د انتخاباتو خپلواک کمیسون

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونوخپلواک کمیسیون مسوولین له رسنیو سره په مرکو کې پردې کمیسیونونو د فشارونو موضوع ردوي خو داسې ښکاري چې دغه کمیسیونونه نه یوازې له فشارونو سره مخ دي بلکې له سختو تهدیدونو سره هم مخامخ دي.

له پټو فشارونو او تهدیدونو خو موږ خبر نه یو چې په پټه به پردې کمیسیونونو څه تیریږي خو هغه څه چې وینو او اورو د ټاکنو پر دواړو کمیسیونونو د سختو فشارونو او تهدیدونو څرګندونه کوي چې ټولو افغانانو ته د اندیښنې وړ دي. او دغو فشارونو ډیری افغانان پر دغو کمیسیونونوتر یوه حده شکمن کړي هم دي.

هغه څه چې خلک یې په رسنیو کې ویني او اوري دا ورڅخه څرګندیږي چې یوه ځانګړې ډله هڅه کوي د زور له لارې د ټاکنو کمیسیونونه دې ته اړ کړي چې هر ډول کیږي د دوی په ګټه پریکړه وکړي.

په تلویزیونونو کې د دغې ډلې د ویندویانو او استازو څیرې او خبرې له جګړې او تاوتریخوالو ستړي افغانان ویروي. د خلکو اذهان مغشوشوي او په دموکراسي د خلکو باور ته زیان رسوي. ددغې ډلې یوه ویاند په داسې حال کې چې له خولې یې ځګونه بادیدل په ډیر قهر او غوصه وویل چې که د ټآکنو کمیسیونونه له دوی پرته بل څوک د ټاکنو ګټونکی وبولي نو په هیواد کې به د وینو ویالې روانې شي. دا ډول خبرې چې د رسنیو له لارې په ځلونو تکرار شوې دي آیا یو فشار او تهدید نه دی؟

له دې ور ها خوا د همدې انحصارګرې ډلې یو بل غړي چې زموږ د یوه ولایت والي هم دی دوه ځله داسې له تهدید او خشونته ډکې خبرې وکړې چې د نړۍ په دموکراسي کې یې ساری نه لیدل کیږي. آن دا ډول خبرې د جګړې په وخت کې هم نه کیږي.

د بلخ والي عطامحمد نور له خپلې یوې پلوي ورځپاڼې سره په مرکه کې پر نورو اخطارونو او تهدیدونو سربیره د ټآکنو کمیسیونونو ته هم ګوتڅنډنه وکړه او هغوی یې تهدید کړل چې حساب به ورسره وشي.

ښاغلي عطا بل ځل په یوه رسمي غونډه کې له یوه رسمي دریځ څخه د ټاکنو کمیسیونونه تهدید کړل د ټاکنو کمیسیونونو یو شمیر غړي او مسوولین  یې (جاهلین او خایینین) وبلل او په سختو ټکو یې هغوی ته اخطار ورکړ. ده دا هم زیاته کړه چې ګویا د ټاکنو کمیسیونونه له ښامار سره لوبې کوي. له زمري او ښامار سره لوبې څه معنا؟ آیا دا خبره دا معنا نه لري چې که چیري کمیسیونونه ددوی په ګټه پریکړه ونه کړي ښامار به یې وخوري؟ ددغو اخطارونو په وخت کې د ښاغلي عطا څیره هغه ښامار ته ورته وه چې چمتو دی ټول ښار تر ستوني تیر کړي. ددې خبرو معنا داده چې که زما له امره سرغړونه وکړئ نو د زمري یا ښاما غوندې مو خورم.

اوس نو له ښامار سره لوبې د چا په وس کې دي؟ څرګنده ده چې د ټاکنو کمیسیونونو مسولین او غړي له ښامار سره د مقابلې توان نه لري له ښاماره هر څوک لار چپوي او خپله پرده کوي. د ټاکنو کمیسیون مسولین هم چې دا ډول تهدیدونه اوري فکر نه کوم چې دومره دې له سره تیر وي چې د خلکو د پاکو رایو ساتنه دې وکړي.

که څوک فشار او تهدید دې ته وایي چې قوماندان عطا یا کوم بل زورواکی دې له ټانکونو او وسله والو کسانو سره راشي د ټاکنو کمیسیونونو مسوولین او غړي دې له وهلو ټکولو وروسته مجبور کړي چې ددوی په ګټه پریکړه وکړي داسې به لا تر اوسه نه وي شوي، سره له دې چې د عبدالله عبدالله له ټاکنیز کمپاین سره د ټاکنو د کمیسیون د اشد محرمو اسنادو موجودیت دا احتمال هم نه ردوي خو لا تر اوسه موږ د وسله وال تهدید او فشار شاهدان نه یو. خو که تهدید او فشار په سختو الفاظو د ټاکنو کمیسیونونو ته اخطار ورکول وي نو دغه کار خو د عبدالله د کمپاین استازو او ښاغلي عطا کړی دی.

دغه ډول تهدیدونه د ټاکنو کمیسیونونو مسولین مجبوروي چې د تقلبي رایو په باطلولو او د درغلیو په افشا کولو کې ګوزاره وکړي. همدا تیره شپه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ریس عبدالستار سعادت وویل چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ته عدالت د دوی هر یوه د ولسمشر کیدو په معنا دي.

اوس نو که چیري د عبدالله عبدالله د کمپاین څرګندونې موږ ګورو همدا معنا   ترې اخلو خو د اشرف غني د کمپاین له خوا مو هیڅ داسې خبره نه ده اوریدلې چې دا ډول معنا ترې واخلو. نو ولې ښاغلي سعادت د دواړو یادونه وکړه؟ ښاغلي سعادت ځکه د دواړو نومونه واخیستل چې همدا د ښامار تهدیدونه یې اوریدلي دي. نو په راتلونکي کې به هم ددې لپاره چې څوک یې بې پلوه وبولي نو که بل درغلي هم نه وي کړې دوی به ورسره یو شان چلند کوي او دا بل به هم پر هغه کاڼي تلي. په نتیجه کې به هغه نسبي عدالت چې ښاغلی سعادت یې تل یادونه کوي هم تامین نه شي او پریکړې به دیوه زورور په ګټه وشي.

د عبدالله عبدالله له کمپاین سره د کمیسیون د اشد محرمو اسنادو شتون د همدې حقیقت څرګندونه کوي سربیره پردې د روان کال د ثور د ۱۸ نیټې د شپې د لمر او طلوع نیوز تلویزیونونو په ګردي میز کې د همدې کاندید یوه استازي جبار شلګري اعتراف وکړ چې د بل کاندید له ناظرینو څخه یې په پنځه سوه افغانۍ د ټاکنو فورمې رانیولې دي چې دا هم یوه ستره سرغړونه ده چې باید د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون او عدلي او قضایي ارګانونه یې و څیړي.  خو خو کله چې کمیسیونونه د زورواکو تر دې ډول تهدید او فشار لاندې وي دا تمه نه شي ترې کیدای چې عادلانه قضاوت دې وکړي او خپله دنده دې په ښه ډول ترسره کړي.

داسې ښکاري چې د قوماندان عطا او ددې ډلې د نورو استازو دې ډول اخطارونو او تهدیدونو ته ځواب ویل د ټاکنیزو کمیسیونونو دنده ده او دغه کمیسیونونه باید د خپلو کارونو د منصفانه اجرا لپاره ددې ډول فشارونو مخه ونیسي خو افغان دولت او ټول افغان ولس ته په کار ده چې په یوه دموکراتیکه پروسه کې دا ډول جګړه غوښتونکی دریځ محکوم کړي تر څو د ټاکنو کمیسیونونه وکړای شي په ارام زړه خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *