هر هېواد کې چې ناامني وي، د ټاکنو په درشل کې پکې چاودنې، جګړه او د ملکي وګړو تلفات زور اخلي او هڅه دا وي چې واکمن ګوند او یا ټیم کمزوری ثابت کړي چې نورې ډلې پرې بری پيدا کړي.
افغانستان کې هم ورته وضعیت دی، طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې چې کرايي قاتلین دي، له یو شمېر هېوادونو او داخلي کړیو دستور او امکانات اخلي او په بیلابیلو وختونو کې بیلابیل بریدونه کوي.
په دې سره ترهګرې ډلې څو هدفونه لري
لومړی دا چې ترهګرې ډلې د همدې موخو لپاره جوړې شوی او له افغان دښمنه هېوادونو او کړیو پيسې او امکانات ترلاسه کوي او په دې باندې خپلې موخې تعقیبوي.
ترهګرو ډلو ته که امکانات او پیسې بهرني هېوادونه ور نه کړي، دوه ورځې هم ژوند په افغانستان کې نه شي کولی، خو دا چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د اسلام او جهاد په نوم خلک جذبوي د بهرنیو استخباراتي ګروپونو کار یې اسان کړی او په کمه بیه لوی کارونه کولی شي.
دویم دا چې په کور دننه او بیرون افغان دښمنه کړې د ټاکنو په درشل کې هڅه کوي چې داسې پاروونکي کارونه وکړي چې واکمن ټیم کمزوری وښيي او پروړاندې یې خلک وپاروي.
دا کار د دې لپاره کیږي چې سیال ټیمونه په ټاکنو کې برلاسي شي، د دې ډول بریدونو او ګډوډیو پلان له بیرونه ورکول کیږي او هڅه دا وي چې څنګه کولی شي نظام پښې ووهي او په دې سره حکومت راپرزولو ته لار برابره کړي او خلک یې پرضد راوپاروي.
افغانان چې اوس تر بل هر وخت د پرمختګ په درشل کې ښکاري، د افغان دښمنه هېوادونو هيڅکله نه لوریږي چې دا ملت او خلکو ارام او پرمختللی ژوند ولري.
دریم دا ده چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او خلک په خپلو رایو باندې ولسمشر او نور وکیلان ټاکي، په دې وخت کې هڅه دا ده چې د دې پروسې پروړاندې خلک بې باوره کړي، و یې ډار کړي چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.
له دې لارې ځینې هېوادونه او کړۍ دا ګټه ترلاسه کوي چې له ناامنیو په ګټنې ټاکنو کې درغلي وکړي او هغه ټیم او یا ډله د بهرنیو هېوادونو لپاره کار کوي په ټاکنو کې بریا ته ورسیږي.
یا په بل عبارت د ټاکنو په درشل کې ګډوډیو سره یوه هڅه دا ده چې پر ټاکنو د خلکو باور لار زیانمن شي او یا داسې له جنجال ډکې ټاکنې وشي چې په اساس یې یو کمزوری حکومت رامنځ ته شي.
خو له بده مرغه چې د دې ټول چټل سیاست بیه ملکي وګړي او نور افغان ورکوي او له نیکه مرغه چې زیات شمېر افغانان اوس په دې لوبو پوه دي.
ټاکنې به کیږی او خلک به یو ځل بیا د ولسمشر د ټاکلو لپاره خپله میړانه ښيي او د رایو صندقونو پر لور به ځي او رای به کاروي.