تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د ټاکنو کمېسیون سرچینې وايي، سره له دې چې د لومړنیو پایلو د اعلان نهايي نېټه د عقرب میاشتې ۲۳مه ټاکل شوې، همدا راز به وروستۍ پایلې د قوس په ۱۵مه اعلانېږي.
دا خبره د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تاند ته په خبرو کې تایید کړه او وايي، دوی دواړه نېټې د تخنیکي ستونزو له امله غځولې دي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې باید د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه اعلان شوې وای، خو لیدل کېږي چې اوس دواړه نېټې له خپله ځایه خوځول شوې دي.
د ټاکنو د کمېسیون مرستیال ویاند ښاغلی ابراهیمي په دې اړه وايي، له ابتدایي پایلو ۲۲ ورځې وروسته نهايي پایلې ځکه اعلانوي چې اعتراضونو ا شکایتونو ته سمه رسېدنه وشي او د شکایتونو کمېسیون په سړه سینه خپل کارونه پرمخ بوځي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د ټاکنو د لومړنیو پایلو نهايي نېټه د عقرب ۲۳مه اعلان کړه او ویې ویل دا ځل به خپل ټاکلی مهالوېش نقض نه کړي.