له محور ورځپاڼې په مننې.
په افغانستان کې د تصویري رسنیو په رول هېڅوک سترګې نه شي پټولای. تصویري رسنۍ ډېر لیدونکي لري او په بېلابېلو برخو کې یې د خلکو په ذهنیتونو اغېزښندلی دی.
رسنیو هر وخت د بیان د ازادۍ ننګه کړې،رسنیو د بشري حقونو بحثونه راپارولي او رسنیو د ماشومانو د حقونو خبره کړې او په لومړي پړاو ټاکنو کې رسنیو په ځینو ولایتونو کې د رایو د پاڼو د ختمېدلو خبره کړې، همدې رسنیو په ټاکنو د خلکو د ګډون هڅونه کړې، اعلانونه یې خپاره کړياو د کاندیدانو کړنلارې یې د خلکو مخې ته ایښي. د ټاکنو د مدیریت په برخه کې وروستي بدلونونه او پرمختیاوې بې له شکه تر یوه حده د رسنیو د انتقادي بحثونو پایله ګڼلای شو.
خو نن سبا چې د دویم پړاو ټاکنو د ملي انقلاب خبره ده، ځینو رسنیو د ننګرهار هغه ماشومان، چې تندي یې د ولسي جرګې د وکیل په ټوپک سوري سوري شول هېر کړي. دې رسنیو په پکتیکا کې په مېلمه راډیو برید، چې د بیان پر ازادۍ برید دی هېر کړی. رسنیو، چې د دوی په وینا د « بانوانو» د حقونو مدافع دي، د جنوبي ولایتونو د مېرمنو حماسه هېره کړې او بس همدا یوه خبره یې را نیولې، چې امرخیل تقلب کاو او ځینې ښاغلي وايي، چې د امرخېل دنده دې تعلیق شي.
پوښتنه داده، چې په لومړي دور ټاکنو کې د ځینو تصویري رسنیو ستره نیوکه داوه، چې د هېواد په ځینو سیمو کې ټاکنیز توکي په ځانګړې توګه د رایو پاڼې ختمې شوې او خلک د رایو له حقه محروم شول، خو په دویم پړاو ټاکنو کې د رایو پاڼو د لېږد بهیر ته ولې د شک په سترګه وکتل شول ؟ هغه څه چې تر سره کول یې پرون لازمي ګڼل کېدل، نن یې ترسره کول ولې محکومیږي؟ ځینو مرکزونو ته د رای پاڼو د لېږد بهیر د ټاکنو په ورځ یو عادي عمل و، کېدای شي دا کار څو ځلې او په څو ولایتونو کې شوی وي، خو چې دسروبي وار راورسېد ولې ډنډوره ترې جوه شوه ؟
په سروبي ولسوالۍ او د کابل ښار په ۲۱ مه ناحیه کې د رایو پاڼې ختمې وې، د کمیسیون کارکوونکو د رایو پاڼو غوښتنه وکړه، دا د ټاکنو کمیسیون په ځانګړې توګه د امرخیل مکلفیت و،چې خلکو ته د رایې ورکولو زمینه مساعده کړي. دا د ولس حق و، چې د رایې ورکولو زمینه ورته مساعده شي. دا کار په ډېرو سیمو کې کیدای شي تر سره شوی وای او وشو، خو چې د سروبي او ۲۱ مې ناحیې وار راورسید، بیا پولیسو د همکارۍ پر ځای دسیسې ته مخه وکړه. داسې دسیسه چې له مخکې یې په اړه پلان جوړ شوی و، ځکه دوی پوهېدل او دا یو معمول امر دی، چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په ورځ هرې خوا ته مواد انتقالوي …ځینو ډېره هڅه کړې وه، چې امرخېل ته لانجه جوړه کړي، خو هیڅ دلیل او هیڅ مدرک ورسره نه و، دا ځل یې غوښتل د خلکو د حق د احقاق مسئلې ته د تقلب جعلي نوم ورکړي، خو خلک ډېر ژر پوه شول، چې خبره څه ده ..! ماښام یې ولیدل، چې دا دسیسه د یوې بلې تېښتې او ناقانونه غوښتنې د توجیه لپاره برابره شوې وه…!
که خبره د قانونیت وي، که خبره د خلکو د حق وي، ولې د کابل د امنیې قوماندان او ورسره پولیسو باندې دا نیوکه نه کیږي، چې د دوی د ناقانونه اقدام له مخې د سروبي او ۲۱ مې ناحیې په زرګونو خلک د رایو له حقه محروم شول؟
خبره مې د موضوع په اخلاقي اړخ کوله، که زه ژورنالیست وم، نو ما به نن سبا تر ټولو زیات وخت د هغه ماشومانو د وینو په دفاع کې تېر کړی و، چې په ننګرهار یې د میندو یوه یوه ګوته د په ټاکنیز رنګ تورې وې او پاتې ۹ ګوتې یې د ماشوم شهید زوی په وینو !
ما به نن له هر څه زیات د هغو وګړو د حق چغه پورته کړې وای، چې په سروبي کې عمداً او قصداً د رایو له حقه محروم کړل شول!
او ما به د خوست، پکتیا، پ��تیکا، وردګو، غزني، لوګر، زابل او کندهار ….. د هغو خویندو ستاینه کړې وای، چې له امنیتي تهدیدونو سره سره یې د دودیزو زندانو قلفونه مات کړل او رایو ته راووتلې، ولسواکۍ ته یې پایښت او بقا ور وبښله ! او نړۍ ته یې وښودله، چې دا وطن د ولسواکۍ تمرین په بریالیتوب سره تر سره کولای شي. ما به دا خبره کړې وه، چې که افغانستان د نړۍ له تورو لیستونو وتلای شي، نو دهمدې خویندو د حماسو له برکته به وي.
رابه شو حقوقي اړخ ته یې:
د ټاکنو کمیسیون یو غړی (برمک) وايي، چې ( امرخېل باید ما « هدف یې دکمیسیون غړي دي» را درجریان می انداخت و باز دست به انتقال مواد میزد) دا خبره له ناپوهۍ نه نه کیږي، د کمیسیون غړی په دې پوه دی، چې همدا صلاحیت او دنده د امرخېل ده، د ټاکنو قانون ۱۶ ماده حکم کوي، چې د کمیسیون ټولې اداري او اجرائیوي چارې د دارالانشاء له خوا اجرا کیږي. چې په سر کې یې د دارلانشاء ريیس دی، د موادو انتقال پرته شکه سل په سلو کې اجرائیوي او اداري کار دی، د ټاکنو قانون د ۷ مادې پر بنسټ کمېسیون مکلف دی د ټاکنو د اړتیا وړ مواد د ټاکنو د کېدو له ورځې دمخه د رایې ورکونې په مرکزونو کې چمتو او رایه ورکوونکو او کاندیدانو ته د ګډون او د رایې د حق د استعمال لپاره ممکنې اسانتیاوې برابرې کړي. او ۸ مه ماده بیا حکم کوي، چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، له کمیسیون سره په دې کار کې مرسته وکړي، خو د غبرګولي په ۲۴ مه پولیس مرسته نه کوي، سروبي ته د رایو د لیږد امنیت نه نیسي، برعکس دسیسه تر لاس لاندې نیسي او بل چا ته د تېښتې ګودر جوړوي.
معنوي وايي، ( این یک جنایت است ) دا رسنۍ ولې له معنوي پوښتنه نه کوي، هغه وخت، چې تا په نیمايي افغانستان کې د رایو مرکزونه د خلکو پر مخ بند کړي وو، هغه ولې جنایت نه و؟ کله چې امرخېل خلکو ته له خپل حق څخه د استفادې زمینه برابروي، دا بيا جنایت دی، خو کله چې تا د نیمايي افغانستان د رایو مرکزونه بندول دا یو روا کار و ؟ که زه ژورنالیست وم، نو ما به له معنوي همدا پوښتنه کړې وه او که یې ځواب نه و راکړی، نو بیا به مې ورته هیڅکله د ( اګاه و متخصص امور انتخابات ) لقب نه و ورکړی. !
د ټاکنيزو شکايتونو د کمیسیون ویاند هم اصلي خبره نه کوي، سره له دې چې په دې پوهیږي، چې د ټاکنو د قانون د ۶۸ مې مادې له مخې ( د تخطۍ، درغلۍ او سرغړونې هغو مواردو ته رسېدنه چې په دې قانون كې ياد شوي دي، د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون دنده ده) ولې د شکایتونو د کمیسیون ویاند دا خبره نه کوي، چې که په امرخېل څوک شکایت لري رادې شي، همدې کمیسیون ته دې خپل شکایت ولیکي د هغه لرې کېدلو او د دندې د تعلیق د غوښتلو موضوع له رسنیو او نورو مراجعو سره شریکول هېڅ قانوني بنسټ او اساس نلري.
خو دی هم دا خبره نه کوي، په اوړو کې یې شګې نه بلکې په شګو کې یې اوړه لیدل کیږي. خبره دا ده، چې د سروبي او ۲۱ مې ناحیې د رایو پاڼو مسئله یوه دسیسه وه، داسې دسیسه، چې له مخکې په لویه کچه طرحه شوې وه. دا د ټولو رسنیو اخلاقي مسئولیت دی، چې نور نو د ټاکنو ملي پروسې او د ملت ارادې ته درناوی وکړي، دواړه کمیسیونونه دې په کراره پریږدي، چې خپلې قانوني دندې سرته ورسوي. د دسیسه ګرو د دسیسو تعمیم دې پریږدی د ملت د قربانیو ستاینه دې وکړي.