د بشر په ګټه او  خلک ورته په درنه سترګه ګوري، خو له دې هم سترګې نه پټېږي چې ناوړه دودونو د ډېرو ټولنو اوسپنیز دیوالونه مات کړي او د خلکو په منځ کې یې ځای نیولی او نیسي یې.

دلته خبره د وړ او ناوړه دودونو نه ده، خبره د ټاکنو د نکریزو ده، نکریزې له ډېره وخته په ډېرو اسیایي هیوادونو په ځانګړې توګه هند، افغانستان او نورو هیوادونو کې رواج لري، تر ډېره د میرمنو په منځ کې نکریزي ډېر نوم لري، ښځي په نکریزو خپل لاسونه رنګینوي، د وخت په تېرېدو د نکریزو کارولو راز-راز بڼې او د کارولو طریقې خپلې کړي، په نننۍ ماډرنه نړۍ کې هم د نکریزو ځای بل کوم څه نه دی ډک کړی، لا هم د ښوونځي له نجونو نیولې په کلیوالو نجونو کې هم پوره شهرت لري او دود دي.

نکریزي په افغاني ټولنه کې هم دود دي، ډېرې نجونې د خپل ښکلا یو ډول په نکریزو رنګینوي، په ودونو کې هم نجونې او میرمنې نکریزي کاروي، د ناوې لاسونه خو په ډېرو سیمو په ځانګړې توګه کلیوالو سیمو کې هرومرو باید په نکریزو رنګین وي، له یوه اړخه دا یو ډول ښکلا لرونکی دود دی، له بل لورې ورته په ځینو سیمو کې د نیک شګون په سترګه کتل کېږي. د واده له شپې وړاندي شپې ته په افغانستان کې د نکریزو شپه وایې، په دې شپه نجلۍ او هلک (ناوې او زوم) دواړه د ناوې په کور کې سره یو ځای کېږي او هلته د دواړو لاسونه په نکریزو وهي، د زوم ورته خچۍ ګوته او ورغوی په نګریزو رنګینوي، زوم هڅه کوي چې د خچۍ ګوتې نه یې نګریزي ژر ولاړې نه سي، د ځوانانو په منځ کې پرې ویاړي او په غرور یې د نورو پر وړاندي ښکاره کوي.

دا ځل مې ولیدل چې ځوانانو – نجونو او هلکانو په ټاکنو کې له ګډون وروسته په خپلو رنګیونو ګوتو ویاړ کاوه، د ځوانانو ونډه په ټاکنو کې د پام وړ وه، څو ځوانان مې ولیدل چې د رایې ورکولو پر مهال یې ګوتې ورته شنې کړې وې، هغوی هڅه کول چې ګوتې یې له رنګه پاکې نسي، په هلمند کې مې هم دوه نور ملګري ولیدل چې نه یې غوښتل له ګوتو یې رنګ پاک سي، په رسنیو، فیسبوک، ټویټر اونورو مې وکتل چې هر چا په ویاړ سره د خپلو ګوتو رنګینوالی ښوده، دا مو هم ولیدل چې د یو ځوان د شهادت ګوته یې د تېرو ټاکنو وروسته د ټاکنو د رنګ له کبله ور غوڅه کړې وه، دا ځل یې د رایې اچونې پر مهال ورته منځنۍ ګوته رنګینه کړل، زه دې ځوان ته رښتینی اتل وایم، هغه هم د خپلې ګوتې په رنګینۍ دومره خوښ سو لکه د هیواد ټول سیاسي برخلیک چې یې په دې یوې رایې پورې تړاو ولري، دا د سیاسي شعور د پیاوړتیا څرګندونه کوي، هر ځوان د خپلې ګوتې په رنګ دومره ویاړي او فخر پرې کوي لکه د واده په شپه چې یې ورته په نکریزو رنګینه کړې وې، باور وکړئ چې د رایې اچونې پر مهال یې ګوته راته شنه کوله ، د واده د نکریزو د شپې تر نکریزو ډېر پرې خوښ وم، زه هیله لرم چې زموږ افغان ولس دا تانده مینه او لیوالتیا د افغانستان د ثبات او سولي سبب سي.

د ۲۰۱۴ز کال د فبرورۍ ۸مه

هلمند، لښکرګاه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *