اعلامیه

د لوګر د مدني ټولني اتحادي دیوي ستري غونډي په ترڅ کې دافغانستان د ټاکنوخپلواک کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې ژر ترژره دي دافغانستان دولسمشري ټاکنو پایلي اعلان کړي.

ددغه ولایت د مدني ټولنو مشر خان ولي احمدزي وویل اوس مهال دلوګر په ګډون دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونوکې ناامني،ترور،قتل،غلا، انسان تښتونه،د ځوانانو بي کاري هغه څه دي په بیلا بیلو  ولایتونوکې ګډوډي جوړه کړي ده

ښاغلي احمدزي دهیواد ټاکنو خپلواک کمیسیون اودملګرو ملتونو له اداري وغوښتل څو ژر ترژره دي د ولسمشري دوهم پړاو ټاکنو پایلي اعلان کړي.

1غونډي کې یوشمیر نورو مدني فعالانو پر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې د ټاکنو د رایو له تفتیش ورسته دی اعلان شوي پایلي ومني او نور دی دغه هیواد ویجاړي خواته نغځوی.

اوس مهال دلوګر  امنیت د پخوا په پرتله دوه ځله خرابه شویدي هر ورځ بریدونه،ماین چاودني،ترور،غلاوی او  د ځوانانو بي کار  هغه څه دي چې دلوګر د مدني ټولني غړي یې انديښمن کړي دي.

د مدني ټولنو اتحادیه

پل علم ـلوګرـ د مدني ټولنو اتحادي مرکزي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *